سپورټ کرکټ وزش او تمرین

شپږ افغان لوبغاړي ویسټ اندیز هیواد ته روان شوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

افغان کرکټ بورډ وايي، چې د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه شپږ افغان لوبغاړو په انګلستان کې له لنډې دمې وروسته ویسټ انډیز ته سفر وکړ.

ددې بورډ ویاند فرید هوتک پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، چې محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، نجیب الله ځدران، مجیب ځدران، نوین الحق او ظاهر خان هغه لوبغاړي دي، چې ویسټ انډیز هیواد ته یې سفر کړی، تر څو د یاد هیواد په کارابین کرکټ لیګ کې ولوبیږي.

د فرید هوتک په وینا، چې دې ۶ واړه لوبغاړو له پخوا ویزې درلودې.

 

رحمن الله ګربز، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال بیا هغه درې افغان لوبغاړي دي، چې په دې لیګ کې بیلابیلو لوبډلو واخیستل، خو د ویزې د نه درلودلو له امله د یادو سیالیو څخه پاته شول.

د کورونا ویروس څخه راوروسته انګلستان، امریکا او کاناډا هیوادونو ویزې بندې کړي، چې ویسټ انډیز هیواد ته له دغو دریو هیوادونو څخه سفرونه کیږي.

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» د روانې اګیسټ میاشتې له ۱۸مي بیا د سیپټمبر میاشتې تر ۱۰مي نېټې پورې ترسره کیږي.

د CPL لیګ تنظیموونکو خبر ورکړی، چې ټولي لوبې د ویسټ انډيز هیواد په دوو ښارونو ترینیداد او توباګو کې ترسره کیږي.

دوی وایي لوبغالي ته مینوال نشي ورتللای او لوبې به ټولې د بندو دروازو تر شاه ترسره شي.

د کورونا ویروس څخه راوروسته به د ویسټ انډيز هیواد CPL لیګ لومړنی لیګ وي، چې ترسره شي.

دا د کاربین لیګ اتم پړاو دی، چې پکې به ۶ افغان لوبغاړي ولوبیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ