اوکراین: راتلونکي ۲۴ ساعته برخلیک ټاکونکي دي

اوکراین وايي راتلونکي ۲۴ ساعته یې د هېواد لپاره برخلیک ټاکونکي دي.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي په تازه څرګندونو کې ویلی، چې پوځ یې په ځينو ښارونو کې پرمختګ کړی او د روسي ځواکونو مخه یې نیولې، خو په ځينو برخو لا هم د روسانو توغندیز بریدونه روان دي.

هغه وایي راتلونکي څلور ویشت ساعته برخلیک ټاکونکي دي، ځکه ملګري ملتونه او د اوکراین ملګري هېوادونه به خپله پرېکړه اعلانوي.

بلخوا وضعیت په روسیه کې اقتصادي بې ثباتي رامنځ ته کړې، د روسي روبل ارزښت شل سلنه راټيټ شوی دی، پر روسیه د بندیزونو نوې څپه را روانه ده او ډېری هېوادونو ان روسي پروازونه پر خپل حریم بند کړي دي.

اروپايي ټولنه وایي دا ځل به بندیزونه بې مخینې وي.