فوټبال: بارسلونا نن د ناپولي سره لوبیږي!

د اروپا د اتلانو لیګ د دوهم پړاو په سیالیو کي نن شپه بارسلونا د ناپولي فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.
دا لوبه د ناپولي په کوربتوب ایټالیا هیواد کي نن شپه ۱۲:۳۰ بجې پيلیږي.
بارسلونا لوبډله د دې لوبي لپاره پرون ایټالیا ته ورسېده او د چمتوالی خبر ئې ورکړی.

د دې ترڅنګ نن شپه پر عیني وخت چلسي او بایرن مونیخ فوټبال لوبډلي هم سره لوبیږي.
خو سبا بیا جیونټوس د لیون په وړاندي او ریال ماډریډ بیا د منچسټر سیټي په وړاندي د لوبي ډګر ته کښته کیږي.
دا د اروپا د اتلانو لیګ د دوهم پړاو دوهمه اونۍ ده.
په تېره اونۍ کي اتلاتیک ماډریډ ۱ ګول پر ۰ لیورپول ته، دورتمند ۲ ګولونه پر ۱ پاستژرمېن ته، اتلانتا ۴ ګولونه پر ۱ والینسیا ته او لیپزیک بیا ۱ ګول پر تاتنهام ته ماته ورکړه.

د دې لیګ دوهم پړاو ته ۱۶ لوبډلو لاره پیداکړې، چي دا لوبډلي د تګ او راتګ په ډول دوه ځلي یو د بل په وړاندي لوبیږي.
د اروپا د اتلانو لیګ د تېر پړاو اتلولي لیورپول فوټبال لوبډلي خپله کړې وه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




راپورونه: ډیویلرز به راتلونکې میاشت ملې لوبو ته راوګرځي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډله راتلونکې جون میاشت کې د ویسټ انډیز هیواد په کوربتوب د یادې لوبډلې سره دوې ټیسټ او پنځه بیا شل اوریزه لوبې ترسره کوي، چې په همدې موخه راپورونه ... نور ولولئ