افغانستان

حامد کرزی: طا لبان دې لویه جرګه را وغواړي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د نورو هېوادونو له خوا د طا لبانو حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره اړینه ده لومړی دا ډاډ تر لاسه شي چې حکومت د ټولو استازیتوب کوي، په کور دننه قانوني مشروعیت لري او د دې لپاره په کار ده چې لویه جرګه جوړه شي. حامد کرزي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني خو دننه په … نور ولولئ

افغانستان

ا.ا: د م.م پرېکړه له افغان ولس سره بې انصافي ده؛ صالح یې هرکلی کړی

د افغانستان ا.ا د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه غندلې ده چې په دغه سازمان کې یې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې څوکۍ دوی ته نه ده ورکړې. د راپورونو له مخې، تېره ورځ د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې پریکړه کړې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د افغانستان نوي حکومت ته نه ورکول کېږي. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې … نور ولولئ

نړۍ

امریکا: روسیه پر اوکراین د برید پلان لري

امریکا وایي روسیه پر اوکراین د برید پلان لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، ټول شواهد او اسناد دا ښيي چې روسیه غواړي پر اوکراین نظامي حمله وکړي او ددغه هېواد حریم نقض کړي. بلینکن وایي که روسیه پر دې اقدام لاس پورې کړي نو له سختو پایلو سره به مخ شي. دده په خبره امریکا به پر روسیه داسې بندیزونه وضع کړي چې تر دې دمه یې نړۍ ساری نه … نور ولولئ

افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان سره د لا ډېرو مرستو د جذب په لټه کې یو

ملګري ملتونه وایي لا هم افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د راټولولو په لټه کې دي. ملګرو ملتونو ویلي چې دوی په راتلونکو څلورو کلونو کې په ټوله نړۍ کې له لوږې سره د مبارزې په موخه ۴۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، چې وکړی شي له ۱۸۳ میلیونه وګړو سره د لوږې په ختمولو کې مرسته وکړي. ملګري ملتونه وایي افغانستان، سوریه، ايتوپیا، سوډان او یمن هغه هېوادونه دي چې تر نورو ډېر پکې … نور ولولئ

افغانستان

سټولټنبرګ: د جوړلو پر ځای مو باید پر جګړه ډېر تمرکز کړی وی

ناټو وایي چې فساد او په مشرتابه کې کمزوري د افغان ځواکونو د پاشل کېدو سبب شوه. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د ماموریت په بڼه کې بدلون د ناټو د ناکامۍ سبب شو. هغه وایي ناټو افغانستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه تللې وه، خو نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ ضد ماموریت د بیا رغونې په … نور ولولئ

افغانستان

بهرنیو چارو زوارت: سرحدي سیمو کې د نښتو مخنیوی کېږي

بهرنیو چارو وزارت وایي هڅه کوي په سرحدي سیمو کې د نښتو او ناندریو مخه ونیسي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې له ایران سره پر پوله نښته د سرحدي چارواکو په مرسته پای ته رسېدلې ده. نوموړی وایي د ا.ا.ا هڅه کوي چې په راتلونکې کې د ورته پېښو مخه ونیسي. پرون په نیمروز کې د افغان او ایراني عسکرو تر منځ په سرحدي سیمه کې نښته … نور ولولئ

افغانستان

نړیوال بانک ۲۸۰ میلیونه ډالر پر بشري مرستو لګوي

نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ د یوې برخې د ازادولو پرېکړه کړې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې نړیوال بانک ویلي چې دوی د افغانستان د بیا رغونې له صندوق ۲۸۰ میلیونه ډالر ازادوي. سرچینې ویلي چې دا پیسې به د ملګرو ملتونو دوو برخو یونسیف او د خوړو نړیوالو پروګرام ته لېږدول کېږي. نړیوال بانک وایي چې یادو پیسو به په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره کار … نور ولولئ

افغانستان

ملګري ملتونه: ګاونډیان دې پر افغان کډوالو فشارونه پای ته ورسوي

ملګري ملتونه وایي د افغانستان ګاونډي دې خپلو پولو کې پر کډوالو سختۍ نه راولي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه لکه، پاکستان، ایران او تاجکستان دې پر افغان کډوالو فشارونه او سختۍ ودروي او خپلې پولې دې د دوی پر مخ پرانیزي. یادې ادارې ویلي چې په وروستیو کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لوري د کډوالو ایستل ډېر … نور ولولئ

افغانستان

ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ا.ا ته ور نه کړل شوه

ملګرو ملتونه په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ طا لبانو ته و نه سپارله. د راپورونو له مخې په ملګرو ملتونو کې د اعتبار ورکولو کمېټې پرېکړه کړې چې د اوس لپاره په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته و نه سپاري. دغه کمېټه کې د روسیې، چین او امریکا استازي شامل دي او دوی ددغه دایمي استازو د څوکیو په اړه پرېکړه کړې ده. ملګرو ملتونو د افغانستان تر څنګ د … نور ولولئ

افغانستان

خلیلزاد: نړۍ به طالبانو سره د تعامل نه کولو لوړه بیه پرې کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې که چېرته نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي نو تر ټولو ستره بیه به پرې کړي. نوموړي په خپله تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې که چېرته افغانستان یو ځل بیا سقوط وکړي نو مسوولیت به یې د هغوی پر غاړه وي چې طالبانو سره تعامل ته غاړه نه ږدي. خلیلزاد دغه راز څرګنده کړې ده چې جوبایډن هم د … نور ولولئ