له څلوېښت کلنۍ وروسته دا خبرې مه کوئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: عطا محمد میاخېل
کله چې د خپل ژوند ۴۰ کلنۍ ته ننوځئ، نو دا احساس کوئ، چې د خپلې ځوانۍ دوران مو تر شاه پریښی دی، له همدې امله، له ډېرو کارونو څخه ځان محروموئ، خو د بایدونو او نبایدونو لپاره هېڅ قانون شتون نه لري، کله چې تاسو د خپل ژوند نوي پړاو ته داخلېږئ، نه یوازې باید ځان محدود نه کړئ، بلکې په ډېرې خوښۍ او خوشالۍ، له دې چې یوه بله شمعه مړه کوئ، خوښ او راضي واوسئ.
په ځوانۍ کې ژوند ډېر آسانه و:
ډېری زاړه خلک دا جمله نه مني، ځکه په دې باور دي، چې په ځوانو کسانو کې د اروایي فشار غوسې او خپګان نښې د زړو کسانو په پرتله ډېرې دي. په حقیقت کې د عمر په ډېرښت سره افراد، د ځان او خپلې شاوخوا په اړه د ښه توب احساس پیدا کوي، نو له دې امله که تاسو فکر کوئ، چې د ځوانۍ په دوران کې ژوند ډېر آسانه و، بده نه ده، چې په خپلو افکارو باندې، له سره کتنه وکړئ او په دقیقه توګه د ځوانۍ او زړښت دوران له یو بل سره پرتله کړئ.
د هیچا نه خوښېږي، چې له ما سره په اړیکه کې واوسي:
دا هم یو بل منفي فکر دی، په حقیقت کې، موږ د عمر تر پایه وخت لرو، چې په خپل ژوند کې بدلون را منځته کړو، له دې امله، دا فکر چې د ودې او بدلون وخت تېر شوی دی، یوازې د افرادو بدبیني ښکاره کوي، له دې کبله، ترڅو چې کولای شئ، د خپلې ودې او پرمختګ لپاره هڅې وکړئ.
ولې له دې پېښې سره مخامخ شوم؟
ډېری انسانان د هغو پېښو لپاره، ځانونه رټي، له کومو سره چې مخامخ شوي دي، غوره ده، چې هرڅه برخلیک ته وسپارئ او د خپل ژوند له هرې شېبې څخه خوند واخلئ، یوازې په هغه صورت کې، چې نه شئ کولای، د خپل ژوند یوه بده او ترخه پېښه وزغمئ، نو غوره ده، چې له یوه مشاور څخه مرسته وغواړئ، خو باید پوه شئ، چې هېڅ پېښه له کوم لامل پرته نه را منځته کېږي او هرومرو یو حکمت پکې و، چې تاسو ترې ناخبره یاست.
له خپل کار څخه کرکه لرم، خو نه شم کولای، چې خوشې یې کړم:
که چېرې له خپل کار څخه خوښ او راضي نه یاستئ، نو په هر عمر کې چې یاست، باید خوشې یې کړئ. موږ په خپل کاري چاپېریال کې ډېر وخت تېروو، نو له دې امله باید د داسې کار او دندې په لټه کې واوسو، چې له هغه څخه خوند واخلو، پرته له دې خپل عمر بېځایه تېروو.
د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ ۸۲ سلنه خلک، له ۴۵ کلنۍ وروسته، خپل د خوښې وړ کار ته مخه کوي او په هغه کې بریالي کېږي، ځکه په هغه عمر کې یې کافي تجربه تر لاسه کړې وي او په غوره توګه کولای شي، د خپلې راتلونکې لپاره، تصمیم ونیسي.
ما په خپل ژوند کې ډېرې زیاتې تېروتنې کړې دي او اوس نه شم کولای، چې د خپلې خوښې ژوند ولرم:
حتا که په خپل ژوند کې مو زیاتې تېروتنې هم کړې وي، نو غوره ده، چې تېر په تېر کې پرېږدئ او د جبرانولو په فکر کې یې واوسئ. د ژوند هره شېبه یوه موکه ( فرصت ) ده، ترڅو د هغه څه لپاره، چې غواړئ ترلاسه یې کړئ، هڅه وکړئ. خپل تېر له خپلې راتلونکې سره یو شان مه ګڼئ، تاسو چې هر کله اراده وکړئ، نو کولای شئ، چې د ژوند سم تګلوری وټاکئ، یوازې بسنه کوي، چې وغواړئ.
د منډې وهلو توان نه لرم:
ښایي فکر وکړئ، چې د عمر په لوړېدو سره مو د منډې وهلو توان له لاسه ورکړی دی، خو رښتیا دا دي، هرڅومره مو چې عمر لوړېږي، نو منډې وهل ډېر زیاته ګټه در رسوي.
د هغې څېړنې پر بنسټ، چې له ۶۵ څخه په ډېر عمره کسانو باندې ترسره شوې، ثابته شوې، هغه کسان، چې په اوونۍ کې درې ځله، د ۳۰ دقیقو لپاره منډې وهي، د هغو افرادو په پرتله له ډېرې جسمي روغتیا څخه برخمن دي، چې د منډو وهلو پرځای یې پلی مزل ټاکلی دی. په حقیقت کې منډې وهل د ځوانېدو سبب ګرځي، نو سپارښتنه کېږي، چې دا ورزش مو له خپل ژوند څخه مه لرې کوئ.
خپل جذابیت مې له لاسه ورکړی دی:
سمه ده، چې د ځوانۍ دوران د ژوند تر ټولو جذاب او زړه راښکونکی دوران دی، خو د هالیووډ د ۵۱ کلن ستوري هال بری په وینا: ( جذابیت زموږ انسانانو په ذهن کې دی، هرڅومره، چې زموږ انسانانو عمر لوړېږي، نو د ډېرې هوساینې احساس به وکړو، خپل ځان ته به ډېر ارزښت ورکوو، چې د خپل ژوند له هرې شېبې څخه لا ډېر خوند واخلو).
زوړ او چاغ یم:
له دې پرته، چې دا جمله تاسو یو خواشینی فرد ښکاره کوي، په هغه احساس باندې هم منفي اغېزه کوي، کوم چې تاسو یې د خپل ځان په اړه لرئ. منفي جملې ستاسو په روحیه باندې منفي اغېزې کوي او له تاسو څخه په ځان باندې باور او اعتماد اخلي. آیا د چا خوښېږي، چې د ځان په اړه دا احساس ولري؟! نو د ځان په اړه ښه او خوش بینانه لید ولرئ.
د وزن کمښت ناشونی دی:
سمه ده، چې له ۳۰ کلنۍ پورته عمر کې له دې امله چې د بدن متابولېزم ډېر ورو پرمخ ځي، نو د وزن کمول هم ستونزمن کار دی، خو دا کار ناشونی نه دی، موږ کولای شو، په آسانه لارو، د خوږو په نه خوړلو، د سالمو خوړو کارولو او د ورزش په کولو سره، خپل د خوښې وړ وزن تر لاسه کړو.
د خپلې خوښې د کارونو د ترسره کېدو وخت مې تېر شوی دی:
وخت په ډېرې چټکۍ سره تېرېږي، خو موږ یو چې تصمیم نیسو، چې څرنګه یې تېر کړو. مهمه نه ده، چې څومره عمر لرئ، تاسو د خپل ژوند پروګرامونه د لومړیتوب له مخې ترتیب او تنظیم کړئ، له دې امله، که چېرې تر دې عمره خپلو لېوالتیاوو پسې تللي نه یاست، نو د دې وخت را رسېدلی، چې هغو ته د خپلو پروګرامونو په سر کې ځای ورکړئ.
زما د عمر غوره کلونه تېر شوي دي:
په یاد مو وي، چې کلمې ځواک لري، تاسو چې په هرڅه باندې باور ولرئ، نو له هماغه سره به مخامخ شئ، نو له دې امله باور ولرئ، چې تر ټولو غوره څیزونه ستاسو په تمه دي او د ژوند هره دوره خپل ځانګړی ارزښت او ښکلا لري.
 

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.