د اماراتو ټونټي ایکس سیالۍ ولې فسخه شوې؟

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه: عزیزالله عزیزي
د اماراتو لخوا راتلوونکي میاشت په لومړي ځل پيلیدونکي شل اوریزې تجارتي سیالۍ د ټیمونو د اخیستوونکو د نه پيدا کیدو له کبله لغوه شوې.
اماراتو کریکټ بورډ او ددې سیالیو پرمخ بیوونکي Opiګروپ په ګډه هڅې پیل کړې وې چې د پنځو واړو لوبډلو لپاره اخیستوونکی یا سپانسر پيدا کړي، خو دوی یوازې د دوو لوبډلو لپاره د سپانسر یا اخیستوونکو په پیداکولو وتوانیدل.
اوپي ګروپ او اماراتو کریکټ بورډ پخپله خوښه پدې سره موافق شول چې له دې سیالیو ترسره کولو تیر شي.
ددغه لیګ تنظیموونکو په وینا دوی کولی شول چې د پنځو واړو ټیمونو لپاره اخیستوونکي پيدا کړي، خو د وخت د نشتوالی له کبله ونه توانیدل چې په وخت سره دغه کار ترسره کړي.
د اماراتو ( ټونټي ایکس) یا شل اوریزې په پلان کې وې چې راتلوونکي دسمبر میاشتې په نوولسمه نيټه به پيل شوې وای او د لوبغاړو نیلامۍ پړاو به یې د راتلوونکي شنبې په ورځ ترسره شوی وی.
ددغه لیګ د بولۍ لپاره تر ۵۰۰ خارجي او داخلي لوبغاړو ځانونه راجسټر کړي وو، چې په کې شاهد خان افریدي، اندري رسل، کمارا سینګاکارا، ایوان مورګن او ډویډ میلر د ایکن لوبغاړو په توګه پکې شتون درلود.
دا سیالۍ چې د اسټرالیا بیګ باش سره په ټکر کې وې، کریکټ نړیوالې شورا ورته رسمي اجازه هم ورکړې وه.
پدې وروستیو کې د لنډ اوریزو لیګونو په زیاتیدو سره په کریکټ نړیوالې شورا هم فشار اچول شوی چې پداسې لیګونو محدودیتونه وضع کړي، دوی اټکل کوي چې پدې سره به په ټیسټ کریکټ سیالیو اغیزه لویږي.
ټاکل شوې چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۳مه نيټه به په اماراتو کې لس اوریزه کریکټ سیالۍ هم پيل شي چې افغاني لوبغاړي هم پکې اشتراک لري.

About ياران ټیم 3433 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.