څنګه په ټولنه کې مثبت افکار دودولای شو؟

 

زموږ ټولنه اوږده ناورین زپلې او تر ډېره یې مثبت افکار له خلکو اخیستې او په  یوه منفي فکره ټولنه یې بدله کړې  چې د هرې موضوع او هرې خبرې په اړه خلک منفي فکر کوي. بلکې دا منفي فکر کول بېخي زموږ د خلکو عادت او یا دود ګرځېدلی، ځکه د هرې خبرې او هرې موضوع په اړه منفي فکر کوي او هر څه ورته منفي ښکاري.

زموږ په ټولنه کې تر ډېره همدا منفي فکرونه او منفي تبلیغات د تولنې د بربادۍ لامل شوي او له دې سره ځینې وخت داسې شوي، چې د یوه کس ژوند د بل د منفي فکر له امله تباه شوی.

دا چې څنګه او څه ډول کولای شو، چې په یوه منفي فکره ټولنه کې منفي افکار له منځه یوسو او مثبت افکار دود کړو په دې اړه به په دې لیکنه کې ځینې نظریات ولولئ.

د مثبتو افکارو د دودولو له پاره باید هر هغه پوه او لوستي کسان هغه کارونه ډېر د نورو تر مخې تر سره کړي، چې د ټولنې وګړي له هغو کارونو سره جدي حساسیت لري او د هغو کارونو په اړه تر ډېره منفي فکر کوي تر څو خلکو ته دا ذهنیت ورکړل شي، چې دا غلط کار یا خبره نه دی، بلکې یو سم کار دی.

د بیلګې په ډول زموږ ډېری خلک ځکه په نجونو درس نه وایي، چې دوی فکر کوي که یې لور د باندې له کوره د زد کړو له پاره ووته دا خلک به خبرې وکړي او دا زما په اړه به څه فکر کوي، چې فلانی خان خپله ځوانه لور یا خور ښوونځي یا پوهنتون ته استوي.

سره له دې چې پوهېږي به چې دا کوم غلط کار نه دی، خو د خلکو د منفي افکارو قرباني ګرځي.

دا موږ ټولو ته یوه لویه تجربه ده، دا چې یو کس د دې په کیسه کې نه دی شوی، چې خلک به څه وایي او په خپلې لور او خور یې زد کړې کړي دا د دې لامل شوي، چې نور هم د دې منفي خبرو په کیسه کې نه شي او خپلې خویندې او لور ګانې ښونځیو او پوهنتونونو ته واستوي.

نو که همداسې هر هغه مثبت کارونه چې د هغو ترسره کول زموږ د ټولنې له پاره ګټور دي ترسره کړو او د خلکو د منفي خبرو په کیسه کې نه شو یوه ورځ به همداسې په ټولنه کې منفي افکار له منځه ولاړ شي او زموږ ټولنه به له یوې منفي فکره ټولنې څخه په یوې مثبت فکره ټولنې بدله شي.

بل دا چې د خلکو منفي افکارو ته ارزښت مه ورکوئ هېڅکله باید دا ویره راسره نه وي، چې که دا کار مې داسې وکړ دا خلک به بیا څه وایي. پریږدئ، چې خلک هر څه وایي او هر څه فکر کوي. تاسې د هغو منفي خبرو ته فکر مه کوئ، بلکې یوازې د خپل کار مثبت اړخ ته فکر وکړئ.

دا په نظر کې ونیسئ، چې په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوو، چې هر کار کوې خلک یې په اړه منفي فکر کوي، نو ولې یې باید په کیسه کې شو. خپل ژوند ولې د خلکو د منفي فکرونو له پاره قرباني کړو.

۳ـ له منفي فکره خلکو څخه هېڅکله د هغوی د منفي خبرو په خاطر ګیله مه کوئ. کله چې یو کس منفي فکر لري او په یوه او بل پسې منفي تبلیغات کوي، پریږدئ یې چې و یې کړي. له هغو ګیله مه کوئ. که ګیله ترې وکړئ، هغوی ته ځان ډېر مهم ښکاري او خپل دا منفي افکار نور هم زیاتوي، نو هڅه وکړئ، چې هېڅ یې منفي خبرو ته ارزښت ور نه کړئ. پریږدئ، چې همداسې یې خبرې په ټولنه کې بې ارزښته شي او همداسې له منځه ولاړې شي او ورکې شي.

خپله هڅه وکړئ، چې له منفي خبرو او منفي افکارو څخه ځان و ژغورئ. د دې هڅه وکړئ، چې منفي فکره خلک نور و پېژني، چې دوی غلط دي او دوی بې ارزښته وګڼئ او خپله ځان له دې و ژغورو چې منفي فکر او خبرې و نه کړو، ځکه که هر سړی مثبت فکر وکړي او مثبتې خبرې وکړي، په دې سره به په یوه ټولنه کې منفي افکار له منځه ولاړ شي او مثبت فکر به دود پیدا کړي.