شعیب ملک: پاکستاني لوبغاړي د اړیکو په اساس غوره کیږي

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه توپوهونکي شعیب ملک په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان پر کرکټ بورډ تورونه لګولي، چې ګواګي؛ دا بورډ ملي لوبډلې ته لوبغاړي د اړیکو په اساس غوره کوي.

 

د «CRICKET NEXT» د راپور له مخې شعیب ملک ویلي، لوبغاړي باید د هغوی د وړتیاوو په اساس غوره شي، خو پاکستان کرکټ بورډ یې اجرااًتو او وړتیاوو ته نه ګوري، خو د اړیکو په اساس یې ټاکي.

 

هغه ویلي:

 

«موږ د نورو هیوادونو ترڅنګ په خپل کرکټ کې هم یو ډول سیسټم لرو، خو اما زموږ د کرکټ فرهنګ یو بل ډول دی، زموږ په کرکټ کې داسي ورځې راغلې، چې سیسټم بدل شوی او هغه چاته پکې ځای ورکول کیږي، چې اړیکي ولري، نه وړتیا، په وروستیو لوبډله ډېر لوبغاړي وه چې بابراعظم انتخابول؛ مګر دوی ونه ټاکل، هر څو خپل نظریات لري، خو وروستۍ پرېکړه باید د لوبډلمشر وي. ځکه لوبډلمشر د دوی سره یوځای په لوبغاړي کې مبارزه کوي.

 

ملک وايي، غوره‌والی باید د پوره وړتیاوو په اساس وي او د پاکستان لوبډلمشر بابراعظم ته باید د لوبغاړو په انتخاب کې پوره واک ورکړل شي؛ ځکه هغه له ټولو لوبغاړو سره لوبیږي او ټول ورته ښه څرګند دي.

 

شعیب ملک د خپل برخلیک په اړه ویلي:

 

دا ښکاره خبره ده، چې پر کرکټ بورډ د نیوکو له امله چانس راکول کیږي، هر څه چي زما په برخلیک کې دي د لوی خدای ج په لاس کې دي نه د کوم چا په کنټرول کې، زه که چیري زما څخه وغوښتل شي چې بیا لوبه وکړم نو هیڅ پښېمانه به نه شم؛ مګر که زه د خپلو نورو لوبغاړو په استازیتوب مي خبري نه وای کړي نو ډېر به خواشینی شوی وای.»