مارچ 8, 2021

د ویسټ انډيز په کورنیو سیالیو کې ۶ افغان لوبغاړي واخیستل شول.

Advertisements

د ویسټ انډيز هیواد د کرکټ په ستر تجارتې لیګ«کارابین» کې تر دې دمه ۶ افغان لوبغاړي په بیلابیلو لوبډلو کې اخیستل شوي، چې دا د افغانستان لپاره د ویاړ خبره ده.
یاد ۶ افغان لوبغاړي راشدخان ارمان، محمدنبي عسی خېل، قیس احمد، نوین الحق، رحمن الله ګربز او نوراحمد لکڼوال دي.
راشدخان ارمان او قیس احمد هغه دوه افغان لوبغاړي دي، چې د کارابین لیګ تر بولۍ مخکې لوبډلو واخیستل.
خو محمدنبی عسی خېل، نوین الحق، رحمن الله ګربز  او نوراحمد لکڼوال بیا بولۍ ته وړاندي شول، چې وروسته بیلابیلو لوبډلو له ځان سره واخیستل او سږ کال به د ویسټ انډیز هیواد په کارابین لیګ کې ولوبیږي.
محمدنبي عسی خېل، راشدخان ارمان او قیس احمد تر دې مخکې د ویسټ انډيز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې لوبېدلي، خو رحمن الله ګربز، نوین الحق او نوراحمد لکڼوال به د لومړي ځل لپاره په دې سیالیو کې ولوبیږي.
لا تراوسه معلومه نده، چې په دې لیګ کې به نور څومره افغان لوبغاړي واخیستل شي.

د ویسټ انډيز هېواد د کرکټ کورنی لیګ د راتلونکې اګسټ میاشتې په ۱۸مه نېټه پيلېږي او د سيپتمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه به پای ته ورسېږي.
په دې سیالیو کې ۶ لوبډلې ګډونوالې دي، چې د ټولو لوبډلو لوبې به یې د کورونا له امله د ویسټ انډيز حکومت تر څارنې لاندي ترسره شي.
دا لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳م کال کې ترسره شو، چې د لومړي پړاو اتلولي یې جمېکا ټالاواس لوبډلې، د دوهم پړاو باربادوس ټراېډېنټس لوبډلې، درېیم پړاو ټرېنېډاډ اېنډ ټوباګو رېډ سټیل لوبډلې، څلورم پړاو جمېکا ټالاواس لوبډلې، پنځم پړاو ټرېنباګو نایټس رایډرز لوبډلې، شپږم پړاو ټرېنباګو نایټ رایډرز لوبډلې او د اووم پړاو اتلولي بیا باربادوس ټراېډېنټس لوبډلې ترلاسه کړه.
سږنی کال یې اتم پړاو دی.
کارابین لیګ د نورو تجارتي سیالیو ترڅنګ د افغان لوبغاړو په پرمختګ کې خورا مهم رول لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ