بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

که غواړئ چي یو کامیاب ژوند ولرئ نو دغه ۵ حقیقتونه مه هېروئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

ستاسي ژوند کټ مټ هغسي مخ ته ځي چي څنګه ئې تمه او هيله لرئ. که د يو ه کار په شروع کي درته خپله ماته یقیني ښکاره سوه حتمن به ناکامه کېږئ. که په کارونو کي د بریالیتوب هیله لرئ پر نفس باندي د باور لرلو په دلیل مو د بریالیتوب چانس زیات دئ. حتی د ځان په اړه چي څنګه نظر لرئ دا به حتمن ستاسي د شاوخوا کسانو پر نظریاتو او باورونو  باندي هم تاثیر پرېږدي. په همدې خاطر غوره ده چي لومړی د یوه بریالي ژوند لرلو له پاره تر هرڅه دمخه خپل طرز فکر مثبت کړئ چي د پام او حیرانتیا وړ پایلي حاصلي کړئ.

۱ـ خواري او مِحنت مو زیات کړئ

د هوښ، ذکاوت او نورو اړخونو څخه ستاسي او يوه بريالي کس ترمنځ هیڅ توپیر نسته. د دغي ډلي د بريالیتوب وازینی راز په زیاته خواري او مِحنت کولو کي کي دئ. هر څوندي چي زیاتي خولې توئیوئ او د بريالیتوب حاصلولو له پاره له بېلابېلو نوو لارو مزل کوئ هغوندي به ځلېدونکې راتلونکې ولرئ. خپل تمرین او مِحنت مو دوندي زیات کړئ چي بالاخره په یوه استثنايي کس تبدیل سئ.

۲ـ د بريالیتوب له پاره لګښت وکړئ

ځیني وختونه اړتیا وي چي بريالیتوب ته د رسېدو له پاره مالي لګښت هم وکړئ. په هره برخه کي چي د فعالیت نیت لرئ تحقیق او پلټنه وکړئ او له داسي باتجربه کسانو سره چي له تاسو دمخه ئې یاد مسیر طی کړی وي ملاقات وکړئ. دغه ټولي مرحلې طی کول مالي لګښت ته اړتیا لري. د زړه له اخلاصه ئې مصرف کړئ ځکه کومه پایله چي په آخر کي ترلاسه کوئ دوندي دلچسبه او خوږه ده چي نور به مو خپل کړي مصارف هېر سي.

۳ـ پوه سئ چي د چشي په لټه کي یاست

تاسي به هغه شی حاصلوئ چي په لټه کې ياست خو که مو د خپلي راتلونکي له پاره پلان او پروګرام نه درلودی او  هم نه پوهېدلاست چي چشي غواړئ هیڅکله به مطلوبي پایلي ته ونه رسېږئ. له هدف او پروګرامه پرته ژوند هیڅکله خوښي او خوشحالي نه سي رامنځ ته کولای. بريالي کسان خورا دقیق پلان لري او د دغسي یوه دقیق پلان په درلودلو سره دقیقاً هغه څه حاصلوي چي تمه او هیله ئې لري. هدف وټاکئ که څه هم ډېر کوچنی وي او ځان ئې پایلي ته په رسېدو باندي مکلف کړئ.

۴ـ له نورو سره مرسته وکړئ

که دا موضوع ومنئ یا ئې ونه منئ، له نورو انسانانو سره مرسته کول به ستاسي پر لور د خوشحالۍ خورا ستره او غني منبع را خلاصه کړي. کله چي د نورو سره مرسته کوئ یعني دوندي توانمندي مو حاصله کړې ده چي توانېدلي یاست نور هم په خپلو خوښیو، خوشحالیو او هستیو کي سیهم کړئ. دغه کار مو پر ځان باور پیاوړی کوي او سبب کېږي چي په ژوند کي په قاطعیت سره ګامونه واخلئ. له نورو سره مرسته دي حتمن مالي جنبه ونه لري. ځیني وختونه یوازي ښه اورېدونکي اوسئ دا به مو د خپل مخاطب سره لوی کومک کړی وي.

۵ـ له پلان او پروګرام پرته ژمنه يا تعهد مه کوئ

يوه له ډېرو مهمو موضوعاتو څخه چي ستاسي د شخصي او کاري ژوند پر کیفیت باندي خورا زیات تاثیر پرېږدي، له داسي ژمنو او قولونو ورکولو څخه پرهېز کول دي چي د پرځای کولو توانايي ئې نه لرئ. بس د دغه ساده اصل صرفنظر کول سبب کېږي چي د خپلو ژمنو او تعهداتو د نه عملي کېدو په صورت کي د کورنۍ پر غړیو، رئیس يا همکارانو باندي بد تاثیر پرېږدئ. تر هري ژمني دمخه یوار له خپل روحي او رواني شرایطو او اوضاع څخه مطمئن سئ. توانايۍ او احتمالي پېښي مو وسنجوئ او یوازي هغه وخت قول وکړئ چي ستاي په خپل حساب مو د خپلو تعهداتو او ژمنو د پوره کېدو سلنه له ۶۰ زیاته وي. انسانان د داسي کسانو سره له ژوند کولو څخه خوند آخلي چي هغوی ژمن، متعهد او اړیکو ته پایښت ورکوونکي وي. شک ئې مه بولئ ډېری ښه چانسونه او فرصتونه ستاسي د خوش قولۍ له مخي تاسي ته په لاس درځي. دغه موضوع جدی ونیسئ ځکه چي ستاسي د اړیکو پر ډول باندي خورا زیات تاثیر لري.

!

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي