This post was originally published on this site.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هند کې له هند مېشتو افغانانو او سوداګرو سره په یوه خبري غونډه کې وویل، له هندي چارواکو سره یې د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو مسلو د څار په موخه د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړه وکړه. امیر خان متقي د هند د صنعت له استازو سره لیدنه کې وویل، د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره شرایط ښه شوي دي.
بشپړ راپور دلته بي بي سي پښتو ویباڼه کې لوستلی شئ.
https://www.bbc.com/pashto/articles/cly4gy97pmvo?at_medium=RSS&at_campaign=rss