نړیوال د خوراکي توکو ورځ نمانځي؛ خو افغانان بیا له فقر څخه خپل اولادونه خرڅوي

لیکنه: میرویس خوږیاڼی

 

د خوراکي توکو نړیوال ورځ هر کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه په ټوله نړۍ کې په داسی حال کې لمانځل کیږي چی څه باندې ۳ بلیون نفوس چې د ټولې نړۍ ۴۰٪ تشکیلوی، صحي خوړو ته لاس رسی نلري. دا په داسې حال کې ده چی په ټوله نړۍ کې د بل هر سکتور څځه ډیر خلک چې څه باندی یو بیلون وګړو ته رسیږي د خوراکي توکو د سیستم په کار او بار باندې بوخت دي. پایدار کرنیز خوراکي سیستم هغه سیستم ته ویل کیږی چی د نړۍ هر وګړی صحی، مناسب او په ارزانه نرخ په هر وخت کې خوراکي توکو ته لاس رسی ولري او هیڅ وګړی د لوږي او یا خوارځواکۍ احساس ونکړي. نن سبا د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې اکثرآ خلک د چاغۍ او ډیر وزن څخه رنځ وړي او په ورځنیو چارو کې د خوراکي توکو ډیره برخه ضایع کیږي، داسې اټکل کیږې که چیرې ځینې کورنۍ خپل د خوړو سیستم په عادي شکل سره تنظیم کړي نو دوی کولای شي چې د نورو خلکو لاس نیوی وکړي.
په ۲۰۱۹ کال کې د المان مرستندویه سازمان «وېلت هُنګر هيلفه» هر کال په نړۍ کي د لوږي په تړاو د هيوادونو يو ليست خپروي. له لوږي سره مخامخ دغو هيوادونو په سږني راپور کې ځیني هیوادونه شامل دی چی لومړی مقام یی د مرکزی افریقا جمهوریت، دوهم مقام یمن، دریم چاد، افغانستان په لسم مقام، پاکستان په ۲۶، هند ۱۶ او ایران په ۸۷ مقام کې ښودلي دي. خو اټکل کیږي چی په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کالونو کې به دا درجه بندي د تغیر وړ وي.
نړۍ کې د کوید۱۹ وایرس راتګ یوبل ستر ناورین وو چی د خوراکي توکو په تولید، پروسس، بسته بندۍ او مارکیټ باندی ناوړه اغیزئ پرځای پریښود خو د نړیوال بانګ د راپور په اساس چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې خپور شوی، په نړۍ او افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د وضع شوي قرنطین له امله ممکن په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه له ۷۲ فیصده لوړه شوې وي.
خو په افغانستان کې د غذايي امنیت نه‌خوندیتوب او بې‌ وزلي هغه ستونزې دي چې ډېری افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي. د افغانستان د احصائیې ادارې د معلوماتو پر بنسټ چې پایلې یې شااوخوا دوه کاله وړاندې خپرې شوي ۵۴،۵ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ د کرښې لاندې ژوند کوي چی دا ارقام سږ کال ۲۰٪ سلنه نور هم لوړ شوی دي.
دغه راپور چې څه موده وړاندې خپور شوی، په‌کې راغلي چې نږدې ۱۵ میلیونه افغانان چې دوه میلیونه کورنۍ کېږي او په ښارونو کې د قرنطین له امله په تګ او راتګ بندیز لګول شوی، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د روان کال د اګیست په ۱۵ د نظام د سقوط وروسته یو ځل بیا ویره خپره شوه او خلک د کار او بار د نشتوالی او په هیواد کې د بانکونو د تړل کیدو له امله د ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د ځینو راپورونو د موندنو په اساس یو شمېر افغانان د باور وړ او تل ‌پاتي عوایدو د نشتوالي له امله مجبور شوي چې د کور مالونه وپلوري، څو کورنیو ته خوراکي مواد چمتو کړي.
د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وايي، د هغې څېړنې پر بنسټ چې په ۱۳۹۵ کال کې شوې، ۴۴،۵ په سلو کې افغانان خوراکي خوندیتوب نه‌ لري، چی دا ارقام اوس لا پسی د تغیر وړ دي، ځکه له یوی خوا د کرونا وبا او له بلې خوا د نظام بدلون هغه څه دي چی د خلکو په ورځنیو چارو یی منفی تاثیرات پریښی دي.
د پورتنیو ټولو عواملو ترڅنګ په دې ورستیو کې کورني مهاجرتونه یو بل ستر ګواښ دی چې یادې کورنۍ د سر پنا ترڅنګ خوراکي توکو ته سخته اړتیا لری. د روان کال د می او جون په میاشتو کې د OCHA د سازمان د راپور په اساس یواځی د کندز ولایت څخه څه باندی ۳۵ زره کورنې د جګړو د ویری بی ځایه شوی چی د دوی له جملې څخه ۶۰٪ بشری مرستو بالخصوص خوراکي توکو ته اړتیا لری. همدارنګه د هلمند په نهر سراج ولسوالی، ننګرهار او لغمان ولایتونه یو له سیمو څخه دي چی د یاد سازمان د راپور په اساس په لس ګونه زره کورنۍ بې ځایه شوی او بشری مرستو ته چی خوراکي توکي پکي شامل دی اړتیا لري.
په هیواد کې د لومړنیو خوراکي توکو د کمښت علتونه:
د خوراکي توکو خوندیتوب څه ته وایې؟ څنګه کولای شو مناسب خواړه ولرو؟ څنګه کولای شو مناسبو خوړو ته په ټولو وختونو کې لاس رسی ولرو؟ څنګه کولای شو د موجوده خوړو څخه په مناسبه توګه ګټه پورته کړو یعنی څنګه یی استعمال کړو دا ټول هغه موارد دي چی دلته به ورباندې لنډ بحث وکړو.
د یو عادی او نورمال ژوند لپاره هغو کیفیت لرونکو خوړو ته د خوراکي توکو خوندیتوب وايي چې یو انسان یی د ژوند په مختلفو پړاونو کې د بدن د ودې لپاره ترې ګټه پورته کړي او د یوې ټولنې ټول خلک خوراکې توکو ته فزیکي، ټولنیز او اقتصادي لاس ‌رسی و لري. د خوراکي توکو د خوندیتوب لپاره داسې وویل کیږي چی د خوړو شتوالی، خوړو ته لاس ‌رسي ، د خوړو درست استعمال او د خوړو ثبات یې اساسی فکتورونه دي). چی دلته به ورباندې بحث وکړو:
1. خوراکي توکو شتون یا موجودیت:
کله چې په هیواد کې د خوراکې توکو نوم اخیستل کیږي دفعتآ زمونږ ذهن ته اوړه، وریجې او جوار راځی، خو په اصل کې داسې نه ده، خوراکي توکې ټولو هغه اړینو توکو ته ویل کیږې ( غله جات، سبزیجات، میوه جات، غوښې، لبنیات، چرګانو هګۍ او داسې نور…..) چی د بدن هرغړی ورته په مناسبه اندازه اړتیا لري لکه پروتین چی د غوښی، هګیو او نورو کرنیزو توکو څخه لاسته راځي، نشایسته چې د وریجو او اوړو څخه لاسته راځی، ویټامینونه چی د میوه جاتو او سبزیجاتو څخه ترلاسه کیږي او په لس ګونه نور داسی ضروری مواد شته چی د انسانانو د بدن په وده او نمو کې اړین رول لوبوي، خو دا چی معمولا په ګران هیواد کې اکثرآ غذایی رژیم په وچه ډوډی، وریجو او جوار پوری تړلی دی نو لازمه ده چی د همدای خوراکی توکو د تولید په لارو چارو بحث وکړو.
خوراکي توکو خوندیتوب یواځې په دې معنی نه دی چې ډاډ من خواړه ولرو، بلکې دا یوه اوږده پروسه ده چې د موادو له تولید پیل او تر استفادې پورې رسیږي. خواړه باید له هر ډول میکروبونو لکه باکتریاوو، ویروسونو، مضرو کیمیاوي موادو، انتي بیوتیکونو، هورمونونو او نورو هغو ژوندیو اورګانیزمونو څخه پاک وي چې خواړو ته زیان رسوي.
• د غنمو کښت، تولید او کلني اړتیا:
د کرنې اوبولګو او مالدارۍ وزارت د غنمو د پنځه کلن پلان د راپور په اساس غنم د ګران هیواد په اقتصاد کې عمده رول لوبوي چې ۷۰٪ په ورځنیو چارو کې استعمالیږی او تقریبآ د هیواد د ټولو خوراکي توکو ۵۷ سلنه جوړوی چی ورپسی وریجی او او په ډیرو محدودو سیمو کې له جوارو څخه هم استفاده کیږي.
د هیواد په آبي او للمی سیمو کي هر کال د شرایطو په پام کې نیولو سره تقریبآ ۵ ملیون مټریک ټنه غنم تولیدیږی حال دا چې کلنی اړتیا غنمو ته تر ۶ ملیونو مټریک ټنو پورې رسیږي. چی دا رقم د امکان په صورت کې هر کال تغیر کوی ځکه په ګران هیواد افغانستان کې د نفوسو چټک زیاتوالی هر کال د احصایی د ملی ادارې لخوا خپریږي. له پورته ارقام او معلوماتو څخه جوته کیږي چی هر کال تقریبا په حدود د ۱ ملیون مټریک ټنه غنمو د کمښت سره مخامخ یو چی دا اړتیا معمولآ په وارداتي غنمو او اوړو باندی پوره کیږي او ورته مثالونه په وریجو او جوارو کې هم شتون لری. دلته پوښتنه پیدا کیږي چی څنګه کولای شو دا تشه ډکه کړو؟
دا چې په ګران هیواد افغانستان کې د نفوسو چټک زیاتوالی په هکله راپورونه شته نو اټکل کیږي چی هر کال تر یو ملیون مټریک زیات غنمو او همدارنګه تر ۷ زره مټریک ټن وریجو ته اړتیا ده تر څو وکولای شو د وارداتو په کچه کې کموالی او د هیواد وګړو ته د غنمو او وریجو په برابرولو کی مثبت ګام اخیستی وي.
د کرنې د پراختیا متخصصین وایې چی د تولیداتو کچه په دوه ډوله پراختیا مومي په افقی شکل ( کښت وړ ځمکې باید ډیر کړو) او یا به په عمودي شکل ( د موجوده ځمکو او بوټو څخه په عظمی شکل استفاده کول ).
دا چې په ګران هیواد افغانستان کې هر کال د کرنې وړ او حاصلخیزې ځمکې په سوداګریزو او صنعتی پارکونو بدلیږی دا یو بل ستر ناورین دی چی د خوراکي توکو په کمښت کې مهم رول لوبوي.
د افقي پراختیا لپاره اړینه ده چی ځینی ځمکی او دښتی چی د کښت وړتیا لری د اوبو لاندې شي چې ښه بیلګه یې د کمال خان بند شاو خوا ۱۷۰ زره هکتاره ځمکه او همدارنګه د سلما بند شاو خوا ځمکه په ګوته کولی شو او د دې ترڅنګ د هغه ځمکو د صنعتی کیدو مخه ونیول شي کوم چی ښيرازه او لوړحاصل ورکوي.
د عمودی پراختیا لپاره اړینه ده چی په ځینو کرنیزو تخنیکونو لکه کرنیزې څیړنې، د اصلاح شویو تخمونو تولید او ویش، کروندګرو ته د کچې لوړولو او تخنیکي زده کړو چمتو کول، په کروندو کې د کرنیزو عملیاتو درست اجرا، د ناروغیو او افتونو کنترول، په کرونده کې د اوبوخور تنظیم ، د حاصلاتو د راټولو په وخت کې د ضایعاتو مخنیوی، بسته بندي، پروسس او بلاخره په کورنو کې د خوراکي توکو څځه په درست شکل سره استفاده هغه عمده او اصلی عاملونه دي چی د کرنیزو توکو په تولید کې د۴۰ تر ۵۰ سلنه پوري د تولیداتو په کچه کې زیاتوالی رازي. بله اړینه موضوع په هیواد کې د ستراتیژیکو زیرمه ځایونو شتون دی چی مرسته شوی او ماضاد خوراکې توکي له بازار واخیستل شی او به زیرمه ځایونو کې وساتل شي.
2. خوراکي توکو ته لاس رسی:
که چیرته په یوه ټولنه کې خوراکي توکې شتون ولري، د تولید کچه لوړه وي، په بازارونو کې هم په اسانۍ پیدا شي خو که خلک ورته لاس رسی ونلري بیا هم خوندي نه یو او نشو کولای خلکو ته خوراکي توکې چمتو کړو. خوراکي توکو ته لاس رسی عبارت دی له : خلک باید د خوراکي توکو د اخیستلو اقتصادی توان ولري، خلک باید په فزیکی شکل سره مارکیټ ته لاس رسی ولری، د بیلګې په توګه په ځینو سیمو او اطراف کې خلک د مارکیټ نه دومره لرې پراته دي چی حتی نشي کولاي خپل د خوښی خوراکي توکي په اسانۍ سره تر لاسه کړي. د سرکونو موجودیت، د پلونو موجودیت او په لرو پرتو سیمو کی خوراکي توکو د مارکیټ موجودیت هم یو له هغه فکتورونو څځه دی چی غذا ته د لاس رسی په ډله کي شمیرل کیږي.
3. د خوړو څخه په سالمه توګه ګټه اخیستل:
ځینې وخت د روغتیا نړیوال سازمانونه راپور ورکوي چی خوراکي توکو په سمه توګه نه استعمال هم د دې لامل کیدی شي چی شخص د خوراکي توکو څخه خوندی نه وي او ځینی وخت د ډیرو او نا سالمو خوراکي توکو خوړل او استفاده کول په انسانانو کې ډول ډول ناروغۍ رامنځته کوي. نو اړینه ده چی په کورنو کې د خوراکي توکو څخه په سمه توګه استفاده وشي. کله نا کله داسي هم کیدلای شی چی خوراکي توکي موجود وی، لاس رسی هم ورته ولرو خو په کورنو کي په سمه توګه تری استفاده نشو کولای نو ځکه وایو چی خوندي نه یو. په دي هلکه د کورنی اقتصاد ماهرین د خوړ په چمتوکولو، پروسس او بسته بندۍ کتابونه لیکلی دي، کیدای شی چی تری ګټه واخیستل شي.
4. د خوراکي توکو ثبات او پایداري:
د خوراکي توکو د ثبات لپاره اړینه ده چی د کال په ټولو فصلونو کې کافی خواړه ولرو، هر کله چی یو شخص د کال په ټولو فصلونو کي کافی خوړو ته لاس رسی درلود نو دا شخص د خوراکي توکو له نظره خوندی دی او ځینی عوامل شته چی د خواړو ثبات ته صدمه رسوي لکه طبیعی حوادث، داخلی جنګونه، کورني مهاجرتونه، په عایداتو کې کموالی، په بازارونو کې د قیمت لوړوالی او داسي نور.
په دې برخه کې ځانګړي وړاندیزونه:
• د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د عصری او پرمختللو څیړونو پیل
• په هره ولسوالۍ کې کروندګرو او مالدارنو ته د کرنې رواجولو او زده کړو مرګزونه جوړیدل
• د کمال خان او سلما بند اړند ځمکو څخه د ګټې اخیستلو په موخه یو تطبیقی او جامع پلان چمتوکول
• کروندګرو، سوداګرو او صنعت کاررانو ته غیر زراعتی ځمکې ورکول ترڅو د کرنې پراختیا لپاره چمتو او تولیداتو کچه لوړه شي.
• کروندګرو او مالدارانو ته باید عصري ماشین الات وسایل په اختیار کې ورکړل شی.
• د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سرو د ورکړي لپاره کروندګرو ته لازم سهولتونه برابرول
• په هیواد کې د ستراتیژیکو زیرمه ځایونو او سیلوګانو ډیرول
• د کرندګرو څخه د ماضاد حاصل اخیستل او په استراتیژیکو زیرمه ځایونو کې ذخیره کول.
• د غذایی رژیم او خوراکي توکو د تعادل/بیلانس لپاره عامو خلکو ته عامه پوهاوی ورکول
• د هغه ځکمو د صنعتی کیدو مخنیوی کوم چی حاصلخیزه او ښه خاوره لري.