فبروري 27, 2021

د رهبرۍ د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره دېرش ورځنی تمرین

د رهبرۍ د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره دېرش ورځنی تمرین
ژباړه: عطا محمد میاخېل
آیا پوهېږئ، چې ستاسو د مدیریت او رهبرۍ د مهارتونو پیاوړی ټکی کوم دی او څنګه کولای شئ، چې په غوره رهبر باندې بدل شئ؟ د یادونې وړ ده، چې ځینې ټکي شتون لري چې له تاسو سره مرسته کوي، په لنډ وخت کې د پام وړ پرمختګ وکړئ.
ښایي هغه ټکي او سټراټیژیانې، چې له تاسو سره یې شریکوو، د رهبرۍ د ټولو ننګونو د پرېښودلو لپاره د حل اغېزناکه لاره نه وي، خو دا سپارښتنې له تاسو سره مرسته کوي، په ډېره چټکه توګه پرمختګ وکړئ.
په دېرش ورځو کې د رهبرۍ د مهارتونو د ښه والي لپاره دېرش ګامونه
۱ ـــ د ډلې د ټولو غړونو نظرونو ته غوږ ونیسئ او له هغوی سره د اړیکې لپاره غوره لارې پیدا کړئ، لکه: د معلوماتو وړاندې کول، د آیډیاوو شریکول او یا د هغو په اړه بحث کول.
۲ ـــ په یاد مو وي، چې پېرېدونکو (مشتریانو) ته د سازمان تر تولو نږدې کسان، هغه کارمندان دي، چې پوهېږي دا اوس څه د پېښېدو په حال کې دي، ډېره هڅه وکړئ او پوه شئ، چې هغوی په څه باندې پوهېږي.
۳ ـــ په ډېرې لېوالتیا او انګېزې، له ټول ټیم سره کار وکړئ او ملاتړ یې ترلاسه کړئ، دا په دې مانا ده، چې له هغو کسانو سره، چې ستاسو د اړینو اړیکو له شبکې څخه بهر دي هم اړیکه ټینګه کړئ.
۴ ـــ ډاډ ترلاسه کړئ، چې کړنې او خبرې مو له یو بل سره سمون لري.
۵ ـــ هېڅکله یو شمېر کارمندانو ته په نورو باندې غوره والی مه ورکوئ، که ځینو ته پاملرنه وکړئ او ځینې نور نالیدلي ونیسئ، نو په ټیم کې به  د اختلافاتو د رامنځته کېدو سبب شئ. اړینه ده، چې د ټیم موخو ته د رسېدو په لاره کې د ټولو کارمندانو له وړتیاوو څخه ګټه واخلئ.
۶ ـــ کله چې د ټیم یو د غړو له چلند او آیډیاوو سره مخالف یاست، نو مخالفت په دوه کسیزه خبرو کې بیان کړئ، نه ډېرو کسانو پر وړاندې، سربېره پر دې غوره ده، چې دا کار ډېر ژر ترسره کړئ او نن و سبا مه کوئ.
۷ ـــ د ټیم د غړو له همېشني کنټرول څخه لاس واخلئ، هغوی ته کړنیزه آزادي ورکړئ، پرېږدئ، همداسې چې په دې لاره کې پرمختګ کوي، په خپله د خپلو اقداماتو او تصمیمونو مسؤولیت پر غاړه واخلي.
۸ ـــ هر معلومات چې اړین وي د ټیم له غړو سره یې شریک کړئ، هغوی چې هر څومره ډېر وپوهېږي، شرایط، موخې او دندې به په ښه توګه درک کړي. هر څومره چې ډېر درک وکړي، نو د ژمنتیا لا ډېر احساس به ولري او کله چې خپل ځانونه ژمن وګني، له هڅې او کوښښ څخه لاس نه اخلي.
۹ ـــ خپلو کارمندانو ته د مننې یاددښتونه واستوئ، هغه مدیران چې د خپلو کارمندانو له هڅو او کوښښونو څخه منندویي کوي، نو هغوی ته ډېره انګېزه او انرژي ورکوي.
۱۰ ـــ د خپل شرکت د ادارې لپاره غوره کسان وټاکئ او هغوی ته د کړنو آزادي ورکړئ، حتا که شونې وي تېروتنه وکړي، هېڅکله د ډېرو کسانو پر وړاندې په هغوی باندې قضاوت مه کوئ او مه یې هم رټئ.
۱۱ ـــ د خپل ټیم د غړو د شخصي ژوند په اړه هم له هغوی سره وغږېږئ، پرېږدئ، چې هغوی وپوهېږي چې ژوند ته یې هم ارزښت ورکوئ.
۱۲ ـــ دا جمله په یاد ولرئ: «د فیډبک ورکړه، د اتلانو سبا ناری دی» کارمندان لېوالتیا لري پوه شي، چې څنګه کار کوي، ښه او بریالي رهبران تل او په منظمه توګه د خپل ټیم غړو ته فیډبک ورکوي.
۱۳ ـــ د همکارۍ روحیې او مثبتو اړیکو ته پراختیا ورکړئ، کله چې د ټیم غړي د یووالي او اتحاد احساس وکړي، نو د خپلو نظریاتو او آیډیاوو له بیانولو څخه وېره نه لري او دا مسئله د لا ډېرو خلاقانه آیډیاوو د وړاندې کولو سبب ګرځي.
۱۴ ـــ له نورو سره مرسته وکړئ، چې پرمختګ وکړي او نوي مهارتونه زده کړي.
۱۵ ـــ بریالي رهبران د خپل ټیم د غړو په اړتیاوو باندې پوهېږي؛ نو له کارمندانو سره د هغوی د اړتیاوو په اړه خبرې وکړئ.
۱۶ ـــ ډاډ تر لاسه کړئ، چې کارمندان خپلې موخې پېژني، هر څه چې کولای شئ وې کړئ، ترڅو هغوی وهڅوئ او ملاتړ ترې وکړئ او هر کله یې چې ستاسو لارښوونې ته اړتیا لرله، ښه روزونکی واوسئ.
۱۷ ـــ کارمندانو ته د پروژو او دندو مسؤولیت وسپارئ او پرېږدئ، چې کارونه په خپلې تګلارې سره ترسره کړي.
۱۸ ـــ ټول اړین معلومات د کارمندانو په واک کې ورکړئ.
۱۹ ـــ د میاشتنۍ کړنو د ارزونې پرځای، کارمندانو ته په غیر رسمي او دوستانه توګه فیډبک ورکړئ.
۲۰ ـــ د کارمندانو د هڅونې د تګلارې په اړه دقت وکړئ، دا چې کارمند ته ووایئ، چې کار دې ښه و او وروسته ترې لیرې شئ، بسنه نه کوي، د کارمندانو د عادي او ورځنیو کړنو پرځای، د یوې ځانګړې لاسته راوړنې په لټه کې واوسئ، ترڅو یې وهڅوئ.
۲۱ ـــ که چېرې له کارمند سره مو کومه ژمنه کړې وي، نو هرومرو یې وڅارئ، ښایي ستاسو اقدامات داسې یوه ځای ته ورسېږي، چې اړتیا وي، توضیحات ورکړئ، چې دمګړۍ ولې هغه ژمنه د پوره کېدو وړ نه ده.
۲۲ ـــ د ماتو، ننګونو او سختو تصمیمونو په اړه، چې نیولي مو دي، له کارمندانو سره خبرې وکړئ. رښتینولي ولرئ، لکه څنګه چې ښه خبرونه د هغوی غوږونو ته رسوئ، نو له بدو خبرونو څخه یې هم خبر کړئ. مسئله دا ده، چې په هر ډول شرایطو کې رښتیني واوسئ.
۲۳ ـــ په هر ډول شرایطو کې د ټیم د غړو خبرو ته غوږ ونیسئ او یو فعال اورېدونکی واوسئ، باید د نورو آیډیاوو ته پام وکړئ، تل په لاسرسي کې واوسئ او ځان غوښتنه پرېږدئ.
۲۴ ـــ ډاډ ترلاسه کړئ، چې ټول غړي پوهېږي، ولې کاري غونډې ته رابلل شوي، داسې قوانین جوړ او پلي کړئ، چې غونډې د خبرو اترو لپاره، په یوې خوندي او هوسا فضا باندې بدلې شي.
۲۵ ـــ د غبرګون ښکاره کولو پرځای، ځواب ویونکی واوسئ.
۲۶ ـــ د ټیم غړي مو تازه وساتئ. کارمندان باید په دې باندې پوه شي، چې کار یې څنګه د یوې پروژې د پرمختګ او وروستیو موخو ته د نږدې کېدو سبب ګرځي.
۲۷ ـــ په هغو مسایلو باندې تمرکز وکړئ، چې ډېر زیات ارزښت لري او خپله لومړیتوب بندې په همدې اساس په پام کې ونیسئ. سټیو جابز ویل: «د هغو کارونو په اړه تصمیم نیونه چې نباید ترسره یې کړې، د هغو کارونو د تصمیم نیونې په اندازه مهم دی، چې باید ترسره یې کړې، دا مسئله د کاروبارونو په اړه هم صدق کوي، لکه څنګه چې د محصولاتو په اړه صدق کوي.»
۲۸ ـــ مخکې تر دې، چې پایله اخیستنه او قضاوت وکړئ، دا فرضیه په پام کې ونیسئ، چې نورو په ښه نیت سره یو کار ترسره کړی دی او ښایي تاسو له هر څه څخه خبر ونه اوسئ.
۲۹ ـــ خپل ځان ته فیډبک ورکړئ؛ نو د هغو کارونو په اړه، چې ترسره کړي مو دي او دا چې څنګه کولای شئ ښه واوسئ، فکر وکړئ.
۳۰ ـــ له خپلو کارمندانو سره مینه ولرئ. امریکایي فوټبال روزونکی وینس لومبارډي وایي: «مینه وفاداري ده؛ مینه ټیمي کاردی؛ مینه یانې افرادو ته درناوی کوئ، دا هماغه څه دي، چې یوه سازمان ته ځواک وربښي.»

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*