افغانستان

ملا هبت الله اخوند د علماوو لویې غونډې ته راغلی

د دیني علماوو د لویې غونډې پر دویمه ورځ، د طالبانو د ویاند یو مرستیال بلال کریمي په ټویټر پیغام کې ویلي، د طالبانو تحریک مشر ملا هبت الله اخوندزاده هم د غونډې په دویمه ورځ د غونډې تالار ته ورغلی دی. نوموړي په دې اړه نور څه نه دې ویلي چې ملا هبت الله به غونډې ته وینا وکړي که نه او یا په غونډه کې یې د ګډون موخه څه ده. د باختر … نور ولولئ

رسنۍ

د برازیل ښایسته نجلۍ ګلیسي کوریا د یوه ساده عملیات وروسته مړه شوه

ګلیسي کوریا د برازیل پخوانۍ ښایسته نجلۍ چې دوه میاشتې وړاندې د کوما حالت ته تللې وه، تېره دوشنبه له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړې په ۲۰۱۸م کې د برازیل د ښکلۍ نجلۍ تاج پر سر کړ. کوریا تېره دوشنبه د ستوني عملیات له امله په ۲۷ کلنۍ کې مړه او ټول برازیل یې غمجن کړ. نوموړې چې د مکئه ښار اوسېدونکې وه، د اپریل په لومړیو کې، یوازې پنځه ورځې له عملیات وروسته ورته، … نور ولولئ

افغانستان

سیګار: د پخواني پوځ سرتېري له طالبانو او داعش سره یو ځای شوي

د افغانستان لپاره د امریکا د څار ادارې/سیګار، په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان پوځ پخواني سرتېري د طالبان سره یو ځای شوي دي. سیګار د یکشنبې ورځې – چنګاښ پنځمه په خپور کړي راپور کې راغلي، چې د غو سرتېرو یو شمېر یې ممکن د خپلو شخصي ګټو لپاره د طالبانو سره یو ځای شوي وي. همدارنګه سیګار د امریګا د دفاعي خبري اژانس له قول ادعا کړې، چې د پخواني پوځ … نور ولولئ

افغانستان

د خوړو نړیوال سازمان؛ اتلس لارۍ اړین توکي زلزله ځپلو سیمو ته ولېږل شوې

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله زیانمنو ته، د خوړو نړیوال سازمان د خوراکي توکو کڅوړې ولېږل شوې. د ډبلیو اِف پي د راپور پر بنسټ، اتلس لارۍ یې زلزله ځپلو سیمو ته رسولي دي، چې یو ډول د زیاتې انرژۍ لرونکې بیسکویټ(HEB) یې هم د چمتو شویو خوړو په توکه شامل کړي دي. دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ويلی چې په پام کې لري ۳۰۰۰ کورنیو ته … نور ولولئ

پوهنه

له زلزلې وروسته باید دغه لارښوونې په پام کې ونیول شي

د سختو زلزلو تر پېښېدو وروسته، د ژغورنې په بهېر کې څو ټکي د پاملرنې وړ دي. ۱ – له هغو ودانیو چې زیانمنې شوې لېرې اوسئ. ممکن دا ودانۍ د زلزلې له امله چپه شي. ۲ – دېوالونه، کړکۍ، د کوټې منځ، او زينې په دقت چک کړئ، ممکن د کم زور او فشار سره ویجاړ او شخص زیانمن شي. ۳ ـ تر سختې زلزلې وروسته کله کله د خټو او ډبرو د ښويېدو … نور ولولئ

افغانستان

مجاهد او کندهاریانو د پیر ابراهیم اغا نیولو په تړاو غبرګونونه وښودل

نن پنجشنبه د چنګاښ دویمه د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د “پیر ابراهیم اغا” په نامه نیول شوي کس په غبرګون کې ویلي، پخپل سر د پېژندل شوو کسانو نیول جرم دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبرې نن پنجشنبه د چنګاښ دویمه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي. ښاغلي مجاهد لیکلي: “«اسلامي امارت» یو مسوول نظام دی عدلي او قضايي ارګانونه لري او هر جرم او جنایت … نور ولولئ

افغانستان

ملګري ملتونه: د زلزله ځپلو شمېر له اټکل زیات دی

ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې د زلزلې د مرګ ژوبلې شمېره له هغه څه چې راپور ورکړل شوي، زیاته ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېکرټر مرستیال ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغږوونکي د جون پر ۲۲مه د شپې ناوخته وویل، باوري دی چې په زلزله کې به شاوخوا ۲،۰۰۰ کورونه نړېدلي وي. نوموړي نیويارک کې خبریالانو ته د ویډیو کنفرانس له لارې وویل: “د هغو کسانو شمېر چې … نور ولولئ

خواړه

د الوګانو پکوړې

نن غواړو تاسو ته د ساده او ژر چمتو کېدونکو خوړو د پخلي طریقه در وښيو؛ راسره اوسئ. اړین مواد؛ الوګان اوړه مالګه مرچ هوږه غوړي اوبه د چمتو کولو کړنلاره؛ لومړی الوګان سپين کړئ او پاڼه پاڼه یې پرې کړئ. اوړه، مالګه، مرچ او اوبه سره ګډ او لامده کړئ. اوړه داسې لامده کړئ چې نرم وي. هوږه تراش او د اوړو سره یې ګډ کړئ او الوګان پکې اضافه کړئ، چې د اوړو … نور ولولئ

افغانستان

م.م؛ پر دوو لوړ پوړو طالب چارواکو د سفر بنديز ولګاوه

ملګرو ملتونو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مرستیال سید احمد شهیدخیل، د نجونو د ښوووځیو او ښځو د کار پر وړاندې په خنډونو کې د دوی رول له امله، له هېواد بهر پر سفر بندیز او د شتمنۍد کنګل کېدو خبر ورکړی دی. فرانسپرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې م.م، دوشنبه د ۱۳ طالب چارواکو د سفر د معافیت موده له دوو تر درېیو میاشتو وغځوله. خو عبدالباقي … نور ولولئ

په زړه پورې

په زړه پورې؛ د اوږدو غوږونو سېرلي ریکارډ جوړ کړ!

نهه ورځې وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو سېرلی وزېږېده چې اوږدو غوږونو یې څښتن حیران کړ. دا سېرلی چې اوس “سېمبا” نومېږي، د ۴۸ سانتي متره اوږدو غوږونو سره، د نړۍ د اوږدو غوږونو سېرلي ریکارد په خپل نامه کړ. د دې سېرلي د څښتن حسن نارجو په وینا، سېمبا د عجیبه ظاهر او اوږدو غوږونو په لرلو چې جنېټېکي دي، په سیمه کې شهرت موندلی دی. په ټولنیزو رسنیو کې د … نور ولولئ