اپریل 11, 2021

د ټېلېفون شارتۍ د ځوانې روسۍ نجلۍ ژوند واخيست

Advertisements

ژباړه: نسيمه محمدي
اوليسيا سمينوفا، ٢٤ کلنه روسۍ نجلۍ د حمام کولو پر وخت، د چارچ سره موبايل، د برښنا د شارتۍ له امله ساه ورکړه.
رسنيو د روسيې د بېړنيو خدمتونو د ادارې په حواله خبر ورکړى، چې داريا د اوليسيا هم اطاقې د نوموړى جسد په حمام کې موندلى دى.
داريا ويلي:
چيغې مې کړې، هغه مې وښوروله، خو بدن يې بېرنګه او الوتى وو، ساه يې نه اخيسته او د ژوند هېڅ نښه په هغې کې نه ليدل کېدله…په رښتيا وېرېدلې وم، کله چې مې لمس کړه، برښنا ټکان راکړ.”
نوموړې همدارنګه ويلي چې لاهم د اوليسيا آيفون په اوبو کې دننه د چارچ کېدلو په حال کې وو.
د روسيې د عاجلو صحي خدمتونو ادارې کارکوونکو منلې، چې دا ځوانه نجلۍ د برښنا نيول کېدلو له کبله مړه شوې ده.

اوليسيا چې په يوه رخت پلونځې کې کار کاوه، کال وړاندې هم، د حمام کولو پر وخت د اوبو څخه ډک ټاپ کې اخيستل شوى سلفي په انسټاګرام خپور کړى وو.
له دې پېښې وروسته د روسيې د بېړنيو چارو وزارت ويلي:
دا غميزه يو ځل بيا موږ ته يادونه کوي، چې اوبو او د برښنا جريان وصلوونکې وسيله د يو بل سره همغږي نه دي.”
په دغه پيغام کې راغلي دي:
دا ډول پېښه د هرې وسيلې سره صدق کوي. که دا ډول وسيله د چارچ کېدلو پر وخت په اوبو کې ولوېږي، بدې پايلې به ولري.”
د روان کال د اګسټ مياشتې کې هم، په مسکو کې يوې ١٥ کلنې نجلۍ چې د حمام کولو پر وخت د چارچ سره وصل ټېلفون کاراوه، د اوبو ټپ ته د ټېلفون لوېدلو او شارتۍ له امله مړه شوه.
همدارنګه تېر کال، ليليا نوفيکوفا، د پوکر مشهوره څېره د حمام کولو پر وخت د ټېلفون شارتۍ له امله د ټپ دننه ساه ورکړه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي