سپورټ کرونا

د ملي لوبډلي لوبغاړي: هیواد کي د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوی وکړئ!

Afghan cricketer Rashid Khan (C), captain Asghar Afghan (R) celebrates with teammate after Match tied during the one day international (ODI) Asia Cup cricket match between Afghanistan and India at the Dubai International Cricket Stadium in Dubai on September 25, 2018. (Photo by ISHARA S. KODIKARA / AFP) (Photo credit should read ISHARA S. KODIKARA/AFP/Getty Images)

د افغانستان د کرکیت ملي لوبډلي یو شمېر لوبغاړو په ویډيويي پيغامونو کي ویلي، چي له کرونا ویروس څخه خپل ځانونه وساتئ.

افغان کرکیټ بورډ د لوبډلمشر اصغر افغان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، هشمت الله شهیدي، قیس احمد او حضرت الله ځاځي لنډ ویډيويي پيغامونه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه خپاره کړي، چي پر مهال ئې ټولو هیوادوالو ته سپارښتنه کړې، چي کرونا ویروس څخه ځان وساتي.

اصغر افغان په یاد ویډيويي پيغام کي ویلي((ګرانو هیوادوالو د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره پر کومو ځایونو چي مو لاسونه ډېر لګیږي، لکه میزونه دروازې او کلکین، نو وروسته مو لاسونه په میکروب ضد موادو پاک کړئ)).

محمدنبي عیسی خېل په یاد ویډيويي پيغام کي زیاته کړه((ګرانو هیوادوالو د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره لاسونه هره ورځ د شلو ثانیو لپاره په اوبو او صابون ومینځئ او یا هم د میکروب ضد موادو ئې پاک کړئ)).

مجیب الرحمن ځدران په ویډيويي پيغام کي داسي ویلي((ګرانو هیوادوالو د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د ریزش او زوکام درلودونکو خلګو سره ناسته پاسته مه کوئ)).

هشمت الله شهیدي په ویډیويي پیغام کي داسي څرګندوني کړي((ګرانو هیوادوالو د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره که د زړه، سرطان، ساه بندي، لوړ فشار او داسي نوري ناروغۍ لري، نو د وایروس د خپرېدو امکان مو زیات دئ، په داسي حال کي په کور کي کینی او بهر مه راوځئ)).

قیس احمد په ویډيويي پيغام کي ویلي(( ګرانو هیوادوالو د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په لوغبړ کي چاته لاس او غېږه مه ورکوئ او مه یې ښکلوئ)).

حضرت الله ځاځي بیا په ویډیويي پيغام کي وویل((ګرانو هیوادوالو د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره لاسونه هره ورځ څو ځلي د شلو ثانیو لپاره په اوبو او صابون ومینځئ او یا هم د میکروب ضد موادو باندي ئې پاک کړئ)).

کرونا ویروس د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم وېره خپره کړې، چي تر اوسه هیواد کي د ۲۲ مثبتو پيښو راپورونه خپاره سوي.

خو د چین، ایټالیا، او ایران ترڅنګ په ګڼو نورو هیوادونو کي د کرونا ویروس له امله په زرګونه کسان مړه سوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ