د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د خبرو له لارې دې افغانستان له پېښدونکي ناورین وژغورل شي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.

تېره ورځ ناوخته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې دې غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې ویناوې وکړې.

د یونما مشرې د خپلو خبرو په دوام وویل، چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او د طالبانو روانې جګړې هره ورځ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

د نوموړې په خبره تېره میاشت زر کسه ملکي وګړي پر ښارونو د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

نوموړې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو وغوښتل، چې طالبانو ته دې د سولې خبرو کې د پرمختګ په موخه یوه میاشت نور هم وخت ورکړي او تر هغه وروسته دې ددغه ډلې پر مشرانو د سفرونو او تګ راتګ بندیزونه وضع کړي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وایي، چې په افغانستان کې بوږنوونکي وضعیت اندېښمن کړي دي.

ددغه ادارې مشرې میشل بشلت ویلي، چې د افغانستان په روانه جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې اندېښمن کړي دي او دا وضعیت یې بوږنوونکی بللی دی.

د نوموړې په خبره دوی بیا هم د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې بشري جنایت ودروي او د سولې د خبرو له لارې په دغه هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

د مېرمن مېشل په خبره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په مستندولو بوخته ده او هڅه کوي د ښکېلو لورو هغه موارد په ګوته کړي چې بشر ضد جنایت بلل کېږي.

سرچینې زیاته کړې، چې ملګري ملتونه په تېره د بشري حقونو عالي کمېشنري په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په لټه کې ده او د بشر ضد جنایتونو د ترسره کوونکو د محاکمې ژمنه کوي.

وروستي مطالب