د ۳۹ شمیره ولې شرم ګڼل کیږي او ایا د امرالله صالح وروستۍ حل لاره مناسبه ده؟

لیکنه: مهر تاج

که څه هم افغانان مسلمانان او په خپل دین او مذهب کلک ولاړ خلک دي؛ خو مذهبي افراطیت کې هم ښکیل خلک بلل کېږي. د بده‌مرغه کلتوري او رواجي افراط هم زموږ د ټولنې یوه برخه ګرځیدلي ده.
په دې وروستیو څو کلونو کې ٣٩ شمېره د خلکو ترمنځ په نحس یا د شرم او عار شمېره مشهوره شوه. حتا تر دې، چې د کوم موټر نمبر پلیټ کې به د ٣٩ شمېره شامله وه هغه موټر به کم ارزښته او په ارزانه بیه خرڅېده او ډیریو خو به ځنې څنګ کاوه.

همدا راز چا به د مبایل په شمېره کې هم د ۳۹ شمېره نه خوښوله، که د چا د موټر نمبر پلیټ یا هم موبایل نمبر کې به د ۳۹ شمېره وه یا په همدې شمېره به د سیالیو او یا دیته ورته درجه بندیو کې څوک راغللو، نو نورو خلکو یا ملګرو به پسې نه تنها چې خندلي او مسخرې به یې پرې کولي، بلکې په خپل نامه به نه بلل کيده او پر ځای به یې په ۳۹ (سی و نه) بللو.
حتا تر دې چې څو کاله مخکې په ولسي جرګه کې څلوېښت ۴۰ کمیسونه په چارو بوخت شول، خو شمیره د کمیسونو تر يوڅلویښته ۴۱ وه.
یعني ٣٩ نمبر پکې شتون نه درلود (ځنې حذف کړی یې ؤ).
دا چې د ٣٩ نمبر فلسفه به څه وي او ولې نحس یا شرم و عار بلل کېږي، علت یې ښایي هېچاته هم معلوم نه وي.
خو داسې ویل کېږي، چې دا موضوع د هرات له ښاره پیل شوې ده.
د هرات په ښار کې یو کس په ٣٩مه شمیره کور کې اوسیده او ځان یې د ( ٣٩) په نامه مشهور کړی و، چې کړنې او اعمال یې ټول غیر اخلاقي وو.
نو ځکه نورو اوسیدونکو د ده سره د بېلتون یا توپیر په دلیل د ٣٩ شمیرې نه لرې والی غوره کاوه.
خو ځینې نور خلک بیا وايې چې نه !
په عربۍ ژبه کې ٣٩ شمیره د ابجدو په حساب؛ د یوې بدي کلمې مجموعه پوره کوي.
په هر صورت د ٣٩ شمیره ځینو ادارو او په ځانګړې توګه د ترافیکو لوی ریاست ته په لنګه غوا بدله شوې وه. هر وګړي به چې نوې د موټر شمېره ترلاسه کوله نو د ده د موټر په شمیره کې به د ٣٩ شمېره خامخا شامله وه.

او دا کس به بیا مجبوره و، چې د ترافیکو ریاست کارکونکو ته تر ٣٠٠ امریکایې ډالر رشوت ورکړي،چې د ٣٩ د شمیرې نه خلاص شي.

د حکومت پریکړه او حل لاره!

د ٣٩ د شمیرې نه د سر شکونه او شکایات حتا تر ارګه ورسیدل، چې پدې ورستیو کې د ولسمشر لومړي مرستیال “امرالله صالح” د سهار ٦:٣٠ غونډه کې حکم ورکړو، چې ٣٩ شمیره د ترافیکو د ریاست د مسلسلو شمېرو د کتار نه وویستل شي.

امرالله صالح وویل:

ډیر ژر به د ولسمشر په حکم په ټول هېواد کې د ٣٩ شمېره منع وګرځول شي، ترڅو افغان وکړو ته په دې هکله بیا ستونزې پیدا نه شي.
او ادارې چارې هم د ځنډ او خنډ سره مخ نه شي.

یوه ویره، اندیښنه، نیوکه او حللار !

د ښاغلي صالح دا پریکړه تر یوه حده ناسمه بلل کیدای شي، ځکه دا په لوی لاس دې بد کلتور ته نور هم کمپاین کول دي، ځکه په دې سره دا د ۳۹ خبره چې باید او باید هیڅ بده ونه بلل شي، نوره هم جدي وګڼل شي، له نمبر پلیټ نه اخوا په نورو چارو کې هم شاید شرم وبلل شي، ځکه وايي به چې له دې امله ۳۹ نمبرپلیټونه بند شوي او دا هم شرم دی.
پر همدې اساس غوره دا وه چې دا مسله جدي شوی وای، ان د صالح په شمول لوړوپوړو چارواکو، مشهورو څیرو، هنري او نورو فعالانو قصداً دا ۳۹ نمبر پلیټونه اخیستي وای او خلکو ته یې ښودلی وای چې دا کومه بده خبره نه ده او کولی شو ویې کاروو. له دې سره د خلکو ذهنیتونه جوړیدل او دا مسله یې جدي نه ګڼله. هیله لرو چې مشهور ستوري ددې بدې، احمقې او ناوړه کړنې چې والله ۳۹ شمیره بده ده او یا شرم دی، پر ضد شي او له قصداً پلیټونه ورکړي او حکومت هم په دې برخه کې مرسته وکړي او دا پلیټونه ورته ورکړي. دا به د ستونزې د حل لپاره یو ښه پلان وي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ