بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د خوښې وړ یا مطلوب ژوند پسې دا ۷ ګامونه وآخلئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

کابو دا د ټولو انسانانو شریکه هیله او آرزو ده چي ستر کارونه وکړي او په بهترین حالت کي و اوسي. سره له دې، هیڅکله موږ ډېری خپلو غوښتو پایلو ته نه رسېږو. ګیلې مانې کوو چي په ژوند کي کافي بریالي نه يوو.

د اشارې ګوته مو دباندینیو مشکلاتو ته وي او ژوند نور پسي سختوو. خو هغه څه چي باید درک ئې کړو او دماغ ته ئې وسپارو دا دي، چي ستروالی زموږ د ټولو په درون کي سته او باید موږ هغه له خپل درونه دباندي راوباسو. تر شخصي، اقتصادي او سرچینو ته د لاسرسي شرایطو په هاخوا، دا درک زموږ سره مرسته کوي څو دې ټکي ته ژمن اوسېږو چي زموږ څخه هر یو له هغه څه څخه ډېر چي موږ ئې فکر کوو، قدرتمن یوو.

موږ ټول ددې وړتیا او توانايي لرو چي د خپلي خوښي وړ ژوند جوړ کړو. یوازي باید دوندي وپوهېږو چي څنګه هغه عملي کړو. آیا کوم دقیقه فورموله سته؟ – نه. خو ځیني خاص اړخونه سته چي بریالي کسان ئې په کار اچوي او هر کس کولای سي چي هغوی عملي کړي. هغوی نه سي کولای چي ستاسي د ژوند پیلوونکي اوسي او هغه څه چي تاسې د خپل ژوند له پاره غواړئ، را جذب کړي. ډېر کم به یو بریالی کس پیداکړئ چي له لاندي اووه ګامونه ئې نه وي آخیستي:

۱ـ په سلو کي تر سلو کم د خپل ژوند مسئولیت مه قبلوئ:

دا حقیقت باید ومنئ چي یوازي یو کس سته چي ستاسي د ژوند د کیفیت مسئول دئ. او هغه تاسي خپله ياست. په ژوند کي هره نتیجه ستاسي د اعمالو محصول دئ. عاید، پور، اړیکي، سلامتي، د اندامونو تناسب او چار چلند. هغه څوک چي په هنداره کي پر تاسي باندي تاثیر کوي؛ ستاسي د ژوند اصلي لارښوونکی دئ. هغه ته سلام وکئ.

فکر کوم هر فرد د خپل وجود په دننه کي پر دې خبره باندي پوهېږي خو فکر کوي چي ځه دا یا ها به ورسره مرسته وکړي. ډېری کسان پر دباندینیو عواملو باندي په فکر کولو سره چي د غلطۍ، ناهیلۍ او ناخوښۍ و عدم خوشحالۍ سرچینه ده، خپل ژوند تباه کوي. خو رښتیا دا دي چي دباندیني عوامل ستاسي د ژوند تعینوونکي نه دي. تاسي د خپل ژوند پر کیفیت باندي بشپړ تسلط او کنټرول لرئ.

بریالي کسان د خپلو افکارو، په ذهن کي د سته تصاویرو چي ویني ئې او ټولو هغو کارونو چي کوي ئې، کاملاً مسئول دي. هغوی خپل وخت او سېک پر رټلو او شکایت کولو باندي نه تلفوي. هغوی خپلي تجربې بررسي او ارزیابي کوي او پرېکړه کوي چي آیا د هغو تغیر ته اړتیا سته کنه. هغوی له سختو او ستونزمنو حالاتو سره مخامخېږي او خپل د خوښي وړ ژوند جوړولو له پاره ریسک او خطر پر ځانو مني.

۲ـ ددې له پاره چي ولي په دغه حالت/وضعیت کي ياست ښکاره دلیل ولرئ:

زه په دې فکر یم چي موږ ټول له یوه خاص هدف سره دې نړۍ ته راغلي یوو. کېدای سي چي د دې هدف پېژندنه، تصدیق او احترام د بریالیو کسانو له مهم ترینو کارونو څخه وي. هغوی پر دې پوهېدو باندي چي د چشي کولو له پاره دلته دي وخت وقفوي او وروسته په خورا شوق او انرژۍ سره هغه تعقیبوي. که نه پوهېږئ چي د کوم کار کولو له پاره دلته ياست، د خپلي شاوخوا نښانو ته دقت وکئ. له نورو څخه مرسته او لارښوونه آخیستل ګټور دي؛ خو مې هېروئ چي پر ځانو باندي متمرکز سئ. پر خپلو چار چلندونو، تمایلاتو، علاقمندیو، ناعلاقمندیو، او د ژوند پر نورو تجربو باندي.

هغه څه چي ګټور دي او ګټور نه دي، وپېژنئ. که لازمه وي ټول ولیکئ. له پایلو څخه بې خپله حیران پاته سئ.

۳ـ پرېکړه وکئ چي چشي غواړئ

دا خبره ساده معلومېږي، خو مشکل دلته دئ: ډېری کسانو وینو چي خورا زیات کار کوي، خو خوښ او راضي نه دي او داسي نه احساسوي چي غوښتی او مطلوب کار دي کوي. هغوی له جسمي نظره خسته دي، له روحي اړخه خوشک دي. له خپل څه څخه ډېر زیات چي غواړي اوسي، لېري دي. ته به وایې چي پر ژرنده ځغلي او یو نامعلوم لوري ته ځي. ولي؟ دا ځکه چي، چشي غواړي هغه ئې ډیزاین کړي نه دي او وروسته هغو ته د رسېدو له پاره ئې اقدام کړی نه دئ.

ددې پر ځای چي خپل خاص اهداف وپېژني، ډېري مهمي مرحلې او همدارنګه مهمي هیلي ( هدف مو لوړ او ستر اهداف دي) ځانونه په ورځنیو او بې اهمیته کارونه بوختوي. په پای کي دا وړاندوینه هم کولای سو چي زیاته انرژي هم مصرفوي. ضمناً، نور الهامات نه لري او له خپل وجوده سره په اړیکه کي نه دي او یو نامتوازن ژوند تېروي.

یو له مهم ترینو دلیلونو څخه چي ولي خلګ خپلو هغو هیلو ته چي غواړي ئې، نه رسېږي دا دي چي پرېکړه ئې نه ده کړې چي چشي غواړي. دوئ خپلي هیلي او آرزوګاني په ښکاره او واضحه توګه سره له جزئیاتو دقیقي تعریف کړي نه دي. ستاسي په نظر بریالیتوب څنګه وي؟ بریالیتوب ته هر څوک بېلابېل نظر لري او ټوله یوشان نه دي او نه هم باید وي.

مه پرېږدئ چي بدیو ته متمایل احساسات مو د لوړو هیلو او آرزوګانو لرلو مانع اوسي. چي دا محضی لوړي هیلي او آرزوګاني تصور کړئ او بیا واقعاً هغوی تعقیب کړئ، ستاسي نوښتګر ذهن په لاشعوره ډول د هغو د رښتیا کولو له پاره له بې ساریو نظریاتو سره راښکاره کېږي. د خپلو هیلو او آرزوګانو د رشتیا کولو له پاره به د اړتیا وړ خلګو جذب، سرچینې او موقعیتونه شروع کړئ. لوړي هیلي او آرزوګاني یوازي دا نه چي الهام بخښوونکي دي، بل لا نورو ته هم دا الهام ورکوي چي ستر رول ولوبوي.

۴ـ باور ولرئ چي کېدای سي

پخوا پوهان په دې عقیده ول چي انسان ټولو هغو اطلاعاتو ته چي له ذهني نړۍ څخه دباندي جریان پیداکوي، جواب وايي او عکس العمل ښيي. خو اوسنۍ څېړني برعکس وايي، موږ هغه څه ته چي ذهن ئې د تیرو تجربو له مخي د پېښېدو په تمه وي، جواب وایوو. په واقعیت کي ذهن خورا پیاوړې دستګاه ده؛ کولای سي هر څه چي غواړئ ستاسي په واک او اخیتار کي درکړي. خو تاسي باید باور وکړئ هغه څه چي غواړئ کېدای سي.

څنګه چي په باور کولو کي ګام آخلئ، د شکایت کولو برخي آواز مو راکم کړئ. هغه څه ته چي په اړه ئې شکایت کوئ دقت وکئ. چاغ یم. خسته یم. له پوره نه خلاصېږم. بهتر کِسب او کار نه ترلاسه کوم. له پلار سره مي اړیکي نه سم تحمل کولای. خپلي ګیلې مانې مو بررسي کړئ. ډېر زیات احتمال سته چي وکولای سئ د هغو له پاره یوڅه وکړئ. هغوی د نورو افرادو په اړه، نور څیزونه يا نوري پېښي نه دي. هغوی ټولي ستاسي په باره کي دي.

۵ـ پر ځان باندي باور ولرئ

که غواړئ چي خپل د خوښي وړ ژوند په جوړولو کي بریالي اوسئ، باید باور ولرئ چي خپلي هیلي او خپل خوبونه په رشتیا بدلولای سئ. نوم که ئې ځان ته احترام، پر ځان باور یا د ځان تائید یا بل هر شی کښېږدئ، ژور باور دئ چي د هغه په نسبت ئې لرئ.

پرېکړه وکړئ چي باور لرئ چي خپلي ټولي تجربې به خلق کوئ. خپله به بریالیتوب ته ورسېږئ – طبیعي خبره ده چي درد، هڅه او کوشش به هم تجربه کوئ. یو څه عجیبه معلومېږي، خو په دوندي سطحه د مسئولیت منل، قدرت بخښوونکی دئ. په دې معنی چي تاسي کولای سئ چي یوڅه وکړئ. تغیر رامنځ ته کړئ او هر شی چي وي له موانعو سره برخورد د: د ځغاستي له پاره کوچنۍ تپې په معنی دئ.

۶ـ په معکوس منفی کتوونکي تبدیل سئ

دا خبره تر نمر روښانه ده: تصور وکئ چي څوندي بریالیتوب آسانېږي که مو همېشه له نورو څخه هیله لرله چي له تاسي څخه ملاتړ وکړي او تاسي ته دي زمینه مساعد کړي. بریالي کسان یوازي همدا کار کوي.

۷ـ د هدف ټاکلو قدرت مو آزاد او بې بند وباره پرېږدئ

د بریالیتوب د علم متخصصان پوهېږي چي ارګانیزمي مغز هدف پلټوونکی دئ. هر هدف چي خپل لاشعوره ذهن ته ورکوئ، شپه و ورځ کار کوي چي هغه هدف ته ورسېږي. هدف باید چي د ارزیابي وړ وي. کله چي د ارزیابي له پاره هیڅ معیار نه وي، یوازینی شی چي غواړئ يوه آرزو، یوه ترجېح یا یوه ښه نظریه ده.

ځیني وختونه یوازي اړتیا لرو چي یو لومړنی هدف وټاکو څو لاره پیل کړو او دا ښه دي. دا ځکه چي لږ کار غواړي څو هغه ته ورسېږو. لومړی ګام کېدای سي چي ستاسي د ژوند په کومه خاصه برخه کي یو فوری تغیر اوسي. آیا هغه څه چي همدا اوس د پېښېدو په حال کي دي، ورڅخه خوښ یاست؟ د هغه د مطلوب کېدو له پاره درخواست مه کوئ او خپله اقدام وکړئ څو تغیر رامنځ ته کړئ.

کېدای سي چي د تغییر ایجاد ستاسي له پاره ناراحته کوونکی او ستونزمن وي. کېدای سي مجبور اوسئ چي زیات وخت، زیاتي پیسې او زیاته انرژي مصرف کړئ. کېدای سي څوک د هغه په خاطر ناراحته سي او یا سبب وګرځي چي له خپلي پرېکړي بد احساس ولرئ، کېدای سي چي تغیر ورکول ستونزمن اوسي او یا موقعې ضایع کړئ، خو ادامه ورکول ستاسي انتخاب دئ، نو بیا ولي شکایت ته ادامه ورکوئ؟ کولای سئ چي د هغه له پاره کار وکړئ یا ئې ونه کړئ. انتخاب ستاسي دئ او تاسي د خپل انتخاب مسئول یاست.

اوس نو د مخته تلو او حرکت ته د ادامې ورکولو وخت را رسېدلی دئ. آیا دغه فکر چي کولای سئ خپل ژوند په هغه څه سره بدل کړئ چي غواړئ ئې، د هوسایۍ احساس په ځان پسي نه لري؟ آیا په زړه پوري نه ده چي بریالیتوبونه مو په بل چا پوري اړه نه لري؟

په همدې آساس که درڅخه وغوښتل سي چي یوازي یو کار وکړئ چي نن مو له پرون سره توپیر ولري، داسي وکړئ: د خپل ژوند د ټولو اړخونو ۱۰۰٪ مسئولیت مو په خپله غاړه واخلئ. د تغییر رامنځ ته کېدو له پاره پرېکړه وکړئ، هر وار یو ګام. کله چي مو پروسه شروع کړه، وبه وینئ چي د افکارو، ذهني تصویر جوړولو او خپلو کارونو په کنټرول سره کولای سئ هغه څه چي غواړئ په لاس راوړئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي