ټولنیز ژوند

ښه ملګری دغه ځانګړتیاوې لري

موږ ټول د ژوند په اوږدو کې د هر پړاو سره مناسب ملګري او دوستان لرو. د ملګرتیا اصل ته په پام سره باید د ملګرو په ټاکنه کې ډېر محتاط واوسو، چې د دوستۍ د دوام او د متقابل زیان څخه غوندي پاتې شو. نو دا چې ښه ملګري کومې ځانګړتیاوې باید ولري؛ په لیکنه کې یې راسره ولولئ. ۱ – هېڅوخت ستا په اړه پسي شا خبرې نه مني. ۲ – پر ملګرتیا … نور ولولئ

ادبیات

اطرافي؛ د ښاغلي آصف مشال پر درېیم ناول لنډه تبصره

  پخوا به زه د ( ارواښاد نصیر احمد احمدي) ناولونو ته په تمه وم. هر ځل به چې کتابپلورنځي ته لاړم، لومړی به مې دا پوښتنه کوله چې د احمدي صیب نوی ناول راغلی که نه؛ خو اوس که د نوي ناول پوښتنه کوم، لومړی د مشال صیب د نوي اثر پوښتم. ځکه د ناول لیکنې په ډګر د احمدي تشه محسوسېږي؛ خو اوس مو لږ زړه ترې راټول شو. د ښاغلي مشال درېواړه … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

په ماشومانو کې د دروغو ویلو لاملونه!

ژباړه ماشومان نازکو او تازه څانګو ته ورته دي چې که د نیالولو پر وخت هرې خواته کږې شي؛ هماغه لور ته وده کوي. د ماشومتوب په پړاو کې ډېری ماشومان دروغ وایي، چې د دوی د سالمې روزنې او ښه شخصیت جوړېدنې لپاره ښه خبر نه دی. خو دا چې ولې دوی دروغو ویلو ته مخه کوي؛ لاملونه یې دلته درښيو. راسره اوسئ. ۱ – دروغ ویل له اروايي روغتیا يو ډول انحراف دی. … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ځینې کورنۍ ولې سیالۍ ته اړ کېږي؟

ژباړه په ډېری کورنیو کې به د سیالۍ په اړه اورېدلي او لیدلي وي. دا چې ولې دا کړنه ډېره ده لاملونه یې دلته ولولئ. ۱ – ځکه له ماشومتوب څخه د سیالۍ سره روزل شوي دي. ۲ – ځکه کورنۍ د کور غړي له یو بل سره پرتله کوي. ۳ – ځکه زموږ ډېری کورنۍ ټولن غوښتونکي دي. ۴ – ځکه تل د ټولې له لوري قضاوت سره مخ شوي یو. ۵ – ډېری … نور ولولئ

افغانستان

افغان غر ختونکی “علي اکبر سخي” د پاکستان کې ۲ غره ته د ختلو پرمهال مړ شوی

  افغان غره‌ختونکی اتل «علي اکبر سخي» د نړۍ دویمې لوړې څوکې ته د پورته‌کېدو پر مهال مړ شو. د «هایک او وینچر» د غره‌ختونکي ټیم مشر “علي اکبر سخي” د پنجشنبې په ورځ د نړۍ دویمې لوړې څوکې (کې ۲) غره ته د ختلو پرمهال ژوند له لاسه ورکړی دی. تر اوسه د علي اکبر د مړینې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو د هغه یوه خپلوان رسنیو ته ویلي چې ښايي د … نور ولولئ

افغانستان

د افغانستان پاسپورت د نړۍ بې اعتباره پاسپورت بلل شوی

  د پاسپورټونو په نړیوالې تازه درجه‌بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو ټيټ اعتبار لرونکي پاسپورټ په توګه پېژندل شوی دی. د پاسپورټونو دا تازه درجه‌بندي پرون د چنګاښ ۲۹مه د «هنلي او شرکا» شرکت خپره کړې او پکې ویل شوي چې د افغانستان پاسپورټ د بې‌اعتباره پاسپورټونو د نوملړ په پای کې راغلی دی. د هنلي او شرکا شرکت د جاپان پاسپورټ لومړی بللی دی چې لرونکي یې د نړۍ ۱۹۳ … نور ولولئ

رسنۍ

د ټرامپ لومړۍ مېرمن د ۷۳ کالو په عمر ومړه

  د امریکایي رسنیو په حواله، ایوانا ټرامپ د متحده ایالاتو نیویارک منهتن کې په خپل کور کې مړه موندل  شوې ده. ایوانا ټرامپ د ډونالډ ټرامپ سره ۱۵ کاله ګډ ژوند تېر کړ چې ثمره یې درې اولادونه ډونالډ جونیور، ایوانکا او اریک ټرامپ دي دي. ښاغلي ټرامپ د نوموړې د مړینې په غبرګوم کې لیکلي: ”هغه یوه ښایسته، حیرانوونکې او په زړه پورې ښځه وه، چې ستر او الهام ورکوونکی ژوند یې تېر … نور ولولئ

افغانستان

ملا هبت الله اخوند د علماوو لویې غونډې ته راغلی

د دیني علماوو د لویې غونډې پر دویمه ورځ، د طالبانو د ویاند یو مرستیال بلال کریمي په ټویټر پیغام کې ویلي، د طالبانو تحریک مشر ملا هبت الله اخوندزاده هم د غونډې په دویمه ورځ د غونډې تالار ته ورغلی دی. نوموړي په دې اړه نور څه نه دې ویلي چې ملا هبت الله به غونډې ته وینا وکړي که نه او یا په غونډه کې یې د ګډون موخه څه ده. د باختر … نور ولولئ