عایشه ګلالۍ څوک ده، څوک یې تر شا دي؟ ولې د پښتنو غورځنګ او افغانانو ته سپکې سپورې وايي؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: غازي عابد
اغلې عایشه ګلالۍ وزیر پاکستانۍ سیاستواله ده چې د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړیتوب لري او له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۷ کاله پورې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پاکستان غړۍ وه.

په عمران خان تور او له تحریک انصاف وتل؛
تیر کال یې له تحریک انصاف سره خدای په اماني په یوه لوی تور او رسنیو کې په یوه بحث راپیدا کولو وکړه.
هغې وویل چې عمران خان ورته ناوړه مسیجې کوي او بدې غوښتنې یې ترې کولې، خو عمران خان د عایشې ګلالۍ دا تورونه بې ځایه او بې اساسه بللي ول.

د نوي ګوند جوړول؛
د تحریک انصاف مشر عمران خان څخه له شکایت وروسته عایشې ګلالۍ د روان ۲۰۱۸ کال په فبیرورۍ کې د (پاکستان تحریک انصاف ګلالۍ) په نوم یو بل جدا ګوند راجوړ کړ. دا چې دا کار یې بیخي نوی دی، نو د ګوند په اړه یې ډیر معلومات نشته او نه هم تر اوسه رسنیو ډیر څه خپاره کړي.
زده کړې؛
عایشه له پيښور پوهنتون نه د ماسټرۍ ‌ډیګري لري. هغه یوه لنډه موده په ژورنالیزم کې هم تیره کړې. له پيښوره یې د پاکستان په ملي ټلویزیون یا PTV کې د خپرونې وړاندې کولو او خبرو ویلو دنده ترسره کړې.
سیاسي ډګر او فعالیت؛
عایشې ګلالۍ چې کله په ۲۰۱۲ کې د تحریک انصاف سره یوځای شوه، نو د تحریک انصاف مرکزي کمیټې ته نومانده شوه.
وروسته بیا د پاکستان ملي اسامبلۍ ته هم غیرې مستقما نومانده شوه، چې له فاټا لومړنۍ ښځینه غړې وه.

د عایشې خور، ماریا تورپیکۍ د سکویش نړیواله لوبغاړې؛
عایشه ګلالۍ د ماریا تورپیکۍ خور ده، هغه د سقوش یا ګرد بال لوبې لوبغاړې ده چې بال به په یوه جالۍ لرونکي لرګې دیوال ته وهې، خو بیرته له راتګ سره به له یوې دویمې ټپکې ته نه پریږدې.
هغې څو ځل یې پاکستان ته نړیوالې مسابقې هم ګټلي دي.

خو خبره به له تورپیکۍ سره نه اوږدوو، رابه شو بیرته عایشې ګلالۍ ته چې نن سبا یې بیا په لروبر کې نوم ښکته پورته کیږي او پر ضد سخت غبرګونونه راپاریدلي.
داسې ښکاري چې یا عایشې ګلالۍ هر څه درک کړي، غواړي په نویو، پټو او حیرانونکو کارونو ځان مشهوره کړي او یا هم له استخباراتي اړخه مجبوره ده چې همداسې باید وکړي.
تیر کال یې ځکه نوم یو ناڅاپه راووت او د نړۍ په رسنیو کې خپور شو چې په عمران خان یې تورونه ولګول. دا چې رښتیا هم عمران خان ورته خیټه اوبو کې ایښې وه یا نه، هغه بیله خبره ده، خو دې خپل نوم راوچت کړ، په پاکستان، افغانستان او د نړۍ په ګڼو مشهورو رسنیو کې د عایشې ګلالۍ، عکس او نوم ښکته پورته شو.
په هغه وخت کې هم خلکو شک ښوده چې دا د عمران خان پر ضد یو پلان شوی کار او دسیسه وه، ځکه هغې خپله ویلي ول چې په ۲۰۱۳ کال کې ورته عمران خان ناوړه پیغامونه پریښي ول، خو دې درې کله وروسته خبره راښکاره کړه، که عمران خان دا کار کړی هم وي، دا چې له ۲۰۱۳ وړاندې او بیا د ۲۰۱۷ ترمنځ چې کله یې خبره راښکاره کړه، ددې او عمران خان ترمنځ څه تیر شوي وي، دا به خدای، دوی دواړو او هغو کوټو او دیوالونو ته معلوم وي.
نو له دې هم داسې ښکاره شي چې عایشه ګلالۍ؛
– یا ددې لیواله وه چې نور یو بدلون وخوري او د عمران خان له سو استفادې خلاصه شي.
– یا مشهوره شي او خلک یې وپيژني.
– یا هم د عمران خان پر ضد یو استخباراتي دوستور وو چې هغه په دې ډول سره بدنام کړي، ځکه تیر کال عمران خان سخت لاریونونه وکړل چې پاکستان کې حالات د ګډوډیو پر لور روان ول او یو ډول د انارشیزم احساس کیده.
– او یا هم د تحریک انصاف د سیالو ګوندونو لکه مسلیم لیګ او نورو یوه دسیسه وه چې غوښتل یې تحریک انصاف په دې ډول بدنام او له ځان سره سیالۍ څخه پاتې کړي.
خو ځه خیر څه چې په ۲۰۱۷ کال او له هغه وړاندې شوي، هغه تیر شول، تحریک انصاف بدنام شو، ګلالۍ ترې لاړه، رسنیو کې ښکته پورته شوه، یا د استخباراتو او ډلو اهداف تر لاسه شول او یا هم عمران خان رښتیا هم عایشې ګلالۍ ته خیټه په اوبو کې ایښې وه.
تازه خبرې او پر ضد یې توند غبرګونونه؛
تیر کال چې کله ګلالۍ د عمران سره رازونه ښکاره او تورونه ولګول، ډیرو خلکو یې ملاتړ وکړ او په تحریک انصاف یې هم بیلابیل نومونه کیښودل او په عایشې ګلالۍ هم. هم ستاینې وشوې او هم غندنې.

خو هغې اوس په یوه نوې ویډیو کې خورا پارونکې خبرې کړي.
اغلې ګلالۍ ویلي چې د پښتون غورځنګ اوسنی ځوان او انقلابي رهبر منظور پښتین د افغانستان او هند د استخباراتو لپاره کار کوي، څو ځل یې له را یا د هند استخباراتو سره ملاقات هم کړی دی.
هغه زیاتوي؛ منظور پښتین وايي چې پښتانه دې افغانستان ته لاړ شي، خو افغانستان کې پښتانه د ذلت ژوند لري، پيسې یې وخوړلې او د روټۍ درک یې هم نه لګي.
هغه په ټینګار سره د انقلابي منظور پښتین مبارزه ردوی او وايي چې دا د را اجنډا ده.
ګلالۍ وايي؛ د افغانستان او پاکستان پښتان په هر څه کې ډیر فرق کوي.
هغې څو ځلې په منظور پښتین د پردیو جاسوس تورونه ولګول او وايي چې منظور پښتین اوس هسې پښتانه ځوروي.
ویډیو؛
https://www.facebook.com/1715263865385110/videos/2081357762109050/
ګلالي په ویډیو کې زیاتوي:

«منظور چې وايي، د پاکستان له پوځ نه د مرګونو او ظلمونو پوښتنه کوو، دا فضول او بې ځایه خبرې دي او دا د افغانستان او هند د استخباراتو خبره کوي او لیګا دی.»

هغې افغانان بې وفا او احسان فراموشه وبلل او نورې ډیرې ناوړه خبرې یې په اړه وکړې.
اوس له دې خبرو معلومیږي چې اغلې عایشه ګلالۍ په واقعیت کې د اې اس اې اجنډا مخته وړي. د عمران خان پر ضد دسیسه یې هم همداسې جوړه شوې ښکاري او اوسنۍ هغه یې هم.
ځکه هغه د هغو ځوان پښتون انقلابي مشر او ویښو ځوانانو ته هم د پردیو د جاسوسانو خطاب کوي چې له همدې اې اس اې د خپلو بې شمیره وروڼو د ورکیدو پوښتنه کوي، د خپل عزت او حیثیت اعاده غواړي، ځانته د پنجابي په شان حقوق غواړي، نور د ترهګرۍ په نوم ځان وژل نه غواړي، خپله خوله نور نه بندوي او بلاخره د پښتون د ښایسته او سوکاله او له غلامۍ پرته ژوند لپاره یې خولې تویول غواړي.
خبره دلته خلاصه شوه چې پښتون ژغورنې غورځنګ په سمه ده روان دی، د پاکستان حکومت او استخبارات یې په واقعیت کې لړځولي او دې ته مجبوره شوي چې یا به پښتون قوم ته هم د پنجابي په شان حقوق ورکوي او یا به یې خپلواک پریږدي.
اوس د عایشې ګلالۍ دا خبرې په افغانستان او پاکستان کې خلکو په کله غندلي او هغه یې د اې اس اې یوه رښتینۍ او ژمنه جاسوسه بللې چې په پښتو ژبه د پښتنو د راپورته شوې تنې سر پرې کوي.
تیره شپه منظور پښتین په یوه لایف ویډیو کې پر فیسبوک راڅرګند شو، که څه هم عایشې ګلالۍ نوم یې وانخیست، خو ويې ویل څوک چې پر موږ نیوکې کوي او تورونه راباندې لګوي سم خلک نه دي او ښه شخصیت نه لري، نو ځکه په دوی او ملګرو یې هم اغیز نه شي کولی.
د پاکستان د استخباراتو او حکومت هڅې؛
د پښتون ژغورنې غورځنګ چې اوس رښتیا هم په غورځنګونو دی، په اسانه یې مخه نه شي نیول کیدای. ځکه پاکستان چې تل داسې خلک چوپ کړي، نو د ترهګر، د هند و افغانستان جاسوس او په نورو نومونو او بهانو یې کیښنولي، خو منظور پښتین چې پاکې او صفا غوښتنې لري او عیني واقعیتونه وايي، پر ضد یې ګام پورته کول اسانه خبره نه ده، ځکه منظور یوازې نه دی، دا د ټولو هغو پښتنو او بلوڅو اواز دی چې لږ تر لږه په دې ماډرنه نړۍ کې د انسانیت حقونه پيژني، ازاد ژوند غواړي او په واقعیت کې یې دا درک کړې چې دوی هم انسانان دي او پنجابیان هم.
د پاکستان لومړۍ هڅه دا وه چې له اوله یې د منظور پښتین په مشرۍ انقلاب اواز پاکستاني رسنیو کې پرینښود، ټولو رسنیو ته یې دستور ورکړی و چې د منظور پښتین اواز خپور نه کړي، حتا تر دې منظور پښتین یوه ورځ وویل چې په فیسبوک او انټرنیټ هم ورته کله کله بندیز لګوي، خو له دې ټولو سره سره بیا هم پښتون ژغورنې غورځنګ پراخیږي، مخته ځي او مخنیوی یې یو سخت کار دی.
باید پښتین منظور، کوزني او برني پښتانه او بلوڅان ښه پوه شي چې د رسنیو بندیز او د عایشې ګلالۍ له راپورته کولو وروسته به د پاکستان حکومت په نورو هغو لارو چارو هم کار وکړي چې د اوسني انقلاب مخه ونیسي، خو بریالي به هله نه شي تر څو چې اوسنی غورځنګ همداسې روان وي او ساعت په ساعت خپل غږ تر نړیوالو ورسوي.
د هرې ورځې په تیریدو سره د پښتنو د سولې او حقونو اوازونه د نړۍ هر کونج ته رسیږي، اوونۍ وړاندې یوه پښتون دا غږ د ملګرو ملتونو په یوه ناسته کې هم پورته کړی وو، چې دا خپله هم له دوی سره مرسته کولی شي څو نړیوال متحدین پیدا او مبارزه او انقلاب بریا ته ورسوي.
په افغانستان کې یې ملاتړ؛
دلته په کابل کې لومړی د پښتون غورځنګ په ملاتړ لاریونونه وشول او بلاخره د پرلت خیمه ووهل شوه، هلته هره ورځ روښانفکره او ځوانان د کوزنیو پښتنو، سولې او امن لپاره غږونه پورته کوي او تر نړیوالو یې رسوي.
تر څنګ یې په هېلمند کې د سولې حرکت پيل شوی، چې هغوی هم له حکومته او وسله والو طالبانو د اوربند او سولې غوښتنه کړې، ان تر دې چې پرون د هېلمند په نا امنه او لرې ولسوالۍ ناوه کې هم د سولې او امن لپاره د مرکز پورته شوي غږ په ملاتړ خلک راوتلي ول. په ننګرهار کې هم د پرلت په ملاتړ غونډه شوه او په نړیوالو غږ وشو چې له پښتنو او افغانانو سره ودریږي، همداسې په نورو سیمو کې هم غونډې او پرلتونه شوي.

د کابل پرلت یو تن تنظیمونکي او روښانفکره، لیکوال اباسین بریال وايي، ددوی د پرلت موخه هم دا ده چې له کوزنیو پښتنو ملاتړ وکړي، تر نړۍ خپل اواز ورسوي، د سولې او امن لپاره په ښکیلو غاړو غږ وکړي، څو پښتنون وژنه او افغان وژنه پای ته ورسیږي.

هغه ډیر خوشبین دی چې اوس یو بیساری بدلون ویني، ځکه په سوله ییز او دوامداره ډول سره خپل غږ پورته کوي چې یوه ورځ به خامخا ورته لبیک ویل کیږي، د کوزنیو پښتنو حقونه به ترلاسه کیږي او ټول به سره یو کیږي.

اباسین بریال وايي، زموږ پرلت، د هېلمند سولې حرکت او نور خوځښتونه به روان وي، په اوږدمهال کې به خامخا یوې مثبتې پایلې ته رسیږي. دی زیاتوي که څوک ددوی غوښتنو ته هو ونه وايي، په تاوان به یې تمام شي، ځکه دا د ولس غوښتنه او ولس راپورته شوی، نور یو واقعي بدلون غواړي، تر څنګ ددوی غوښتنې هم داسې نه دي چې ناروا وي، بلکې د یوه دایمي سولییز ژوند او امن لپاره یې غږ پورته کړی چې هر چاته ګټه رسولی شي.
د کابل په پرلت چاودنه؛
د یاد پرلت یو ګډونوال محمد عزیز پردیس وايي، که څه هم د پرلت په خیمه کې چاودنه شوې، خو کوم بد تاثیر یې نه دی کړی او خلک لا راویښ شوي چې خپل غو پورته کړي، په هغه برید کې د پرلت یو ګډونوال د زاهد الدین په نوم شهید او څو نور ټپيان شوي ول.