بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

په ۳۰ ورځو کې غوره مدیرشئ؛ دا یې لارې چارې دي

لیکنه: صادق طارق
اعلان

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق

مدیریت کومه معجزه نه ده، یو علم دی، چې هم اوږدمهاله زده کړې او تجربې ورته موجودې دي او هم لنډ مهاله.

دلته به هغه لارې چارې درسره شریکې شي، چې په یوه میاشت کې یو نوی مدیر په غوره او تجربه کار مدیر بدلولی شي:

اوله ورځ: غټې مه وایئ
د مدیریت د اولې ورځې په اړه مو مشوره دا ده، چې ځان پکې ډېر غټ مه ګڼئ
.
البته دا د نویو مدیرانو لپاره مشوره ده، هغوی چې تجربې لري او کار یې کړی، کولای شي له اولې ورځې د خپلې ادارې رهبري پر غاړه واخلي.

د امازون او فیسبوک کمپنیو یوه پیاوړي مدیربهارات جایارامان ویلي: هیڅکله مدیریت بل چا ته مه پریږدئ، که نوي هم یاست، د نورو مشورې واورئ، خو پریکړه خپله وکړئ، یا داسې وښيئ چې په هرڅه پوهیږئ، خو بیا هم نور اورئ.

دویمه ورځ: د مدیریتي چلند هنر زده کړئ
په دویمه ورځ باید د یوې ادارې نوی مدیر په دې ځان پوه کړي، چې څنګه خپلو همکارانو او نورو سره د هغوی د سویې او اړتیا مطابق مناسب چلند ورسره وکړي.

په دفتر کې د هر چا دنده، زده کړې، تجربې او نور خصوصیات له بل چا سره فرق کوي.

د ادارې نوی مدیر باید ټول زر وپېژني او مناسب چلند ورسره وکړي.

درېیمه ورځ: خپل پلان شریک کړئ
په درېیمه ورځ نورو ته خپل پلان ووایئ او ترې همکاري وغواړئ.

البته دا پلان باید سنجول شوی، پياوړی او موثر وي. داسې نه چې په پټو سترګو او سلیقوي ډول جوړ شوی وي.

دا پلان کیدای شي د کاري نظم او فضا اړوند وي، یا نور داسې څه چې ډېر جدي نه وي.

څلورمه ورځ: څو میاشتینی پلان وړاندې کړئ
د یوه نوي او غوره مدیر په حیث که غواړئ څرګند شئ، باید خپلو کارکوونکو ته زر ثابته کړئ، چې د څو میاشتیني پلان وړتیا او وس لرئ.

پلان باید زر جوړ کړئ، د مهمو کارکوونکو نظرونه او تجربې هم پکې شاملې وي او د ادارې ظرفیت او تېر پلان سره یې اړیکه هم باید له پامه ونه غورځول شي.

پینځمه ورځ: نوي شیان زده کړئ
په پینځمه ورځ نوی مدیر باید د خپل وخت ۱۰ سلنه د نویو شیانو زده کولو ته وقف کړي.

په دغه وخت کې د دفتر له کارونو، پرسونل، امکاناتو، ستونزو او ټولو چارو سره د ځان بلدولو هڅه وکړي.

شپږمه ورځ: ځان ښودنه مه کوئ
په دې ورځ د دې پرځای چې د ځان ښودنې هڅې وشي، ښه ده چې کارکوونکو ته ډېر واک و صلاحیت ورکړل شي.

دا عادت هغوی له نوي مدیر سره علاقه مندوي او هڅوي، چې پوره همکاري ورسره وکړي.

اوومه ورځ: د خبرو اترو فضا جوړه کړئ
اکثره مدیران یا یوازې خپله کوي او بل نه اوري، یا نور اوري خپله د ویلو څه نه لري.

تاسې که غواړئ غوره مدیریت وکړئ، د بحث فضا رامنځته کړئ.

هم ووایئ، هم واروئ او د دواړو په پایله کې رامنځته شوې غوره ټکي عملي کړئ.

اتمه ورځ: مکافات او مجازات وکړئ
په اتمه ورځ کارکوونکي هم مکافات هم مجازات کړئ. البته دا چلند هر چا سره د هغه د حق مطابق وکړئ.

له دې سره به هغوی پوه شي، چې تاسې مدیریت کوئ او اداره ښه کنټرولولی شئ.

نهمه ورځ: په څه چې نه پوهیږئ، اعتراف وکړئ
انسان نېمګړی دی، په دې بد نه ښکارئ چې په ناپوهیدلو مسئلو اعتراف وکړئ او ومنئ، چې نه ورباندې پوهیږئ.

لسمه ورځ: کارکوونکي د ستونزو حل ته وهڅوئ
د ادارې مشر داسې وي لکه کور کې پلار؛ تاسې باید خپلو کارکوونکو ته روحیه ورکړئ چې خپلې ستونزې خپله حل کړي.

یوولسمه ورځ: په تېروتي تصمیم کې مرسته وکړئ
که کارکوونکي مو په نیولو پریکړو کې تېروتي وي، ورسره مرسته وکړئ، ملاتړ یې وکړئ او مه یې تحقیروئ.

ستونزه وروښییئ، خو مه یې غندئ، چې ولې تېروتی دی.

دولسمه ورځ: مثبت ګرا اوسئ
کارکوونکو سره مثبت ګرایانه چلند وکړئ، یانې د منفي ټکیو پرځای یې مثبت زیات ووینئ، ویې هڅوئ څو نور هم ښه او پياوړي شي.

دیارلسمه ورځ: غرور مه کوئ
ځینې فکر کوي، چې پر کارکوونکو غرور به غوره کار وي؛ خو داسې نه ده.

کارکوونکو سره داسې چلند وکړئ، چې له زړه ورته ګران شئ او له زړه نه کار درسره وکړي.

دا کار په سم چلند او دوستانه فضا کې کیدای شي.

څوارلسمه ورځ: ثابت اوسئ
ځینې مدیران ثابت نه وي، یانې دریځونه یې بدلیږي، چې دا یې د ناکامۍ نښه وي.

تاسې کوشش وکړئ، چې د خپلو کارکوونکو دفاع وکړئ، ملاتړ وکړئ او هم ورسره پر کړو ژمنو او خبرو ودریږئ.

پينځلسمه ورځ: ډېر تیوریک مخته مه ځئ
ځینې مدیران فکر کوي، چې کارکوونکو ته ځان عالم ښودل به بهتره کار وي. البته علم خپله ځان ښيي، که تاسې په تیوریو کې ډېر ننوځئ، حوالې ورکړئ، کارکوونکي مو ستړي کیږي.

دوی سره عملي مخته لاړ شئ، یانې نظریات یې واخلئ، نظریات ورکړئ او خپله یوه عملي تګلاره جوړه کړئ.

شپاړسمه ورځ: ډېر تشویق هم مه کوئ
زیات تشویق هم ښه نه وي، هم تشویق وکړئ او هم د کارونو د لا ښه والي لپاره کارکوونکي وهڅوئ او لارښوونې ورته وکړئ.

اوولسمه ورځ: ځان پرې وارزوئ
کارکوونکو ته وخت ورکړئ، چې ستاسې کارونه وارزوي او نظریات درکړي.
په دې تاسې کم نه ښکارئ، خو په دې کم ښکارئ،چې همدا کارکوونکي مو ستاسې د نه غوږ نیولو له کبله د باندې تاسې نقد کړي او درپسې وغږیږي.

اتلسمه ورځ: په خبرو یې راولئ
کارکوونکي معمولاً په اسانه د خپل دفتري مشر کار نه نقدوي، خو تاسې یې وهڅوي، چې په خبرو راشي.
حتا ویې ننګوئ، چې زما نقدول ستاسې یوه ازموینه ده.

نولسمه ورځ: هغوی هم نقد کړئ
کارکوونکي خپله پردوی نقد کړئ، کارونه یې په ټیمي ډول ارزونې ته وړاندې کړئ، چې یو بل نقد او د نقد له وېرې کارونه بهتره کړي.

شلمه ورځ: د مدیریت الګو پيدا کړئ
نور مدیران مطالعه کړئ، په اړه یې وپوښتئ او هڅه وکړئ، چې په مدیریت کې خپله الګو پیدا او هماغسې ځان عیار کړئ.

یوویشتمه ورځ: دوستانه فضا جوړه کړئ
کارکوونکي معمولاً صمیمي آمرینو سره راحت او خوشاله وي؛ تاسې هم خپله کاري فضا دوستانه او له صمیمته ډکه کړئ.

دوه ویشتمه ورځ: تېروتنې ومنئ
که کوم کارکوونکي ته بې ځایه غوسه شوئ، یا مو د هغه په کار ملاحظه وکړه، خو وروسته پوه شوئ چې تېروتي یاست.
په اعتراف مه شرمیږئ، ویې غواړئ، ورته ووایئ چې هغه نه؛ بلکې تاسې تېروتي وئ.

درویشتمه ورځ: بهانې مه کوئ
کارکوونکي پخپل کاري ټیپ وپوهوئ. ځینې وخت کارکوونکي له خپلو مدیرانو د خطرناکو خلاقیتونو او نوښتونو تمه کوي.
که تاسې دغو تمو سره جوړ نه راځئ، کارکوونکو ته ووایئ، چې دا تمه نه درڅخه کوي.

څلورویشتمه ورځ: د کارکوونکو ماتې ومنئ
حتمي نه ده، چې هره ورځ به یو کارکوونکی بریالی کیږي.
که ماتې سره مخ کیږي، ماتې یې هم خپله وزغمئ، هم هغه ورته ووایئ چې ځینې وخت ماتې خوړل طبیعي وي، چورت مه خرابوه.

پينځه ویشتمه ورځ: اوږدمهاله موخې وټاکئ
عادي ورځیني کارونه به کوئ، خو اوږدمهاله اداري او کاري موخې وټاکئ او ورته د رسیدو لپاره ممکن او لازم ګامونه واخلئ.

شپږ ویشتمه ورځ:حوصله مند اوسئ
که کوم کارکوونکی بیاـ بیا هم تېروځي، حوصله مه ورته بایلئ.
هڅه وکړئ، چې په هیڅ حالت کې د یوه سالم او با حوصلې انسان خصوصیات مو زیانمن نه شي.

اووه ویشتمه ورځ: محتاط اوسئ
که نوي بدلونونه راولئ، جانبي عوارض یې په پام کې ونیسئ.
حتمي ده، چې هر بدلون ښیګڼې او بدګڼې لري، څوک خوشالیږي، څوک خپه کیږي.
ټولې خواوې په پام کې ولرئ او مدبرانه مخته لاړشئ.

اته ویشتمه ورځ: مستقیمه مننه وکړئ
که کوم کارکوونکی ښه کار کوي، د نورو په خوله یې ښه مه یادوئ.
مستقیما یې وغواړئ، مننه ترې وکړئ. دا بېل خوند لري.

نهه ویشتمه ورځ: ځینو کارکوونکو ته رخصت ورکړئ
کوم کارکوونکی، چې لږ ترلږه په شپږ میاشتیني پلان کې درسره کار نه شي کولای، په معقول او ښه ډول یې یا رخصت کړئ، یا یې دنده بدله کړئ.

دېرشمه وررځ: کارکوونکو سره عاشقانه اړیکه مه غواړئ
دې خبرې نه هدف دا دی، چې خپل کارونه مخته وړئ، خپل پلان تعقیب کړئ.
دې ته مه ګورئ، چې کوم کارکوونکی درنه خپه دی، کوم خوشاله.
تاسې یو ماموریت او هدف لرئ، که څوک خپه کیږي، یا خوشالیږي هغې ته ځان ورسوئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق