سپورټ کرکټ وزش او تمرین

سبا د شپږو هیوادونو ټیسټ لوبې پيلیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

ټاکل شوې سبا شنبه د اسټرالیا او هند، د نیوزیلنډ او پاکستان او د سویلي افریقا او سریلانکا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ ټیسټ لوبې پيل شي.

اسټرالیا او هند

د اسټرالیا او هند ترمنځ د څلورو ټیسټ لوبو له ډلې یې سبانۍ لوبه دویمه ده، چې سهار ۴ بجې به پيل شي.

اسټرالیا هند ته په لومړۍ ټیسټ لوبه کې په اتو ویکټو سخته ماته ورکړې.

دا دوه هیوادونه له دویمي ټیسټ لوبې وروسته، درېیمه ټیسټ لوبه د جنوري میاشتې په اوومه او څلورمه بیا د جنوري میاشتې په ۱۵مه نېټه ترسره کوي.

نیوزیلنډ او پاکستان

د نیوزیلنډ او پاکستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ له دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ وروسته، چې نیوزیلنډ وګټله سبا د دوو ټیسټ لوبو لړۍ پيلیږي.

دا لوبه سهار دوې نیمي بجې پیلیږي.

ټاکل شوې دویمه لوبه بیا د جنوري په درېیمه نېټه پيل شي.

سویلي افریقا او سریلانکا

د سویلي افریقا او سریلانکا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ سبا شنبه هم د دوو ټیسټ لوبو لړۍ پيلیږي.

لومړۍ ټیسټ لوبه سبا شنبه غرمه ۱۲:۳۰ بجې پيلیږي او څلور ورځې به دوام وکړي.

تر لومړۍ لوبې وروسته دا دوه هیوادونه دویمه ټیسټ لوبه د جنوري میاشتې په درېیمه نېټه پیلوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ