سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د بند امير په وړاندې د بست د ماتې ۵ علتونه

لیکنه: مدثر دعوت

ليکوال: مدثر دعوت

د شپږيزې کريکټ لېګ پنځمه لوبه د بند امير ښامرانو او بست ساتونکو ترمنځ وه.

د بست ساتونکو د ۱۳۴ منډو هدف بند امير ښامارانو په ۹ ويکټو پوره کړ.

که څه هم د شپږيزې په لومړۍ ورځ بند امير د ميس عينک په وړاندې خپله لومړنۍ لوبه وبايلله او بست ساتونکو بيا د کابل بازانو څخه پرون وګټله،خو نن بند امير خپله دويمه لوبه د بست څخه وګټله.

د بست د ماتې لاملونه

۱_ د اوپنرانو نه ملګرتيا

تېره ورځ د کابل بازانو په وړاندې د بست پيلوونکو لوبغاړو ښه پيل وکړ خو نن که څه هم عمران جنت ۳۳ منډي وکړې خو کريم جنت په ۶ منډو يې خپله ويکټه له لاسه ورکړه او ډېر ژر د اوپنرانو ملګرتيا ماته سوه.

۲_ د ميډل ارډر توپوهونکو ژر ژر سوځېدنه

کله چې د يوې لوبډلې اوپنينګ ژر له منځه ولاړ سي نو دوی پر دې کار کوي چې يو ځل بيا نوې ملګرتيا جوړه کړي او لوبه روانه وساتي،د کريم جنت تر سوځېدو وروسته احسان جنت ۲، رحمت شاه ۳ منډې وکړلې او وسوځېده.

منير کاکړ مجبور وو چې د شفيق الله غفاري سره ملګرتيا وساتي چې په پايله کې د دوی دواړو له لورې ډېر توپونه ضایع سوه، منير په ۲۸ توپونو ۳۱ او غفاري په ۱۱ توپونو ۱۴ منډي وکړې.

ګلبدين نائب هم د پام وړ منډي ونکړې، طاهر خان او امير حمزه هم په لږو منډو وسوځېده.

۳_ د شراف الدين اشرف او وقار سلامخېل غوره ملګرتيا

شراف الدين اشرف نن فوق العاده توپ اچوونه وکړه او د بست ساتونکې يې يو په بل پسې وسوځول ، په هيڅ ډول يې د منډې چانس نه ورکوی.

کريم جنت،احسان جنت ،رحمت شاه او طاهر خان هغه لوبغاړي وه چې د شراف الدين اشرف له لورې وسوځېده.

شراف الدين په پوره څلورو اوورونو کې يوازې ۱۳ منډي ورکړې او څلور ويکټې يې واخيستې،همدارنګه د لوبې د غوره لوبغاړې جائزه يې هم وګټله.

وقار سلامخېل هم د خپل سپينر ملګري شراف الدين سره په ګډه خورا ښه توپ اچوونه وکړه او د منير احمد،شفيق الله غفاري او ګلبدين نائب ويکټې يې ترلاسه کړې،نوموړي په ۴ اوورونو کې يوازي ۱۷ منډي ورکړې او ۳ ويکټې يې ترلاسه کړې.

۴_ د بند امير د توپوهونکو زغم

که څه هم کريم جنت د حضرت الله ځاځي ويکټه په ۷ منډو کې واخيسته خو د عثمان غني او اصغر افغان د ملګرتيا په ماتولو تر وروستيو شېبو هيڅ توپ اچوونکی ونه توانېدی.

عثمان غني په ۵۱ توپونو ۶۲ منډي وکړې ، ۱۰ څلوريزي او يوه شپږيزه يې ووهله.

اصغر افغان چې پر ون ډاون توپوهنې ته راووتی په ۲۷ توپونو يې ۵۵ منډي وکړې، ۶ څلوريزي او ۳ شپږيزي يې ووهلې.

تر پنځم اوور وروسته د بند امير هيڅ ويکټه ونه سوځېده،اصغر افغان او عثمان غني د ګلبدين نائب،سيدشېرزاد ،کريم جنت او امير حمزه غوندې پياوړي توپ اچوونکې په خورا ښه ډول ولوبول او په ۱۵ اوورونو کې يې د بست د ۱۳۴ منډو هدف پوره کړ.

۵_ د اصغر افغان غوره لوبډلمشري

دا له شکه وتلې ده چې اصغر په نړيوال کريکټ کې يو غوره لوبډلمشر دی همدارنګه په کورني کريکټ کې هم د پام وړ لوبډلمشري کوي .

د بند امير د بريا یو لوی علت د توپ اچوونې په برخه کې د توپ اچوونکو ښه لوبول وه.

د وقار او شراف الدين لوبول، همدارنګه د حميدحسن او ميرويس اشرف د اوورونو لپاره انتخابول په مهارت او پلان سره ترسره سوه.

همدارنګه اصغر په توپوهنه کې هم خپله لوبډلمشري تشرېح کړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ