فبروري 28, 2021

444 کیلو وزن درلودونکی پاکستانی د میرمني په لټه کي دئ!

ارباب خیزر حیات، چي د پاکستان هیواد دئ او ۴۴۴ کیلو وزن لري اوس غواړي واده وکړي.

هغه د یوې داسي میرمني په لټه کي دئ، چي د ځان په ډول ئې وزن ډېر وي.
هغه وویل((زما میرمن باید ډېر وزن ولري، چي زه هغې ته کومه ستونزه پیښه نکړم، تر اوسه چي ټولو هغه ښځو زما سره د واده کولو لپاره زړه ښه کړی هغه ټولي ډنګري وې، زه خوشحاله کیږم، چي د یوې داسي ښځي سره واده وکړم، چي وزن ئې تر ۱۰۰ اضافه وي او قد ئې باید ۱۹۲ سانتي متره وي)).

ارباب خیزر حیات وویل، چي تر اوسه راڅخه ۲۰۰ ځله د واده کولو غوښتنه سوې، خو ما ټولي غوښتني رد کړي دي.
حیات د پاکستان هیواد د هالک په نوم یوه فلم کي هم کار کړی.
هغه د ۴۴۴ کیلو ګرام وزن ترڅنګ ۱۹۷ سانتي متره قد هم لري.
معلومات ښیي، چي هغه کولای سي یو شمېر موټرونه پورته کړي او ټکټر د کېبل په وسیله کش کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر سره خبرې کړې

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر بوریس جانسون سره ټلیفونې خبرې کړې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، په دغه ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او برېتانیې د اړیکو د پراختیا او سولې پروسې ... نور ولولئ