د بامیانو د بودا مجسمې بیا ترمیم څه ارزښت لري؟

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین ښاغلي هارون حکیمي په وینا چې په هیواد کې د بودا مجسمې د ترمیم چارې به بیا پیل شي او د دې مجسمو د ترمیم په برخه کې له افغان حکومت سره یونسکو او جاپان د همکارۍ ژمنه کړې.

ښاغلي حکیمي ویلي چې که دا مجسمې بیا ترمیم شي، موږ یې په ترمیم سره هغه پخوانۍ مجسمې نه شو لرلی، خو که ترمیم شي پخوانی ابرام به په کې وساتل شي. همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د دې مجسمو ترمیم د کلونو کار نه بلکې د لسیزو کار دی او ترمیم یې یوازې د افغان حکومت غوښتنه نه بلکې د نړیوالې ټولنې غوښتنه هم دی.

دا چې دا مجسمې څه وخت تخریب شوې او  د دې مجسمو ترمیم موږ ته څه ارزښت لري په دې لیکنه کې یې ولولئ.

د بودا مجسمې چې د بامیانو په ولایت کې دي او له تاریخي ارزښت څخه برخمنې دي چې د نړیوالو پام یې ځان ته را اړولی وه، دې مجسمو افغانستان او د بامیانو ولایت په یوه توریستي مرکز بدلولای شو، خو له بده مرغه چې دا مجسمې په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو د حکومت پر مهال د دوی له خوا تخریب شوې.

دوی ته دا انګیزه د بېګانه وو له خوا ورکړل شوې وه، چې دا مجسمې به خلک بوت پرستۍ ته راوبلي او پر دې سره به خلک خپل دین پریږدي، چې دا هم د دښمن او ګاونډیو هیوادونو یوه دسیسه وه، چې زموږ کلتوري او توریستي ځایونه له منځه یوسي او تالا یې کړي، چې دوی په دې خپل شوم پلان کې بریالي هم شول او زموږ احساساتي افغانانو دا مجسمي تخریب کړې او کلتوري ارزښت یې په پام کې ونه نیوه.

د بودا مجسمې زموږ له پاره یوازې مجسمې نه دي، بلکې دا یو کلتوري ارزښت دی، چې د نړیوالو پام یې ځان ته را اړولی.

که دا مجسمې په خپل حالت پاتې وای او تخریب شوې نه وای، د دې مجسمو د لیدلو له پاره به هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه  سلګونه سیلانیان راتلل چې د بامیانو ولایت یې د نړۍ په یو ستر توریستي مرکز بدلولای شوای.

د دې مجسمو بیا ترمیم له کلتوري پلوه د ارزښت وړ دی، ځکه دا مجسمې له نړیوال شهرت څخه برخمنې دي او په دې سره زموږ د هیواد یوه کلتوري برخه  بیا را ژوندۍ کېږي.

ددې مجسمو په بیا ترمیم سره به د بامیانو ولایت هغه پخوانی شان او شوکت را ژوندی شي او د نړیوالو پام به یو ځل بیا ځان ته را واړوي او دا ولایت به په یوه نړیوال توریستي مرکز بدل کړي.

په دې هیله چې د دې مجسمو د بیا ترمیم چارې ژر تر ژره پیل شي او په دې سره زموږ د هیواد یوه غوره کلتوري برخه خوندي پاتې شي او څوک یې د بیا تخریب هڅه ونه کړي.

وروستي مطالب