هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ساینس او ټیکنالوژي

امریکايي کمپنۍ د درې بعدي(3D) چاپ پر مټ یوه ورځ کې یو کور جوړ کړی

د درې بعدي(3D) چاپ یو کمپنۍ توانیدلې ده چې په یوه ورځ کې په یوه سیمه کې د ستوري په شکل یو کور اباد کړي.

دا زیړ رنګه وړوکی او ښکلی کور ۴۰۰ فټه مربع مساحت لری. د تري ډي چاپ دا کمپنۍ ( اپیس کار) نومیږي او اصلي مرکز یې د امریکا په سن فرانسیسکو کې ده. خو دا کور یې په مسکو کې د خپلو ازموینو په ساحه کې جوړ کړی دی.

دې کمپنۍ ویلي کور یې د کانکریټ له ترکیب د درې بعدي چاپ پر مټ جوړ کړی او مقاومت یې ۱۷۵ کاله اټکل کړی دی.

ددې کمپنۍ چارواکي وايي په مسکو کې سړه هوا ددې کور د چاپ پر مهال لویه ستونزه وه، او له دې کبله دې ډلې لس تري ډي پرینټرونه وکارول څو د هوا سړخت سره مقابله وکړی شي.

د تري ډي چاپ پر مټ ددې کور د جوړیدو لګښت ټولټال څه باندې لس زره ډالر حساب شوی دی.

په هغه ویډیو کې چې دې کمپنۍ خپره کړې نه یې دي ویلي چې ټول کور په څلور ویشت ساعتونو کې جوړ شوی او که یوازې د کانکریټونو ترتیب ۲۴ ساعته نیولي دي. خو که هر څه وي دا په نړۍ کې د کورونو د جوړولو په برخه کې د درې بعدي چاپ له ټیکنالوژۍ د کارولو یو ښه بریا ګڼل کیږي.

تر دې مخکې هم ځینو کمپنیو د کورنو په جوړولو کې له درې بعدي چاپ کار اخیستی خو دا لومړی ځل دی چې یو کمپنۍ ادعا کوي د کور جوړونې ټولې چارې یې د تري ډي پرینټر په وسیله ترسره کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */