سپورټ مخکښان

د مجیب ځدران لپاره بل زیری؛ د انګلستان په ۲۰ سیالیو کې یې د لوبیدو خبر ورکړل شو !

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی مجیب ځدران، چې په دې وروستیو کې په نړیوال کرکټ کې ښه وځلید؛ د هندوستان د «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د ګډون وروسته یې د انګلستان په کورنیو ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې یې د لوبیدو خبر ورکړل شو.

 په انګلستان کې د همپشایر لوبډلې خبر ورکړ، چې د ځوان افغان لوبغاړي مجیب ځدران سره یې د لوبیدو تړون لاسلیک کړی دی او ډیر ژر به په دغه سیالیو کې ګډون وکړي.

د دغه لوبډلې مسولینو ویلي د افغانستان په ۱۹ کلنه، ملي او د هندوستان په «IPL» سیالیو کې د ښه ځلیدو وروسته یې لوبډله کې د مجیب ځدران د رانیولو او لوبیدو پریکړه کړې ده.

ځوان مجیب ځدران د هندوستان د کورني کرکټ په یولسم پړاو «IPL» سیالیو کې د پنجاب لوبډلې لخوا لوبیږي، چې په دغه لیګ کې یې د نورو ټولو بالرانو په نسبت ځان د مقابل توپ وهونکو په خلاف مواثر ثابت کړی دی او هم یې په دغه لیګ کې ۱۴ ویکټې ترلاسه کړې دي.

 تر دې مهاله د افغان کرکټ ملي لوبډلې لخوا دوه لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل او راشد خان نږدې د کرکټ نړۍ په هر لیګ سیالیو کې ولوبیدل، خو د انګلستان کوانټي کرکټ سیالیو کې ترې مجیب ځدران د ۱۷ کلنو په کم عمر کې وړاندې شو او په دغه سیالیو کې یې د لوبیدو خبر ورکړل شو.

 له دې وړاندې د انګلستان په دغه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د راشد خان او محمد نبي عیسی خیل د لوبیدو خبر هم ورکړل شوی و، چې راشد خان به د سسیکس او محمد نبي به د لیسټ شایر لوبډلې لخوا ولوبیږي.

د کرکټ دغه ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ د روان کال په جولاي میاشتې په ۴ مه نیټه په انګلستان کې پيلیږي او د سپټمبر میاشتې تر ۱۵ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی