ښايي دا ۵۵ خبرې د ارواپوهنې د ۵۵ کتابونو د مطالعې په څیر ارزښت ولري

ژباړه: مریم محمدي
۱- لږ تر لږه په کال کې یو ځل د لمر راختلو ننداره وکړئ.
۲- د سبا لپاره نوی پلان جوړ کړئ، کارونه به مو ښه پایله ولري.
۳- د مننې کلمه ډېر وکاروئ.
۴- په دې ځان پوه کړئ چې کله باید چوپتیا «سکون» غوره کړئ.
۵- احمقانه رفتار مه کوئ.
۶- د هرې خوښۍ لپاره کوچنی جشن ونیسئ.
۷- هغه څیزونه یا سامانونه چې ځوانان یې پلورې، هغه واخلئ.
۸- هر وخت د زده کړې په حال کې اوسئ.
۹- په څه چې پوهیېږئ، نورو ته یې هم زده کړئ.
۱۰- د کلیزې په ورځ مو یو نیالګی وکرئ.
۱۱- نوي ملګري پیدا کړئ، خو پخواني له لاسه مه ورکوئ.
۱۲- په بېلابېلو ځایونو کې خپل عکس واخلئ.
۱۳- د رازنو لپاره دروازه اوسئ.
۱۴- په نورو تکیه مه کوئ.
۱۵- هیڅ کله د خوړو د رژیم په اړه مو له نورو سره خبرې مه کوئ.
۱۶- اشتباه یا نیمګړتیاوې مو ومنئ.
۱۷- دا ومنئ کوم خبرونه چې تاسو اورئ ټول ریښتیا نه دي.
۱۸- خپل اولادنه مو له غوسې یا نصحت وروسته په غیږ کې ونیسئ او ناز ورکړئ.
۱۹- هر وخت له ځان سره مینه ولرئ، د خپل بدن هر غړي ته ارزښت ورکړئ.
۲۰- تل زړور اوسئ، که نه هم یاست بیا هم وښویئ چې په ځان باور لرئ د هرې سختي او ویرې په مقابل کې.
۲۱- د واده کلیزه مو هیڅ کله هم مه هیروئ.
۲۲- له هیچاسره کینه مه کوئ.
۲۳- د کتابونو له ډلې مو هغه کتاب نورو ته امانت ورکړئ، چې که یې بیرته درنه کړ مهم نه وي.
۲۴- خپلو اولادنو ته مو ووایاست چې تاسو فوق العاده یۍ او موږ درباندې ویاړو.
۲۵- ځان په سهار وخته ویښدو عادت کړئ.
۲۶- هڅه وکړئ چې ډېر هوښیار اوسئ، کله کله د بریا لپاره چانسونه په ارامه نیش وهي.
۲۷- څوک چې تاسو ته امیدواره وي، مه یې ناهیلي کوه، ممکن یوازې ته یې د درد دوا اوسې.
۲۸- له خپلو اولادنو سره د لوبو په وخت کې هڅه وکړئ، چې هغوی بریالي شي.
۲۹- هیڅ کله د تلفون په پیغام کې بې معنی مسج مه پریږدئ.
۳۰- وخت پېژدونکي اوسئ، له هر څه مخکې وخت ته ارزښت وکړئ.
۳۱- له ناپیژندونکو خلکو ځان لرې وساتئ.
۳۲- ماشومانو ته له پیسو ورکولو ډډه مه کوئ، خو ورته زده کړئ چې څنګه یې مصرف کړي.
۳۳- اصلیت باید ولرئ، له دوه مخيتوب ځان وژغورئ.
۳۴- هیڅ کله په خپل رقیب یعنې دوښمن باور مه کوئ.
۳۵- له حده ډېر مهربانه اوسئ، خو دومره نه، چې مقابل لور په تاسو د احمق ګمان وکړئ.
۳۶- کله چې غوسه یاست نو یو کار ته هم لاس مه وروړئ.
۳۷- ښه به دا وي چې د خپلې مېرمنې/ خاوند ښه ملګری/ ملګرې اوسئ.
۳۸- تر هغې چې مو په بل ځای کې ښه کار نه وي پیدا کړی، اوسنی کار له لاسه مه ورکوئ.
۳۹- کوښښ وکړئ چې، د ځمکې پرمخ نورو ته با احساسه او ګټور شخص اوسئ.
۴۰- په ژوند کې ماته په ډېره ورین تندي ومنئ، راتلونکي کې بریا ستا ده.
۴۱- کله چې په یو ځای کې بریالي کیږئ، نو په خپلو کړونو وویاړئ.
۴۲- هیڅ کله په بې معنا مسایل بحث مه کوئ.
۴۳- دا خبره چاته مه وايئ، چې نن ستړی یا خپه ښکارئ.
۴۴- تل په خپله وعده وفا وکړئ.
۴۵- تر څو چې کولای شئ، بېلې شوې لارې بیرته یو ځای کړئ.
۴۶- دا عادت کړئ، چې تل ځان راحت ښکاره کړئ، اګر که څومره هم نارحت یاست، خو ځان کنترول کړئ.
۴۷- ژوند ته په ستونزمنه سترګه مه ګورئ.
۴۸- هیڅ کله قیمار مه وهئ.
۴۹- کله چې له سخت کار سره مخ شوئ، ځان ته زنګ ووهئ، چې ماته منل غیرې ممکنه ده.
۵۰- له قیمتي او ښه شیانو ښه ساتنه وکړئ.
۵۱- په دې تمه مه اوسئ چې پیسې به تاسو ته خوښي درکړئ.
۵۲- تل ښکلي او شیک شیان واِغوندئ.
۵۳- پام مو وي چې د موټر او کور دروازه تل قلف وساتئ.
۵۴- د خپلې خوښې کتاب مو د دویم ځل لپاره بیا ولولئ.
۵۵- داسې ژوند وکړئ، چې د قبر په تیږه مو ولیکي« دا هغه شخص و، چې په ژوند پښېمانه نه و»