سپورټ کرکټ وزش او تمرین

شپږیزه لیګ؛ بُست او سپین غر لوبډلو خپلي لومړۍ لوبي وګټلې

خبریال: فضل الله فضلي

شپږیزه کورنی کرکیټ لیګ تېره ورځ پیل سو او وړمه شپه یې د پرانیستني مراسم د ولسمشر اشرف غني په شتون کي ترسره سول.

د دې ۷م پړاو لیګ لومړۍ لوبه میس عینک اتلانو له بندامیر ښامارانو څخه په یوه منډه وګټل.

نن د یاد لیګ دوې لوبي ترسره سوې، چي د سپین غر زمریانو او بُست ساتونکو لوبډلو خپلي لومړۍ لوبي وګټلې.

لومړۍ لوبه د سپین غر زمریانو لوبډلي له آمو نهنګانو څخه په ۴۹ منډو وګټل.

لومړۍ توپ وهنه سپین غر لوبغاړو وکړل او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۵۰ منډي وکړې، خو آمو لوبډلي د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۱ منډي وکړې او لوبه یې وبایلل.

د یادي لوبي غوره لوبغاړی د سپین غر څخه کریم صادق وټاکل سو، چي په ۴ اورونو کي یې ۱۵ منډي ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول، خو په توپ وهنه کي یې ۴ منډي وکړې.

پدې لوبه کي یوازي د سپین غر لوبډلي څخه زبید اکبري غوره توپ وهنه وکړل او په ۵۱ منډو وسوځېدئ.

دوهمه لوبه د بُست ساتونکو او کابل بازانو لوبډلو ترسره کړل، چي کابل بازانو په ۵۷ منډو لوبه وبایلل.

بُست لوبډلي کابل بازانو ته ۱۷۲ منډي وکړې او درې لوبغاړي یې وسوځېدل، خو د کابل بازانو لوبډله په ۲۰ اورونو ۱۱۵ منډي وکړې، هم یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او هم یې لوبه وبایلل.

ددې لوبي غوره لوبغاړی بیا د بُست څخه سید شېرزاد وټاکل سو.

شېرزاد په ۳،۱ اورونو کي ۷ منډي ورکړې او د کابل د لوبډلمشر رحمن الله ګربز په ګډون یې درې ویکیټې واخیستې.

د بُست لوبډلمشر ګلبدین نایب هم درې ویکيټې ترلاسه کړې.

پدې لوبه کي تر ټولو ډېري منډي د بُست څخه عمران جنت ۴۳ او منیر کاکړ بیا ۴۱ ناسوځېدلي منډي وکړې.

سبا بیا هم څلور لوبډلي سره مخ کیږي.

لومړۍ لوبه د کابل بازانو او میس عینک اتلانو ترمنځ ده او دوهمه لوبه د بندآمیر ښامارانو او بُست ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.
زده کړي: کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی محصل
رسنیزه دنده: ۹ کاله
نوري دندي: هیواد راډیو تلوېزیون او افغانستان ورزشي خبریالان فدراسیون کي ورزشي خبریال، د یو خصوصي انستیتوت د عامه اړیکو مدیر، د سولي ږغ ټولني ولایتي غړی او کندهار پوهنتون پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د سولي کلب غړی.

تبصره مو ولیکئ