شهزاد نیپال لیګ کې ترټولو زیاتې منډه جوړونکې لوبغاړی شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي د نیپال په غوره لیګ سیالیو کې ښه ولوبېد او ددې لیګ ترټولو زیاتې منډه جوړونکی توپوهونکی شو.

شهزاد محمدي په دې لیګ کې ټولې ۷ سیالۍ وکړې، چي په دې اوو لوبو کې یې ۲۰۷ منډې جوړې کړې او د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په سر کې راغی.

په دې سره هغه ته د موټرسایکل جایزه ورکړل شوه.

 

د نیپال غوره لیګ او پایلوبه یې

 

دا لیګ د تیري سیپټمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شو او نن د اکتوبر میاشتې په ۹مه نېټه د دوو افغان لوبغاړو شهزاد محمدي او کریم جنت د لوبډلې «چیتوان ټایګرز» په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.

چیتوان ټایګرز لوبډلې پایلوبه د پوخارا رینوس لوبډلې سره ترسره کړه، چې چیتوان ټایګرز لوبډلې په ۴ ویکټو بریا خپله کړه.

په لوبه کې پوخارا رینوس لومړی توپوهنه وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۸ اورونو کې ۱۱۱ منډې وکړې او ټایګرز لوبډلې ته یې د ۱۱۲ منډو هدف وټاکی.

کله چې چیتوان ټایګرز لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۶م اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په څلورو ویکټو یې پایلوبه وګټله.