ډویډ وارنر په چیغو ژاړي، وايي، د خپلې تیروتنې لپاره هیڅ توجیه نه لري

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د اسټرالیا د کرکټ د ملي ټیم مرستیال لوبډلمشر ډویډ وارنر نن د رسنیو پر وړاندې راڅرګند شو او په داسې حال کې چې له سترګو يې د اوښکو باران څڅیده وویل، چې نور شاید هیڅکله هم د اسټرلیا لپاره لوبه ونه کړي او نه به هم بیرته له ټيم سره یوځای شي.
دا درې ورځې کیدې، چې ورانر د رسنیو په وړاندې نه غږیده او کوښښ يې کاوه، چې د خبرو جرائت پیدا کړي، خو نن يې په څلورمه ورځ هم خپلې اوښکې پټې نه شوې کړای او په چیغو يې وژړل.
ویډیو؛

نوموړي وویل، چې د خپلې تیروتنې لپاره هیڅ توجیه نه لري.
ده په ژړغوني غږ وویل:

«د هیلې یو نری څرک شته، چې له بندیز وروسته شاید ماته بیرته د هیواد لپاره د لوبې کولو ویاړ را په برخه شي؛ خو زه استعفا ورکوم او نور نو شاید هیڅکله هم د اسټرلیا لپاره لوبه ونه کړم. په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې به زه په دې اړه پلټنه وکړم، چې ولې ما داسې تیروتنه وکړه او زه څوک یم. زه به له مشاورینو مشورې واخلم، چې په ځان کې ستر بدلون راوړم.»

تیره پنجشنبه د اسټرلیا د کرکټ ملي ټيم پخواني لوبډلمشر سټیو سمیټ هم د رسنیو په وړاندې په چیغو وژړل او خپلې کړنې له امله يې د خپل ټيم، ملت او نړیوالو څخه بښنه وغوښته.

سټیو سمیټ او ډویډ ورانر د یوه کال لپاره له هر ډول کرکټ څخه منع شوي دي.
اصلي کیسه څه ده؟
ډیوډ وارنر او سټیو سمیت تورن شوي، چې د سویلي افریقا خلاف د ټیسټ سیالو په دریمه لوبه کې يې د توپ د خرابولو مشوره ورکړې.
که څه هم توپ، توپ اچوونکي کیمرون بینکرفټ توږلی او خراب کړی، خو نوموړي ادعا کړې، چې دا کار يې د پخواني کیپټان سټیو سمیټ او مرستیال کیپټان وارنر په مشوره کړی.

کیمرون بینکرفټ هم له هر ډول کرکټ څخه د ۹ میاشتو لپاره منع اعلان شوی.
د بال ټیمپرینګ یا خرابولو څخه د اسټرلیاوي لوبغاړو موخه دا وه، چې بال ښه سوینګ شي او د سویلې افریقا لوبغاړي ژر ژر اوټ شي.
په میدان کې کیمرو د صحني انځورونه اخیستي او له څیړونو وروسته ثابته شوې، چې اسټرلیاوي لوبغاړي د بال د ټمپرینګ کوښښ کوي.
ډویډ ورانر او سټیو سمیټ منلې، چې دا يې ستره تیروتنه کړې ده.
ډویډ ورانر وايي:

“موږ خپل هیواد پاتې راوړ. موږ ناسمه پریکړه وکړه او زه په کې شریک یم.”

څیړونکې ډله وايي، چې ډیویډ ورانر د قضیې اصلی لوبغاړی دی. خو ډیویډ ورانر د هر ډول پوښتنې په ځواب کې ویل:

“زه په دې قضیه کې شریک او خپله برخه پړه منم.”

د آسټرالیا د کرېکټ لوبډلې روزونکي ډيوډ لیمن په دې پېښه کې هېڅ لاس نه درلود او کوم بندیز به پرې نه لګول کېږي. خو نوموړي د پنجشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، د سویلي افریقا پر ضد د روانو لوبو لړۍ له ختمېدو وروسته به دی هم له خپلې دندې استعفا ورکوي.
غبرګونونه:
د هندوستان د کرکټ ملي بورډ هم په قضیه کې دخیل لوبغاړي د هندوستان د پریمیرلیګ یا اې پي ایل سیالیو څخه منعه کړي دي.
ډیویډ ورانر په ای پي ایل سیالیو کې د سنرایز حیدراباد ډلې کیپټان و. په دغه لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي، محمد نبي او راشد خان هم لوبیږي.
په کور د ننه اسټرلیا کې هم خلک دغه کړنه شرموونکي بولي او د لوبغاړو په دې کار ناخوښ دي. د کرکټ نړیوال لوبغاړي هم ددوی په دې کار نه یواځې بد وايي، بلکې شک ښيي، چې شاید اسټرلیا دا کار پخوا هم کړی وي.