د اختري دود څه ډول دود دی؟

د اختري دود زموږ یو له پخوانیو دودونو څخه شمېرل کېږي، کله چې یوه نجلۍ کوژده شوي وي، خو واده یې نه وي کړی، دې ته یې د خسر یا مېړه کور په اخترونو کې بېلا بېلې ډالۍ د اختري په نوم اخلي او مخکي له اختره یې ور وړي. دا چې په اختري کې ورته څه وروړي او څه باید واخیستل شي په دې لیکنه کې یې ولولئ.
د اختري دود زموږ په ټولنه کې د خلکو په اند یو ارزښت لرونکی دود دی، چې ټول یې باید ترسره کړي، په دې دود کې ډېری کسان ناوې ته جامې اخلي، چې ځینې کسان د جامو تر څنګ د سرو زرو ګوتمۍ، غوږوالۍ او نور د سرو زرو بېلا بېل ښکلایز توکې اخلي او وروړي یې. له جامو سره د سینګار توکي هم اخلي د دې تر څنګ د اختر له پاره میوه هم باید ورته واخلي.

که کوم څوک پیسې هم نه لري او د دې وس یې نه وي، چې د خپلې کوژدنې یا نګور له پاره اختری واخلي؛ هغه کسان هم مجبور دي، چې قرض وکړي او له یوې خوا پیسې پیدا کړي، اختری واخلي او د ناوې کور ته یې یوسي. ځکه هغه کسان چې خپلې کوژدنې ته اختری یو نه سي هغو پسې خلک خبرې کوي، چې خپلې کوژدنې ته یې اختر نه وو راوړی او د نجلۍ کورنۍ هم په دې غوسه کېږي، چې رما لور ته دې ولې اختری را نه وړه، ارزښت مو ور نه کړ په خلکو کې کمه راوسته دا او دې ته ورته خبرې کوي؛ نو ځکه د هلک کورنۍ مجبوره ده، چې خپلې ناوې ته اختری واخلي.
د اختري دود هم زموږ د ټولنې یو له درندو او ډېر لګښت لرونکو دودونو څخه شمېرل کېږي، چې خلک مجبور دي، چې د خلکو د خبرو له پاره دا بې ځایه مصرف وکړي. زموږ ټولنه یوه بېوزله ټولنه ده، چې تر نیمایي زیات وګړي یې په فقر کې ژوند کوي.

کله چې یو کس کوژده وکړي زموږ د ډېرو ولورونو له امله ژر واده نه شي کوی، دوی مجبور دي، چې څو کاله د واده له پاره کار وکړي او پیسې پیدا کړي او بیا له بلې خوا دا د اختري او نوروزي دودونه او دې ته ورته نور دودونه دي، چې باید د هلک کورنۍ یې تر سره کړي. زما په اند دا سمه خبره ده، چې د خوشحالیو په وختونو کې باید هلک یا کورنۍ یې خپله کوژدنه یاده کړي او ډالۍ ورکړي، خو دومره مصارفو ته بیا څه اړتیا ده، چې موږ پر ځان تحمیل کړي او له مجبوریته یې تر سره کوو.

دا واضیح خبره ده ، چې له دې دودونو سره موږ ټول په تکلیف یو او غواړو چې دا دودونه له منځه ولاړ شي. خبره دا ده، چې دا دودونه چې پر موږ تحمیل شوي، څوک او څنګه یې له منځه وړلی شو؟

زما په اند د دې دودونو له منځه وړل ډېره ساده خبره ده، که موږ ټول د خلکو د خبرو په په کیسه کې نه شو او د خلکو خبرو ته ارزښت ور نه کړو او ټول په اخترونو او نورو وختونو کې کوچنۍ کوچنۍ ډالۍ د ناوې کور ته یوسي همداسې به ورو ورو دا دودونه په ډېرې اسانۍ له منځه ولاړ شي. زموږ ټولنه دې بې ځایه دودونو خرابه کړې؛ نو د ټولنې هر وګړی باید د دې بې ځایه دودونو د له منځه وړلو له پاره هڅه وکړي او دا بې ځایه دودونه چې زموږ د ټولنې په زیان دي له منځه یوسي.




وروستي مطالب