خوندیتوب

اوښکې وزن نه لري، خو په تويېدلو يې زړه سپکېږي

د اوښکو تويېدل کله ناکله بې اختياره شي او د انسان په زړه کې د دردونو او غمونو تېرېدل د اوښکو د بهېدلو لامل کېږي. د اوښکو تويول د ځان لپاره د ضعف ټکى مه احساسوئ، بلکې په خپلې ژړا کولاى شئ زړه مو سپک کړئ او د ارام احساس وکړئ. کله، چې تاسو ژړا زړه ته ښکته کوئ او نه غواړئ، چې اوښکې مو وبهېږي نو دا کار به تاسو ته په راتلوونکې کې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

دا د ژوند اصل دی!

دا ياد لرئ! دا د ژوند اصل دی. که يوه لار بنده شي، نوري لاري هم شته. که يوه دروازه وتړل شي، بله دروازه خلاصېږي. زموږ ستونزه دا ده، چي يوه لار بنده شي، بله لار  نه لټوو. که يوه دروازه وتړل شي، بله دروازه نه وينو.  بندو  لارو او تړلو دروازو ته ولاړ يو. کله چي له يوې لاري هدف ته ونه رسېدې، بله لار پيدا کړه، له بلي لاري راشه، کېدای شي تر … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ژوند کول او ژوند تېرول فرق لري

ژوند کول او ژوند تېرول فرق لري. ژوند تېرول دا دي، چي يوازي د ورځو شپو د کمولو حساب کوو. کار نه کوو. فعاله نه يو. يا په بله وينا د وخت  ضايع کولو  ننداره کوو. ژوند کول بيا دا دي چي کار کوو. فعاله يو. ځان ژوندی احساسوو. د ژوند له هري شېبې او هر فرصته ګټه اخلو. په ژوند تېرولو کي له ژونده شکايتونه هم ډېر وي؛ مګر په ژوند کولو کي شکايت … نور ولولئ

ادبیات

د زمزمه غزل د شعر مقام

محمود دلګیر شعر خپله یو مقام دی، خو زموږ مطلب دلته د شعر له مقام څخه د شاعر/ شاعرې شعر له خامۍ څخه راوتل او د پوخ والي څومره والی دی. موږ دلته د یوې ښځینه شاعرې په شاعرۍ غږیږو. دا خبره به ډېره سولېدلې شي چې زموږ په ټولنه کې د ښځینه شاعرې په محرومیتونو او بندیزونو خبرې وکړو او بیا یې په همدغه تله شاعري وتلو، دا سمه خبره ده چې ټولنه، ماحول … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د وقار او عزت اوج يوازې په کار کولو کې دى

انسانان چې د پيدايښت له ورځې بيا تر مرګه د ځان پر وړاندې مسوول دى بايد کار وکړي، چې د کار کولو په ذريعه نه يوازې دا چې د خپل ژوند ښه کولو لپاره اسانتياوې برابروي بلکې په ټولنه کې محبوبيت او پيژندګلوي هم پيدا کوي. کار کول د انسان لپاره د همت ستره خزانه ده، چې په کولو يې انسان ځان ته د انساني ارزښت په سترګه کتل کېږي او ټولنه هم ورته د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

که غواړئ د نورو له اغېز پرته ژوند وکړئ، نو خپل راز له چاسره مه شريکوئ!

هر څوک په ژوند کې د يو لړ تېروتنو ښکار شوى، چې بيا پرې پښېمانه وي او تل ځان په دې خبره ځوروي، چې کاش داسې مې نه وای کړي. ولې موږ انسانان تېروتنه کوو؟ ولې يې بيا د راز په ډول ساتو؟ او ولې يې نشو هېرولى؟ کله، چې مو دې درې پوښتنو ته ځوابونه پيدا کړل نو کولاى شئ، چې له کوم ډار او ذهني نارامۍ پرته له سکونه ډک ژوند وکړئ. موږ … نور ولولئ

افغانستان

ا.ا له خپلو لیکو څخه دوه نیم زره کسان ایستلي دي

د صفوفو د تصفیې کمېسیون وایي، د هغو کسانو د نیولو او مجازاتو ته ژمن دی چې له خلکو سره بد چلند او یا هم پرې نور تورونه وي. دغه کمېسیون زیاتوي، یو شمېر ولایتونو کې یې د خپلو ځواکونو صفونه بشپړ تصفیه کړي او پاتې صفونو کې هم دغه لړۍ روانه ده. د یاد کمېسیون په خبره، تر دې دمه دې کمېسیون څه باندې دوه نیم زره کسان له خپلو لیکو د بېلابېلو جرمونو … نور ولولئ

افغانستان

د ژغورنې کمېټه: د افغانستان روغتیايي سکتور باید وژغورل شي

د افغانستان روغتیايي سکتور باید وژغورل شي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې په خپل یوه تازه راپور کې د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت ته کتنه کړې ده او خبرداری ورکوي چې که وضعیت همداسې دوام کوي او د اقتصادي ځوړتیا مخنیوی و نه شي، نو ددې احتمال شته چې د روان میلادي کال تر پایه تر ۹۰ سلنه پورې روغتیايي مرکزونه وتړل شي. د دغه کمېټې په اعلامیه کې راغلي چې د روان کال تر … نور ولولئ

افغانستان

سیګار: د کابل سقوط د طالبانو له راتګ وړاندې پلان شوی و

د دغه راپور پر بنسټ، متحده ایالاتو د شلو کلونو په جریان کې، ١٤٦ میليارده ډالر د افغانستان د بیا رغونې په خاطر او ٨٩ میلیارده ډالر د ښوونیز نظام او د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د پياوړتیا لپاره لګولي دي. د افغانستان د بیا رغونې- سیګار  لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي، اعلان کړې چې د افغانستان حګومت د امریکا د پالیسو په پای کې نه، بلکې د هغو ناسمو پرېکړو له امله چې … نور ولولئ

افغانستان

متقي: افغانستان مو له اقتصادي سقوطه ژغورلی دی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، دوی افغانستان له اقتصادي سقوطه ژغورلی دی. امیرخان متقي پرون د یو شمېر وزارتونو ویاندویانو ته په وینا کې وویل، په کور دننه مالي سرچینې سمبالې شوې دي. ده وویل، حکومت یې دولتي مامورانو ته د درېیو میاشتو معاشونه ورکړي او په خبره یې ژر به د څلورمې میاشتې هم حواله کړي. متقي وویل، ورځ تر بلې پر بانکي چارو فشارونه کمېږي او د نړیوالې ټولنې … نور ولولئ