سپورټ نړیوال کرکټ

5 هغه کرکټ مبصرین، چې د کمېنټرۍ پرمهال یې لوبغاړي بد یاد کړي.

اعلان

ليکنه: سميع الله درانی

ځېنې وخت مبصرین داسې احساساتي کېږي او یا هم د خپلې لوبډلې د توصیف تر برید لاندې راځي، چې په لایف لوبه کې د تبصرې پر مهال د مقابلې لوبډلې لوبغاړی بد یادوي او یوه منفي خبره ورپسې کوي، چې دا منفي خبره خپله یو جرم دی.

دغو مبصرینو داسې تېروتنې کړي، چې د مطبوعاتو برخه کې یې هیڅ اخلاقیاتو ته پاملرنه، نه ده کړې او لوبغاړي یې په بدو یاد کړي دي.

د کرکټ په نړۍ کې اوسمهال په نړیواله کچه مشهور کمېنټېټران یا مبصرین شته، چې هارشا بوګلی، ریوي شستري، مارک نیکولاس، ټوني ګرېګ، ریچي بېناډ، ډین جونز، ناصرحسېن، رسل ارنولډ، ډیني مورېسن، ایئن بېشاپ، رمیز راجا او داسې نور خوږ غږي مبصرین تیر شوي او یا هم اوس وخت کې په کمېنټرۍ بوخت دي.

دوی هم یو وخت لوبغاړي وو او پته ورته شته، کله چې لوبغاړي پسې یو څوک خبره وکړي، څومره زور لري او څومره لوبغاړی مایوسه کېږي؛ خو سربېره پر دې ځېنې کرکټ مبصرین ناروا خبره کوي.

ډین جونز

ډین جونز د اسټرالیا پخوانی کرکټ لوبغاړی او اوسنی خوږ ژبی مبصر دی، هغه یو وخت هاشم امله ته له دې امله ترهګر ویلی و، چې په اسټرالیا یې په ښې توپ وهنې سره سر ګرځولی و.

۲۰۰۶ م کال کې یوه ټېسټ لوبه کې هاشم امله اسټرالیایي بالران وټکول او نه اوټېده؛ له ښې لوبې کولو وروسته یې د ډګر ساتنې په برخه کې د اسټرالیایي لوبغاړي کېچ واخېست.

ډین جونز دا مهال وویل ترهګر امله یو بل کېچ هم ونیو، دا کمېنټري له چاینل ناین یا نهم نمبر تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېده.

ده بیا لږ شېبه وروسته له هاشم امله بخښنه وغوښته.

کېري اوکیف

د اسټرالیا او هند خلاف دریمه ټېسټ لوبه کې میانک اګروال پسې اوکیف خبرې کړې وې، اوکیف د اسټرالیا لوبغاړی دی.

یو وخت د هندوستان په داخلي ټېسټ سیالیو یا رنجو ټرافي کې میانک اګروال ۳۰۰ منډې کړې وې یا یې په انګلیسي اصطلاح ټرایپل هنډرېډ کړې وې؛ نو کله چې د اسټرالیا خلاف لوبه کې لوبېده، اوکیف وویل، ده دا سلیزې چېرته د چایو په کانټین والا کړي او په مسخره یې ډول یې وویل که دلته هم درې سوه منډې وکړي، هندیان به یې وستایي.

دې خبرې هندیان په غوسه کړي وو.

مایکل وان

د هندوستان او انګلستان ټېسټ سیریز په لړکې چې په ۲۰۱۱ م کال کې ترسره شو، وي وي لکسمن د ټچ توپ لپاره ریوو واخېسته.

دا مهال دریم لوبڅار هم ونه شو کولای چې اوټ معلوم کړي او لکسمن په خپل ځای ناټ اوټ پاتې شو.

نو پخواني انګلستاني لوبغاړي، چې دا مهال یې کمېنټري کوله، په مسخره انداز وویل، لکسمن لکه چې په خپل بېټ واسلین موښلي، چې اوټ یې نه معلومېږي.

مایکل هولډېنګ

د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام پر مهال د اسټرالیا او ویسټ انډیز لوبه کې کرېس ګېل په نو توپ اوټ شو او د لوبڅار ورته پام نه و، نو د کرېس ګېل اوټ کېدلو مېچ د ویسټ انډیز له لاسه وویسته.

دا مهال مایکل هولډېنګ وویل، لوبڅار د فوټبال له مېدان څخه راغلی دی، چې د کرکټ په لوبڅارۍ نه پوهېږي او په لوبڅار یې ملنډې ووهلې.

ناصر حُسېن

۲۰۱۱ م کال کې هند له انګلستان سره په انګلستان کې یواځېنۍ شل اوریزه لوبه وکړه، دې لوبه کې له پارتېف پټېل څخه په وېکټ ساتنه کې د انګلستاني لوبغاړي کېچ ولوېد.

ناصر حسېن وویل په شین لباس کې له هندي خره څخه کېچ ولوېد.

ناصر زیاته کړه، هندوستان ټول څلور ښه ډګر ساتونکي لري او یو یا دوه خره هم لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی