د اسپانیا هیواد د فوټبال غوره لوبډله بارسلونا تر دوو میاشتو ځنډ وروسته پرون د جمعې په ورځ تمرینونه پيل کړل.
دا چي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور شوی، نو له همدې امله له تیرو دوو میاشتو راهیسي د نورو لوبو ترڅنګ د فوټبال لوبي هم ځنډېدلي دي.
خو اوس داسي راپورونه ورکول کیږي، چي په اروپا کي کرونا ویروس مخ په کمېدو دئ، نو په همدې موخه ممکن د فوټبال یو شمېر ستر لیګونه په روانه مې میاشت، راتلونکې جون میاشت او یا هم په جولای میاشت کي پيل شي.
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ پاته لوبو ته بارسلونا لوبډلي د ښه چمتوالي په موخه پرون جمعه له دوو میاشتو ځنډ وروسته خپل تمرینونه پيل کړل.
دا لوبډله تر تمرینونو مخکي ټوله معاینات سوه، خو د ټولو لوبغاړو ټیسټونه منفي وه.
د بارسلونا کلب رسمي فیسبوک پاڼه خبر خپور کړي، چي د بارسلونا ټیم ټولو لوبغاړو په لومړۍ ورځ په جلا ـ جلا ډول تمرینونه ترسره کړه.
خو راتلونکو ورځو کي به ـ یو ځلي څلور ـ څلور لوبغاړي، بیا اته ـ اته لوبغاړي او له هغه وروسته به بیا ټول لوبغاړي په ګډه ګروپي تمرینات ترسره کړي.
د بارسلونا کلب لوبډلمشر او تکړه لوبغاړی لیونل میسي پرون ورځ د تمرین په مهال
د دې لوبډلي بل بریدګر لوبغاړی انتونیو ګریزماین
د بارسلونا لوبډلي بل بریدګر لوبغاړی لویز سواریز
د دې لوبډلي تکړه ګول ساتونکی تراشتګن
د دغو دوو مېوو ترکیب په چټکتیا سره د بدن غوړي اوبه کوي
د مېوو له ډلې کولای شو له سټروس (ګرېپ فروټ) او لېمو څخه نوم واخلو چې له یو بل سره په ګډه کولای شي د وينې د قند کچه ښکته راولي او د انسولین د ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي