
ژباړه: عطا محمد میاخېل
میندو مو وي چېماشوم مو تل ستاسو مینې ته ځواب درکوي، دا موضوع د ځوانۍ د دورې له غوسې څخه ډېره مخکې ده. موږ د هغو وختونو په اړه غږېږو، چې ستاسو ماشوم لا هم ماشوم دی. ډېری بد سلوکونه او بد چلندونه، د هغو کارونو له امله دي، چې د خپل ماشوم له پاره یې ترسره کوئ. دلته په هغو اوو کارونو باندې رڼا اچوو، چې ستاسو د ماشوم نه خوښېږي:
۱ ـــ کله چې له تغذیې وروسته د خپل ماشوم خوله پاکوئ
په ډاډ سره ویلی شم، چې ښه نظریه ( آیډیا ) نه ده، چې اجازه ورکړئ، خواړه د نوي زېږېدلي ماشوم په خوله کې پاتې شي، نه یوازې دا حالت ککړ او نامنظم ښکاري، بلکې ماشوم د ودې پرمهال د خولې پاکول نه زده کوي، خو کله چې د ماشوم خوله پاکوئ، هغه د نیوکې په بڼه خپل سر یوې او بلې خواته خوځوي او یا د خپل لاس په ګوزار سره، ستاسو لاس لرې کوي، سره له دې هم تاسو یې باید خوله ور پاکه کړئ.
۲ ـــ کله چې هڅه کوئ، ماشوم د ځان وینځولو او مساج لپاره چمتو کړئ
ډېر وخت نیسي، چې ماشوم له ځان وینځولو او یا مساج سره عادت شي، نو له دې کبله، کله چې هڅه کوئ، هغه د ځان وینځولو په تشت کې کېنوئ، نو ځان له اوبو څخه لرې کوي.
۳ ـــ کله چې ماشوم ته خپل خواړه نه ورکوئ
ماشوم په طبیعي توګه لېوالتیا ښیي، چې ستاسو خواړه وخوري، خو ډېری وخت خواړه د نوي زېږېدلي ماشوم د هاضمې سیستم لپاره مناسب نه دي، تر کله چې ممنوعه حساسیتونه شتون لري.
۴ ـــ کله چې هڅه کوئ، ماشوم پورته کړئ، په داسې حال کې چې د هغه زنګنونه کافي ځواک نه لري
دا د میندو او پلرونو یوه تر ټولو بده تېروتنه ده. ماشوم نه شي کولای، چې خپلې پښې سیخې او مستقیمې وساتي، د هغه پښې لاهم تاوېږي، ځکه چې ماهیچې او ورنونه په کافي اندازه ځواکمن نه دي، ترڅو وکولای شي، مستقیم یې وساتي، نو له دې امله د ماشوم درول یوه خواشینونکې چاره ده.
۵ ـــ کله چې د ماشوم له خولې څخه څه اخلئ
د ماشوم خوښېږي، چې له ځمکې څیزونه پورته کړي او خپلې خولې ته یې کړي. دا د نویو څیزونو د پلټنې لپاره یوه لاره ده، ښایي دا څیزونه لکه: اوسپنیزه روپۍ، د لوبو توکي او یا بل هر کوچنی څیز وي، نو له دې امله، په ډېرې بیړې له خولې څخه یې بهر کوئ. دا حالت د ماشوم د کرکې سبب ګرځي.
۶ ـــ د ماشوم د نویو غاښونو شمېرل
ماشومان د هغوی د نویو غاښونو د شمېرلو پرمهال صبر نه کوي. هغوی د غاښ شنه کېدلو پرمهال ډېر ځورېږي، خو دا کار یې لاپسې ځوروي.
۷ ـــ کله چې هڅه کوئ، ماشوم ویده کړئ
که چېرې ماشوم تازه چرت وهلی وي، نو ښایي ژر ویده نه شي. ډېره هڅه کوئ، خو په سندرو او آللو ویلو لږ لږ بدترېږي. دا یوازې د هغه وخت څو بېلګې وې، چې ښایي ماشوم کرکجن شي، دا شرایط ومنئ، مهربان واوسئ او پرېږدئ، چې تېر شي.