په افغانستان کې ولې کورنۍ ماشومانو ته پاملرنه نه کوي؟

افغانستان هغه هیواد دی، چې ماشومانو ته په کې ډېره کمه پاملرنه کېږي، نور خو له څه کوې، چې خپلې کورنۍ هم ورته پاملرنه نه کوي. دا چې کورنۍ څنګه او ولې خپلو ماشومانو ته پاملرنه نه کوي لاملونه یې دلته ولولئ.
زموږ ماشومان په داسې یوه چاپیریال کې را لویږي، چې نه یې کورنۍ مینه ورکوي، نه یې پوښتنو ته ځواب وایي او نه هم هغه رویه ورسره کېږي، چې باید له یوه ماشوم سره وشي.

زموږ په ټولنه کې ډېری کورنۍ د ماشومانو پر وړاندې ډېرې بې تفاوته دي، ماشوم ته هېڅ پاملرنه نه کوي. نه څوک مینه ورکوي او نه هم په ناز خبرې ورسره کوي.

ماشومان د خپلې کورنۍ مینې او پاملرنې ته اړتیا لري. تاسې به دې ته متوجه شوي یاست کله چې له ماشوم سره خبرې وکړې ناز ورکړې، هغه په دې ډېر خوشحالېږي، که څومره وړوکی هم وي او بله ورځ غواړي، چې داسې یو کار وکړي، چې د ټولو پام ځان ته راوړوي او ټول ناز ورکړي.

خو له بده مرغه زموږ ډېری کورنۍ ماشومانو ته د ناز او مینې پر ځای غوسه کېږي او وهل ورکوي. ما ډېری داسې مورګانې لیدلي، چې د دوه درې میاشتو ماشوم چې په هېڅ هم نه پوهېږي، کله چې هغه و ژاړي مور یې د دې پر ځای چې پر دې ځان پوه کړي، چې دا ولې ژاړي او هغه ته ناز ورکړي؛ حوصله یې ورته را تنګه شي یا یې ووهي او یا هم مرګ، درد او نورې ښېراوې ورته کوي، چې له یوې خوا دا ډول کړنې پر ماشوم له رواني اړخه منفي اغېزې کوي او له بلې خوا یوه ماشوم ته د غوسې، وهلو او ناسمو کارونو ښودل دي.

ماشوم چې کله نوی په خبرو راشي او یا هم لږ پوه شي، نو بیا هڅه کوي، چې کوم شیان چې دا ویني هغه ټول وپېژني، ځکه ډېرې پوښتنې کوي.

په دې برخه کې هم زموږ کورنۍ ډېرې بې پروا دي او د ماشوم پوښتنو ته څوک ځواب نه وایي.

داسې ډېرې کورنۍ مې لیدلي، چې ماشوم یوه دوه درې پوښتنې ځنې وکړي، یوه یا دوه به یې ځواب کړي، نور ورته غوسه شي، چې کښېنه تا دې خدای واخلي له دومره پوښتنو او خبرو سره دومره ډېر به غږیږې، چې دا کار په ماشوم له حده ډېره منفی اغېزه کوي.

له دې سره د ماشومانو د زده کړو او نورو غوښتنو په برخه کې هم بې پروا دي، ماشومان په یوه وړه خبره وهل کېږي، له حده ډېره غوسه پرې کېږي.

زموږ کورنۍ په دې اند دي، چې که یې نن ماشوم په وړه تېروتنه و نه واهه سبا لوې لوې تېروتنې کوي او همداسې بې ادبه کېږي.

موږ په پښتو کې یوه اصطلاح لرو چې وایي: چې ډب نه وي ادب نه وي.

بله ستونزه چې زموږ په ټولنه کې ماشومان ورسره مخ دي، هغه پر ماشومانو د هغو کارونو کول دي، چې باید پرې و نه شي.

زموږ په ټولنه کې ډېری ماشومان اړ دي، چې کار وکړي، ډېری ماشومان چې ډېره برخه یې هلکان دي، اړه دي، چې کار وکړي او خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي. د دې تر څنګ بیا نجونې په کورونو کې اړ باسي، چې د کور کارونه وکړي او د کور کارونه زده کړي، په داسې عمر کې چې هغه د کار کولو وخت نه وي.

د دې خبرې یو لوی لامل چې ماشومانو ته پاملرنه نه کېږي، هغه فقر دی زموږ د ټولنې ډېره برخه وګړي په فقر کې ژوند کوي؛ نو ځکه دوی د خپلو ماشومانو غوښتنې نه شي پوره کوی او ډېری کورنۍ اړ دي، چې په ماشومانو کار وکړي.

یو بل لامل یې زموږ دودیز ژوند او په ټولنه کې د زده کړې د سطحې ډېره ټیټه سطحه ده. څرنګه چې له پخوا نه زموږ په ټولنه کې ماشومانو ته پاملرنه نه ده شوې، نو ځکه دا له یو نسل څخه بل نسل ته په میراث ور پاتې دي او لا هم دا ستونزه روانه ده.

بل دا چې زموږ د ټولنې ډېری وګړي نالوستي دي او د ماشوم د روزنې په برخه کې معلومات نه لري، څنګه روزنه چې دوی ته پلار او نیکه ورکړې هغه روزنه دوی هم خپل اولاد ته ورکوي، سره له دې چې د اسلام مبارک دین موږ ته د ماشوم د روزنې او له ماشوم سره د سلوک کولو ټول اصول بیان کړي.

نو په پایله کې ویلای شو، چې د دې ستونزې یو لوی لامل چې زموږ په ټولنه کې ماشومانو ته پاملرنه نه کېږي؛ هغه دا دی، چې زموږ ټولنه یوه نالوستې ټولنه ده او هر کار لا هم په دودیز ډول ترسره کوي. نو تر هغې چې زموږ په ټولنه کې میندې باسواده شوي نه تر هغې به دا ستونزې دوام لري.