سپورټ کرکټ

« د کرکټ ۲۰۲۲م ښځینه نړیوال شل اوریزم جام د سرمایې راټولولو سرچینه ده»

د کرکټ نړیواله شورا هڅه کوي، چې د انګلستان، اسټرالیا او هندوستان په ملتیا کرکټ په نړۍ کې عام کړي او په همدې پار یې د ښځينه بېګ باش لیګ سیالۍ او نړیوال ښځینه جامونو سیالۍ په لاره اچولي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۲۶مه نېټه تائید کړه، چې ښځينه شل اوریز جام به د عامه ګټې څخه خالي نه وي.

دا سیالۍ د لندن په برمېنګم ښار کې ترسره کېږي.

د ښځينه کرکټ جام سیالۍ ځکه ګټورې بلل شوي، چې د ښځو کرکټ لوبو سره د خلکو دلچسپي له کرکټ سره لا زیاته شوې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا د ښځينه نړیوال شل اوریزجام په پار د ۲۰۲۲ م کال لپاره د کمان ویلت یا د عمومي ګټې په نامه هېوادونوسره تړون وکړ، چې د ۲۰۲۲ م کال په شل اوریز ښځینه جام کې ورشریک شي.

کمان ویلت د لویې برېتانیا پخوانۍ مستعمېرې وې، چې ۵۲ هېوادونه دي او دوی په ټولګټو چارو کار کوي او د دولتونو ترمنځ د اړیکو د جوړېدو او احترام په پار رامنځته شوي دي. دوی د همدغې موخې لپاره هلې ځلې کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا اجرایوي مشر ډېوېډ ریچارډسن ویلي، چې د لوبو او ورزش شریکول د کمان ویلت هېوادونوسره د سپورټ په برخه کې یوه ښه موقع ده.

کرکټ ولې له کمان ویلت هېوادونو سره شریک شو؟
کمان ویلت هېوادونو ډېری وګړي له کرکټ سره مینه لري او زیات مینه وال لري. نو په لوبو کې د دوی ورګډول به کرکټ لا مشهور، ګړندی او د خلکو د زړونو لوبه کړي.

بل دا چې په مالي برخه کې به هم کرکټ ته ګټور تمام شي او د کرکټ پر وړاندې مادي ستونزې به تر ډېره پورې حل شي.

د کمان ویلت او کرکټ شورا ترمنځ تړون په برمېنګم ښار کې وشو، د برېتانیا برمېنګم ښار ځکه ټاکل شوی و، چې د دغه ښار ۲۳ سلنه خلک له کرکټ سره ځانګړې اړیکې لري او سربېره پر دې د برېتانیا څخه بیرون هم ډېری خلک کرکټ خوښوي او اړیکې ورسره پالي.

کرکټ نړیوال ښځينه شل اوریزجام سیالۍ په هرو دوو کلونو کې یو ځل جوړېږي، یواځې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ م کلونوکې پرلپسې ترسره شوي وو.

له هغې وروسته په ۲۰۱۲ ، ۲۰۱۴ ، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ م کلونوکې دا جام ترسره شوی دی.

دا جام څلور ځلې اسټرالیا ګټلی دی، ۲۰۰۹ م کال کې ښځینه شل اوریز جام انګلستان ګټلی و.

مخکې هم په ۱۹۹۸ م کال کې د کمان ویلت په نامه یو نړیوال جام په مالیزیا کې ترسره شوی و، په هغه کال نیوزیلېنډ او سهیلي افریقا د برونزو مېډالونه ګټلي وو.

کرکټ کې ښځو ته ونډه ورکول، کرکټ ته څه ورکولای شي؟
دا چې د کرکټ لپاره کار ډېر روان دی؛ نو د ښځینه وو کرکټ په عامولو سره به د نارینه وو ترڅنګ د کرکټ ښځينه مینه والې هم د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې پېدا شي او په دې ډول به کرکټ هم د فوټبال په څېر نړۍ کې مخکښه لوبه شي.

بل پلو به د کرکټ نړیواله شورا د کرکټ لوبو په وسیله ډېرې پېسې هم راټولې کړي، ځکه لوبو ته به ورتلونکي خلک د ټېکټونو بیه پرې کوي او هم به ورسره د هېوادونو په اقتصاد کې مهم پرمختګ وشي.

سږکال د ښځو نړیوال جام د استرالیا ملي لوبډلې وګاټه

دې سره، سره به د کرکټ نوي لوبغاړي جذب شي او زاړه ډېری کرکټ لوبغاړي به د کاري ډلو په حېث د روزونکو په توګه له کرکټ نړیوالې شورا سره د پېسو په مقابل کې کار زیات کړي، په دې ډول خلکو ته د تفریح او کارو بار یوه زمینه سازي کېږي.

بل دې سره هوټلونه، ټرانسپورټ او نورې برخې بوخېتېږي او په دې ډول مالي پرمختګ رامنځته کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې