کویټ د مساحت له مخې د نړۍ له ډیرو وړو هیوادونو څخه دی. دا د خلیج یو بډای اسلامي هیواد دی ددې هیواد د جوړښت او دغلته د ژوند ژواک په اړه ۱۹ ځانګړي ټکي په لاندې توګه دي.
1. کویټ هغه هیواد دی چې تر ډونالډ ټرمپ مخکې یې د افغانستان او عراق په شمول د پنځو مسلمان میشتو هیوادونو وګړو ته د ویزو په ورکولو بندیز لګولی و.
2. کویټ د مځکې د سر یوازینی هیواد دی چې طبیعي سیندونه او رودونه نه لري او د څښاک او نورو اړتیا وړ اوبو لپاره د سمندري اوبو د تصفیې او تقطیر پر دستګاوو متکي دي. دا نړۍ لومړی هیواد دی چې په ۱۹۹۵ کال کې یې د سمندري اوبو د تصفیې لومړي تاسیسات فعال کړل. دا مهال کویټ دا ډول شپږ تاسیسات لري چې د سمندر اوبه تقطیروي او کویټیانو ته د څښاک او ورځنی اړتیا اوبه برابروي.
3. د کویټ دینار د نړۍ تر ټولو بارارښته او قیمتي پولي واحد دی. دا مهال یو دینار له درې نیم ډالرو سره برابر دی.
4. کویټ د سړي سر عاید له پلوه په نړۍ کې څلورم بډای هیواد دی.
5. کویټ یوازینی هیواد دی چې تر کویټیانو په کې بهرني کارګران ډیر دي. ددې هیواد خپل نفوس دیارلس سوه زره ( دیارلس لکه) دی خو نژدې درې میلونه بهرني کارګر په دې هیواد کې د کویټیانو لپاره کار کوي. په دې توګه دا د نړۍ یوازینی هیواد دی چې تر خپلو وګړو یې په کې بهرني کارګر زیات دي او خپل خلک یې په کې په اقلیت بدل شوي.
6. په کویت کې تر ښځو د سړیو شمیر زیات دی او د ۲ ښځو په وړاندې دې هیواد کې ۳ سړي دي.
7. کویټ د نړۍ په لسو هغو هیوادونو کې دی چې وګړي یې تر نورو ډیر چاغ دی.
8. په کویټ کې هیڅ طبیعي ځنګل نه شته، او یوازې یو فیصد مځکه یې کرنې ته په مصنوعي توګه مساعده شوې او حکومت خلک هڅوي چې پر دې یو فیصد مځکې کرنه وکړې. دا هیواد خپلې ټولې تازه میوې، ترکارۍ او کرنیز خوراکي محصولاتو له نورو هیوادونو واردوي.
9. کویټ د مساحت له مخې وړوکی خو د تیلو له مخې د نړۍ د تیلو په سلو کې لس زیرمې لري او د تیلو د زیرمو له پلوه د نړۍ پنځم هیواد دی.
10. په کویټ کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ م کال کې ښځو په عامه انتخاباتو کې د رای ورکولو حق تر لاسه کړ.
11. ټول کویټیان په حکومتي او عامه ادارو کې کار کوي او بهرني کارګر په هغو کمپنیو او شرکتونو کې کار کوي چې زیار او زحمت غواړي.
12. کویټ له عراق سره تر اوسه هم ټاکلې او منلې پوله نه لري.
13. کویټ لومړنۍ هیواد دی چې په ۲۰۰۶ م کال کې یې د اوښانو د ځغاستې په لوبه کې پر اوښ د مزدورکارانو د ماشومانو د تړلو پر ځای ربوټ وکاروه. وروسته په نورو عربي هیوادونو کې هم دا دود ورور پیل شو او هغه ظالمانه رواج چې پر اوښ به یې ماشوم وتاړه، ماشوم به ژړل او اوښ په ځغستل، پای ته ورسیده. البته په ځینو بدوي عربي ټولنو کې اوس هم ورته دود شته.
14. کویټ د خلیج لومړنی هیواد دی چې اساسي قانون او پارلمان یې رامنځ ته کړ.
15. کویټ د نړۍ یو له ډیرو تودو هیوادونو څخه دی دغلته په دوبي کې د تودخې درجه تر پنځوس سانتي ګراد هم پورته کیږي.
16. په کویټ کې د سون ګاز د څښاک تر اوبو ارزانه دی، تیل او تیلو پورې تړلي نور تولیدات ددې هیواد د صادراتو په سلو کې ۹۰ برخه جوړوي.
17. کویټ تر ۱۹۶۲ پورې د جون ۱۹ د ملي خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځله خو په ۱۹۶۳ م کال کې یې دا ورځ د فیبرورۍ ۲۵ مې ته ځکه بدله کړه چې په جون میاشت کې دې هیواد کې سخته ګرمي وي او جشنونه په کې نه کیږي.
18. کویټ د سمندر په منځ کې له نهو هغو ټاپوګانو جوړ دی چې په اصل کې شګلنې خو له تیلو ډکې دښتې دي.
19. کویټ د اسمانڅکو ودانیو د لرلو له پلوه نړۍ کې پنځلسم ځای لري.