افغانستان

طا لبانو د جو بایډن وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې

د ا.ا.ا د امريکا د ولسمشر جوبایډن هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې ګواکې افغانستان د يووالي وړتيا نه لري. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، ویشلي ملتونه نه بلکې یواځې متحد ملتونه کولای شي د یرغلګرو او امپرتوریو د زوال سبب وګرځي. بلخي ویلي د اشغال له پای ته رسېدو وروسته، اسلامي امارت په لږو سرچينو او کم وخت سرتاسري امنيت ټينګ، او ولس يې سره متحد کړ. د ده په … نور ولولئ

افغانستان

الکوزی: ا.ا دې د زیربناوو په برخه کې له خصوصي سکټور سره مرستې وکړي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي په افغانستان کې د خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په اړه د ا.ا د چارواکو د څرګندونو هرکلی کوي خو وايي، چې باید عملآ د زیربناو په برخه کې خصوصي سکټور سره مرستې وشي. ا.ا وايي چې په لنډمهاله اقتصادي پالیسي کې يې خصوصي سکټورځانکړی ځای لري. د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي چې حکومت باید عملآ د خصوصي سکټور د پرمختګ په مخ کې پراته خنډونه، چې … نور ولولئ

افغانستان

ا.ا: د جنايي جرمنو پېښې صفر ته راټيټې شوې دي

کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دوی د ځواکونو په هڅه غلا، اختطاف او جنايي جرمونه صفر ته راټيټ شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند عقیل جان عزام ویلي، چې په افغانستان کې د جرایمو کچه صفر ته را ښکته شوې ده. نوموړي هغه جرایم چې په هېواد کې پېښېږي، عادي وبلل او ټینګار يې وکړ چې ورته جرمونه په پرمختللو هېوادونو کې هم کېږي. عزام خلکو ته ډاډ ورکړ، چې غله او د … نور ولولئ

افغانستان

د کابینې پرېکړه؛ د ولايتي رییسانو ټاکنه د وزارتونو صلاحیت دى

د ا.ا مرستيال ویاند انعام الله سمنګاني وايي چې د ولايتي رییسانو او د مستقلو ادارو د مسؤولينو د ټاکلو صلاحیت د اړونده وزارت او مستقلې ادارې صلاحیت دى او د واليانو موافقه په کې شرط نه ده. د سمنګاني په وينا د کابینې د پرېکړې له مخې د ولایتي رییسانو او مسوولينو د ټاکلو صلاحیت وزارتونو او مستقلو ادارو ته ورکړل شوى دى. د نوموړي په خبره چې د ولايتي رییسانو او ولايتي مسوولينو … نور ولولئ

افغانستان

ا.ا: ملي ارزښتونو سپکاوی نور د زغم وړ نه دی

د افغانستان ا.ا د استخباراتو ریاست وایي چې ځینې کسان بهرنیو هېوادونو ته د تګ په موخه دیني او ملي ارزښتونه تر پښو لاندي کوي، دې ارزښتونو ته سپکاوی کوي او پر ا.ا بې بنسټه تورونه لګوي. د یاد ریاست په خبره، په دغه برخه کې یو شمېر رسنۍ هم بې بنسټه تورونه رسنیز کوي. دوی زیاته کړې ده چې نور افغان ولس ته د دیني او ملي ارزښتونو سپکاوی د زغم وړ نه دی. … نور ولولئ

افغانستان

امریکایي استازو د کنګل شوې شتنمۍ ازادول غوښتي

درېیو نورو امریکایي استازو هم له بايډن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادول غوښتي دي. درېیو امریکایي استازو جیس کرو، تام مالینوفسکي او پیتر مایجر په یوه ګډ لیک کې د امریکا له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ ستره برخه ازاده کړي. یادو استازو ویلي چې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او امریکا دې په غیر قانوني توګه د عامو وګړو شتمني نه کنګل کوي. … نور ولولئ

افغانستان

بایډن: بښنې ته اړتیا نشته، له افغانستان وتل اړین وو

د امریکا ولسمشر وایي د افغانستان په اړه یې پرېکړه پر ځای او اړینه وه. ولسمشر جو بایډن د خپلې واکمنۍ د یو کلن کېدو په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان په اړه یې پرېکړه پر ځای وه او د بښنې غوښتلو ته اړتیا نه لري. هغه ویلي د افغانستان خلک یووالي او د یوه واحد حکومت تر چتر لاندې راتګ ته ژمن نه دي، نو ځکه په دغه هېواد … نور ولولئ

افغانستان

ا.ا ایران ته د اوبو د خوشې کولو خبرونه رد کړي دي

د افغانستان ا.ا هغه راپورونه رد کړي دي چې ویل کېدل د افغانستان اوبه ایران ته بېرته ورخوشې کړل شوې دي. د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې د کمال خان بند اوبه د دې بند لاندې سیمو اوسېدونکو په غوښتنه او د بزګرانو د ستونزو د حل په موخه خوشې شوې دي او ایران ته د دغو اوبو د خوشې کولو په اړه خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري. د یادونې ده چې ایراني … نور ولولئ

افغانستان

م.م: ا.ا په یوازې ځان ټولو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی

ملګري ملتونه وایي افغانستان ته د مرستو راټولولو په لټه کې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د افغانستان اقتصاد په نامه کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې ملګري ملتونه له مرستندویه هېوادونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي د لا ډېرو مرستو د جذب او کنګل شوو شتمنیو د ازادولو په اړه بحثونه دوام وکړي. د لاینز په خبره افغانستان له خورا بد … نور ولولئ

افغانستان

ا.ا اسلامي هېوادونو ته: د نورو خولې ته مه ګورئ، موږ په رسمیت وپېژنئ

د ا.ا.ا وایي اسلامي هېوادونه دې خپله خپلواکي ثابته کړي او د افغانستان نوی حکومت دې په رسمیت وپېژني. د ا.ا رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند نن د افغانستان اقتصاد په نامه په یوه ورځني جوړ شوي کنفرانس کې د پرانیستونکې وینا پر مهال وویل، چې د رسمیت نه پېژندلو او اقتصادي بندیزونو د افغانستان خلک له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي. نوموړي ویلي دوی تمه لرله چې اسلامي هېوادونه به یې ژر … نور ولولئ