۳۰ کارونه چې نه ترسره کول یې پښیمانتیا لري

ژباړه او زیاتونه: احمد فرهاد توتاخیل
دا طبیعي ده څومره چې د انسان عُمر زیاتیږي، هماغومره هوښیاریږي او لا زیاتې تجربې ترلاسه کوي. په دې سره، کله چې ځوانان هم په یوه کار کې بندیږي، نو مشرانو یا هم د پاخه عُمر کسانو ته مراجعه کوي او له هغوی سلا مشورې ترلاسه کوي، ترڅو د ژوند چارې یې سمې پرمخ ولاړې شي. دلته په افغاني ټولنه کې هم، کله چې کشران د ژوند په چارو کې له ستونزو سره مخ شي، نو هغو کسانو ته د مشورو اخیستو له پاره ورځي، چې له دوی څخه یې یو یا څو کمیسونه زیات زاړه کړي اوسي. په همدې اساس، دلته مو هغه دیرش ټکي راټول کړي، چې د پاخه عُمر کسان د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې په نه ترسره کولو یې پښیمانه شوي:
۱. په ځوانۍ کې د سفر کولو چانس له لاسه ورکول.
۲. د مورنۍ ژبې ترڅنګ، د بلې ژبې نه زده‌کول.
۳. سربیره په دې چې پوهیږې، چې د ځینو کسانو ملګرتیا دې دردوي، خو بیا یې هم ورسره پالې.
۴. د لمر ‌ضد کریم نه کارول: که په ځوانۍ کې د لمر ضد کریم پر مخ وکاروې او خپل جلد له لمر څخه وساتې، نو د زړښت په وخت کې به دې مخ زیاتې ګونځې نه لري، صاف به وي او د پوستکي سرطان ناروغي به درته نه پیدا کیږي. په همدې اساس، د لمر ضد کریم کارول دې خپل عادت وګرځوه.
۵. د هغو کسانو نه لیدل، چې د لیدو ارمان یې لرې.
۶. د نویو کارونو له ترسره کولو ویره.
۷. د بدن ښکلا (فیټنيس) جوړولو ته لومړیتوب نه ورکول.
۸. د خپل د ژوند واک نورو ته سپارل.
۹. د ژور‌ خپګان (سټریس) لرونکې دندې نه پریښودل.
۱۰. د ښوونځي او پوهنتون په درسونو کې زیات کوښښ نه کول.
۱۱. د خپلې ښکلا په قدر نه پوهیدل.
۱۲. خپل میَن/میَنې ته د “مینه درسره لرم” له ویلو ویره. که مخامخ ورته ووایو چې څومره مینه ورسره لرو، نو څه به له لاسه ورکړو؟
۱۳. د خپل مور و پلار نصیحت ته غوږ نه نیول.
۱۴. خپله ځواني عبث تیرول.
۱۵. د خلکو د خبرو په اړه زیات فکر کول.
۱۶. خپلې هیلې پریښودل او د نورو خوبونه په حقیقت بدلول یا د نورو له خوبونو ملاتړ.
۱۷. د ژوند په چارو کې چټک نه تلل.
۱۸. له نورو سره، په ځانګړي توګه له هغو کسانو سره چې مینه ورسره لرې، بُغض او کینه ساتل.
۱۹. د خپل حق غوښتو پر وړاندې نه ودریدل.
۲۰. د خیر په کارونو کې د رضا‌کار/ رضاکارې په توګه ونډه نه اخیستل.
۲۱. خپلې روغتیا ته پام نه کول.
۲۲. له مور و پلار څخه د کورنۍ په اړه د پوښتنو کولو چانس له لاسه ورکول.
۲۳. له حده زیات کار کول.
۲۴. د یوې ښې او ځانګړې غذا پخلی نه زده‌کول.
۲۵. د ژوند له هرې شیبې سمه ګټه نه اخیستل او ځان پکې خوشاله نه ساتل.
۲۶. د هغه کار سر ته نه رسول، چې پیل کړی دې اوسي.
۲۷. څو باادبه ټوکې په ذهن کې نه ساتل.
۲۸. له ملګرو او د کورنۍ له غړو سره تل په وړو څیزونو شخړه کول او هغوی خپه کول.
۲۹. د نورو کسانو ستونزې نه درک کول.
۳۰. له خپلو ماشومانو سره په کافي کچه لوبې نه کول.