د صدام حسين لور: د پلار د اعدامولو صحنه یې تر اوسه نه ده لیدلې

 

رغد صدام د خپلو ځانګړو مرکو په لړ کې العربيه سره په خبرو کې، د صذام حسين د نيول کېدلو او محکمې صحنو په اړه ويلي دي.

رغد العربيه ته وويل:

“ما هېڅکله فکر نه کاوه، چې پلار به مې د امريکايي ځواکونو له لوري ونيول شي.” 

د رغد په وينا، پلار يې هغه شېبو کې په خپل پټنځاى کې د مورفين د اغېز لاندې وو. هغې زياته کړه:له ورو تګ او کړنو يې ښکاره وه، چې د مورفين تر اغېز لاندې و.

رغد زياته کړه:

” هغوى غوښتل د حاکميت ټول کسان ووېروي او ټول پوه کړي، چې مخالفان به دا ډول برخليک ولري.  دردوونکې صحنه وه، چې د ليدلو سره يې ډېره خوا بدې شوم.”

رغد صدام حسين همدارنګه ټينګار وکړ، چې د عراق د اشغال له لومړۍ ورځې، صدام حسين فکر نه کاوه چې بايد هېواد پرېږدي. نوموړې د پلار د آزادۍ لپاره د چارواکو سره د هر ډول منځګړيتوب د نفي په اړه وويل: “موږ وياړو، چې هغه دا ډول پاى درلود.”

رغد د پلار د دفاع لپاره د وکيلانو د ټيم د جوړولو په اړه ټينګار وکړ:” ټولو کورنيو او بهرنيو وکيلانو، په داوطلب ډول دا کار وکړ.”

نوموړې زياته کړه، چې د محکمې حکم له وړاندې صادر شوى و او هغوى غوښتل فرماليته محکمه ترسره کړي. دا محکمه ناقانوني وه، چې د اشغالګرو له خوا جوړه شوه.

رغد صدام وويل، چې د پلار په محکمه کې يې تر ټولو سخته شېبه، وروستى پړاوو و چې ” په هېڅ وجه اسانه نه وه، که څه هم تمه يې کېدله.”

نوموړې وويل چې تر نن ورځې يې د اعدام صحنه نه ده ليدلى.

نوموړې همدارنګه خپل شخصي ژوند، د داسې کس سره په تېرولو بيان کړ، چې د سياست اوسپنيزو مټو  سره يې کلونه کلونه پر عراق حکم وچلاوه.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.