افغانستان

چین: نوی حکومت دې د نړیوالو غوښتنو ته درناوی وکړي

چین وایي د افغانستان نوی حکومت دې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته درناوی وکړی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان په خپلو پښو درېدو ته اړتیا لري او دا مسئله هغه وخت ترسره کېدی شي چې نوی حکومت له نړیوالو سره ښې اړیکې او پراخ تعاملات ولري. د چینایي لوري په خبره د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو نرمښت وښيي، کورني سیاست کې له نرمښت … نور ولولئ

افغانستان

ملا برادر: پوهنتونونه به ډېر ژر پیل شي

د افغانستان ا.ا وایي شرعي اصولو ته په پام به ډېر ژر د پوهنتونو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي. د رییس الوزرا مرستیال مولوي برادر د دولتي پوهنتونو د استادانو له اتحادیې سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې د لوړو زده کړو دوام او په دې برخه کې د کیفیت لوړولو ته ژمن دي نو له همدې امله هڅه کوي ډېر ژر د پوهنتونو دروازې د … نور ولولئ

افغانستان

ا.ا پر اماراتو د حوثیانو برید غندلی دی

د ا.ا.ا پر اماراتو د حوثي یاغیانو برید غندلی دی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حوثي یاغیانو پر هوایي ډګر او ملکي تاسیساتو برید کړی دی چې ملکي وګړي یې پکې وژلي دي. د سرچینې په خبره افغانستان دغه برید غندي او هغه بشر ضد جنایت بولي. د یادونې ده چې پر متحده عربي اماراتو د حوثي یاغیانو بریدونو سخت غبرګونونه پارولي دي. تېره ورځ حوثي یاغیانو … نور ولولئ

افغانستان

پنټاګون: د افغانستان الوتکې بېرته نه ورکوو

پنټاګون وايي د افغانستان شمالي ګاونډیو ته د افغان پوځ وړل شوې الوتکې نوي حکومت ته نه ورکوي. د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغان پوځ د الوتکو په اړه وروستۍ پرېکړه تر دې دمه نه ده کړې خو ټاکل شوې چې دغه الوتکې افغان لوري ته ور نه کړل شي. پنټاګون وایي دوی له پخواني پوځ سره پراخې مرستې کړې دي او داسې کومه نښه … نور ولولئ

ادبیات

د چرسي زوی!

لیکنه: عبدالوهاب مومند ما غوښتل یوازې په دې ناول باندې سرسري کتنه وکړم، وخت راسره کم و، د یو پراګراف لوست څخه وروسته په دې ناول کې تلوسه دومره زیاته وه چې ځان ته مې ددې اجازه ور نه کړه چې خپل نورو کارونه ته ورسېږم، همدا اندېښنه راسره وه چې وروسته به څه کېږي؟! د ناول همدا خوندوره تلوسه او خواږه کلیوالي الفاظ و، چې په کم وخت کې مې د یاد ناول داستان … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

حوصله دنګه وساتئ او زړه لوی کړئ!

هـر انسان غـواړي، چي پـه خپلو چارو کي بريالی وي او پرمختګ پکي وکړي. هر څوک د پرمختګ کوښښ کوي او دا ئې هيله وي، ورځ تر بلي ښه شي. موږ بايد دا زده کړو، چي څومره پر خپل پرمختګ خوشحالېږو، هغومره د نورو  پرمختګ ته هم خوشحاله شو. د هيچا پرمختګ زموږ د پرمختګ  خنډ نه دی. که مو د بل پر برياليتوب او پرمختګ زړه خوړ، موږ هم مخته نشو تلای. که مو … نور ولولئ

افغانستان

د کابینې پرېکړه؛ له ازبیکستانه-مزار او پېښور ته دې د ریل پټلۍ سروې وشي

د افغانستان ا.ا کابینې ټولګټو وزارت ته سپارښتنه کړې ده چې له ازبیکستانه-مزارشریف او پېښور ته د ریل پټلۍ د پروژې ځمکنۍ سروې پیل کړي. د چارو ادارې د معلوماتو له مخې، د کابینې غونډه کې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په ګډون د ریاست الوزرا مرستیال وزیرانو او سرپرست وزیرانو هم ګډون کړی وو. په یاده غونډه کې پرېکړه شوې ده چې ریل پټلۍ پروژې په اړه دې سروې وشي تر څو په … نور ولولئ

افغانستان

پخواني ولسمشر له ناروې د مرستې ډېرولو غوښتنه کړې

پخواني ولسمشر له ناروې د مرستې د ډېرولو غوښتنه کړې ده. د ناروې سفیر او د افغانستان لپاره د ناروې د ولسمشر ځانګړي استازي انډرېس لینډ من په کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان پر روان وضعیت خبرې شوې دي. حامد کرزي ویلي چې ناروې له اوږدو کلونو راهیسې له افغانستان سره په بېلو برخو کې بشردوستانه مرستې لرلې دي … نور ولولئ

افغانستان

د م.م کاروپوهان: افغانستان سره باید تعاملات ډېر شي

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي. په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې کارپوهانو په خپل راپور کې ویلي چې نړۍ باید د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي او دوی د بشري حقونو رعایت ته وهڅوي. سرچینه وايي چې همدا اوس په افغانستان کې هم له اقتصادي پلوه او هم له بشري پلوه وضعیت ترینګلی دی او د وضعیت کنټرول د … نور ولولئ

افغانستان

روسیه: د افغانستان کشمکشونو کې موږ لاس نه لرو

روسیه وایي د تاوتریخوالي او جګړو پر مټ افغانستان ته دایمي ثبات نه شي راتللی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان او سیمه کې د جګړو د دوام ملاتړي نه دي. د نوموړې په وینا په افغانستان کې د جګړو او قومي کشمکشونو دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی او د ټولې سیمې ثبات له خطر … نور ولولئ