سپورټ کرکټ وزش او تمرین

راتلونکې جمعه د شپږ لوبډلو لپاره برخلیک ټاکونکې ده

 

روانه اوونۍ د لوبډلو په درجه بندۍ کې ځکه مهمه ده، چې د نړې شپږ سترې لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګرونو ته ځي.  په دغو لوبډلو کې د هندوستان هغه اسټرالیا ته تللې، د نیوزیلېنډ، ویسټ ته رسېدلې او د انګلستان کرکټ لوبډله په افریقا کې ده.

د دې ټولو لوبډلو لوبې د نومبر په ۲۷ مه په رسمي ډول پېلېږي.

د کرکټ نړیوالې شورا درجه بندي او لوبډلو مقامونه

د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې د اسټرالیا لوبډله لومړۍ ده، د نیوزیلېنډ دویم ده، د هندوستان درېیم ده، د انګلستان څلورم، د سریلانکا پنځم، د سویلي افریقا شپږم، د پاکستان اووم، ویسټ انډیز اتم، بنګله دېش نهم او زِمبابوې لسم نمبر ده.

د یو ورځنیو لوبو درجه بندي

د انګلستان لوبډله لومړۍ، د هندوستان دویم، د نیوزیلېنډ درېیم، د اسټرالیا څلورم، د افریقا پنځم، پاکستان شپږم، بنګله دېش اووم، سریلانکا اتم، ویسټ انډیز نهم، افغانستان لسم او ایرلېنډ یوولسم مقام لري.

د شل اوریزو لوبو درجه بندي

اسټرالیا لومړی، انګلستان دویم، هند درېیم، پاکستان څلورم، سویلي افریقا پنځم، نیوزیلېنډ شپږم، سریلانکا اووم، بنګله دېش اتم، ویسټ انډیز نهم، افغانستان لسم او ایرلېنډ یوولسم مقام خپل کړی دی.

د اسټرالیا او هند لوبې

د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ د نومبر په ۲۷ مه د جمعې په ورځ پیلوي، هره لوبډله چې دا لړۍ وګټي په درجه بندۍ کې مخکې ځي او تر لومړي مقامه تللی شي.

د درې شل اوریزو لوبو لړۍ د ډېسمبر په ۴ مه پیلوي، که هندوستان دا لوبې وګټي د درجه بندۍ په جدول کې هند تر لومړي مقام تللی شي.

او که اسټرالیا یې وګټي، نو هغه هسې هم لومړي مقام کې ده.

د څلورو ټېسټ لوبو لړۍ د ډېسمبر په ۱۷ مه پېلوي.

اسټرالیا په ټېسټ لوبوکې لومړۍ ده او که هند یې وګټي، لومړی مقام خپلولی شي.

د نیوزیلېنډ او ویسټ انډیز لوبې

نیوزیلېنډ ویسټ انډیز ته سفر کړی، هلته به د نومبر په ۲۷ مه د درې شل اوریزې لوبې پیل کړي.

نیوزیلېنډ په دې لوبوکې شپږمه لوبډله او ویسټ انډیز نهم مقام لري.

که نیوزیلېنډ یادې لوبې وګټي په درجه بندۍ کې تر څلورم مقام مخکې تللی شي.

دواړه لوبډلې دوه ټېسټ لوبې هم لري او که نیوزیلېنډ یې وګټي، په ټېسټ لوبو کې له دویم مقام څخه لومړي ته ځي او که ویسټ انډیز یې وګټي، نو له اتم مقام څخه رامخکې کېدای شي.

د انګلستان او سویلي افریقا لوبلړۍ

دواړه لوبډلې په افریقا کې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ د نومبر په ۲۷ مه پیلوي او د هرې لوبډلې بریا د درجه بندۍ په جدول کې هغوی ته مخکې تګ ور په برخه کوي.

د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ هم لري، چې د ډېسمبر په څلورمه یې پیلوي.

د دې لوبو ګټل د دواړو لوبډلو په ښه تمامېدای شي.

شپږ واړه لوبډلې زرینې موقعې لري، که هره یوه یې لوبې ګټي؛ نو مخکې تلای شي او که هره لوبډله یې وبایلي، درجه بندي کې له ستونزو سره مخ کېدای شي.

بل پلو همدغه لوبې د هغو ټیمونو لپاره د نړیوال جام غوراوي لپاره هم ګټورې دي، چې د ۲۰۲۱، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ شل اوریزو او پنځوسو اوریزو لوبو کې کوالیفای ته اړتیا لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ