افغانستان سرسکالو سوله سیاست

د ۶ میاشتني اوربند په اړه له افغان مشرانو سره د خلیلزاد ژمنه

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د افغانستان د حکومت یوې سرچینې ویلي چې د امریکا ځانګړي استازي ژمنه کړې وه چې د بین الافغاني خبرو په پیل کې به په افغانستان کې شپږ میاشتنی اوربند رامینځته کړي.

ویل شوي، له تاز پيل شویو خبرو وړاندې زلمي خلیلزاد له افغان مشرانو سره ژمنه کړې وه چې له طالبانو سره د خبرو له پیل سره به په دغه هیواد کې شپږ میاشتنی اوربند وشي..

یادې سرچینې دا خبرې هشت صبح ورځپاڼې ته کړي دي.

افغان حکومت تر اوسه نه دا مسله تائید کړې او نه یې هم رد کړې ده. ترڅنګ طالبانو، او ښاغلي خلیلزاد هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د بین الافغاني خبرو په پرانیسته کې پر بشردوستانه اوربند کولو ټینګار کړی دی.

په عین حال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم ویلي چې د خبرو له پیل سره به په هېواد کې د جګړې دوام د منلو وړ نه وي.

ده ویلي چې له طالبانو سره د حکومت د خبرو اصلي تمرکز به پر اوربند وي.

که څه هم په څو ځلونو د افغان حکومت استازو ټینګار کړی چې د خبرو لومړۍ برخه او اجنډا به یې اوربند وي، خو له دې سره سره تر اوسه نامعلومه ده چې ایا رښتیا به هم اوربند ومنل شي که نه.

باید وویل شي چې شا او خوا درې ورځې وړاندې په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پيل شوې.

ټاکل شوې وه چې دا خبرې د روان میلادي کال د مارچ په لسمه شوي وای، خو د بندیانو خوشې کولو جنجالي پروسې دا نیټه تر اوسه وځنډوله.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ