ځینې کسان ولې خپله تېروتنه نه مني؟

انسان پیدا له تېروتنې او اشتباه سره دی او هر انسان په خپل ژوند کې لسګونه او سلګونه تېروتنې کوي، چې د ځینو کسانو تېروتنې ډېرې او د ځینو بیا کمې وي او دا باید هر انسان ومني؛ چې تېروتنه مې وکړه او دا کار مې تېروتنه وه؛ خو ځینې داسې انسانان بیا شته، چې هېڅکله خپله تېروتنه نه مني او نه هم پرې پښېمانه کېږي؛ دا چې دا کسان ولې خپله تېروتنه نه مني؟ لاملونه یې په دې لیکنه کې ولولئ.

هر انسان په ژوند کې تېروتنه کوي؛ خو د انسانیت او شرعیت له مخې غوره انسانان هغه دي، چې په خپله تېروتنه پښېمانه شي او د خپلې تېروتنې بخښنه وغواړي؛ خو زموږ په ټولنه کې ډېری کسان داسې دي، چې خپله تېروتنه څه بلکې خپله ګناه هم نه مني. دا چې دوی خپله تېروتنه نه مني لاملونه یې دا دي:

۱ـ ډېری هغه کسان خپله تېروتنه نه مني، چې نا پوه وي، دوی په ځان کې دا وړتیا نه ویني، چې خپله تېروتنه ومني، بلکې دوی ته ځان داسې ښکاري، چې هېڅکله تېروتنه نه کوي او له تېروتنې څخه خالي دي، چې دا یوه ډېره غلطه مفکوره ده. داسې انسان نشته چې تېروتنه ونه کړي. الله تعالی وایي، چې انسان مې له تېروتنې سره خلق کړی او په خپل ژوند کې به تېروتنې کوي. نو هغه انسان چې تېروتنه کوي او خپله تېروتنه نه مني په اصل کې ډېر نا پوه او بې خبره دی او په خپلې همدې ناپوهۍ کې ځان پوه ګڼی.

۲ـ مغروره کسان خپله تېروتنه نه مني: هغه کسان چې مغروره وي؛ هغوی خپله تېروتنه نه مني، ځکه دوی دا د ځان له  پاره عیب ګڼی او داسې فکر کوی، چې که خپله تېروتنه یې ومنله په خلکو کې به کم راشي، څوک به ورپورې وخندي حیثیت به یې کښته راشي. سر له دې چې ښه به پوهېږي، چې تېروتنه یې کړې او دا کار یې تېروتنه وه، خو بیا هم له غروره خپله تېروتنه نه مني. چې دا هم د ناپوهو او جاهلو خلکو مفکوره ده. غرور له انسان سره نه ښایي او دا د شیطان کار دی. شیطان غرور کړی او خپله تېروتنه یې نه ده منلې، چې د الله تعالی له درباره څخه رټل شوی. نو په دې دلیل هم هغه کسان چې خپله تېروتنه نه مني، د اسلام له نظره هم یو ناسم عمل ترسره کوي.

۳ـ ځینې کسان بیا د کورنۍ له لوري همداسې روزل شوي، چې ته تېروتنه نه کوې او دوی په خپله تېروتنه نه پوهېږي، دوی په ریښتیا د خپلې تېروتنې احساس نه کوي. کله چې دوی به ماشومتوب کې تېروتنه کړې، دوی ته چا د دوی تېروتنه نه ده ورښودلې، دوی ته نه دي ویل شوي، چې دا کار دې سم دیو دا ناسم، بلکې مور او پلار یې د دوی په تېروتنو پرده غوړولې او تېروتنې یې ورته پټې کړي دي، نو ځکه که دوی بیا وروسته تېروتنه وهم کړي، خپله تېروتنه ورته تېروتنه نه ښکاري او بیا بیا خپلې تېروتنې تکراروي.

زموږ د ټولنې د بدبختیو یو لوی لامل همدا دی، چې په دې ټولنه کې هغه کسان چې په قدرت کې دي او تل  سیاسي واک د دوی په لاس کې وي، دوی خپلې تېروتنې نه مني او دا ستونزه بیا په تولنه کې د لویو ستونزو لامل کېږي. دلته هر یو وایي، چې زه یم او زه تېروتنه نه کوم، حال دا چې تر ټولو زیاتې تېروتنې همدا خلاک کوي او د دوی د تېروتنو له امله زموږ ټولنه له بدبختیو سره مخ ده. که هر سړی خپله تېروتنه ومني اود خپلې تېرتنې بخښنه وغواړي او د بیا تکرار مخ یې ونیسي هم به ځان له بدبختیو خلاص کړي او هم زموږ ټولنه، نو په دې هیله چې هر انسان  خپلې تېروتنې  ومني او پرې پښېمانه شي او د خپلو تېروتنو له تکرار څخه ډاډه وکړي.

وروستي مطالب