ژوند بڼه

بدلون ستونزمن دی اما کېدونکی دی

لیکنه: عبید افغان زما د ذهن پۀ حافظه کې ډیرې داسې پیښې شته چې لۀ تعصبه خالي نۀ دي. ډیرې داسې پیښې شته چې د انساني ارزښتونو پۀ پل روانې دي. ډیرې داسې پیښې چې لۀ جنګ او کرکې، لۀ غم او خفګان، لۀ خوښۍ خوشحالۍ مالا مال دي. اما انسان پۀ یؤ حال کې نۀ پاتې کېږي. ځکه پۀ یؤ حال کې پاتې کیدل انسان ځؤرؤي، ستونزمنه ده چې هره ورځ هر شی دې … نور ولولئ

افغانستان

ضعیف: پاکستان له افغانستان سره دوه مخې لوبه کوي

د حکومت مسوولین باید په سیمه ییزو او نړیوالو هوکړو کې له پوره دقت کار واخلي. پخواني طالب چارواکي او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف له ازبکستان تر کابل بیا پېښور د رېل پټلۍ د هوکړې په تړاو په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې پاکستان په دې برخه کې په پوره مهارت دوه مخې لوبه کوي. دده په وینا پاکستان غواړي یوازې د افغانستان له خاورې د ترانزیت لپاره کار … نور ولولئ

افغانستان

متقي: د مسکو غونډه کې ټولو اړخونو له افغانستان سره پر همکارۍ ټينګار وکړ

مسکو ته تللی پلاوی وایي ټولو ګډونوالو په یوه خوله له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د مسکو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې پر ډېری مواردو ټولو اړخونو د نظر توافق درلود. دده په وینا ګډون کوونکو هېوادونو ویلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده کړل شي، بشري مرستې دې ډېرې شي، … نور ولولئ

افغانستان

څلور اړخیزه غونډه؛ له افغانستان سره پر تعامل او همکارۍ ټینګار شوی

د افغانستان، چین، پاکستان او هند ترمنځ په مسکو کې څلور اړخیزه غونډه جوړه شوې ده. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي چې په دې غونډه کې په سیمه کې پر روان وضعیت او متقابلو همکاریو خبرې شوې دي. د بلخي په وینا درې واړو هېوادونو ژمنه کړې چې د افغانستان له نوي حکومت سره به خپل تعامل ته ادامه ورکوي او په اړینو برخو کې به همکاري … نور ولولئ

افغانستان

سیمه ییز قدرتونه: م.م دې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړ کړي

سیمه ییزو قدرتونو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د مرستندویه هېوادونو یو کنفرانس جوړ کړي. د راپورونو له مخې د مسکو په غونډه کې راټولو شوو هېوادونو پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې د افغانستان پر بیا رغونه فکر وکړي او پر همدې تړاو د مرستندویه هېوادونو یو کنفرانس راوبولي. دوی وایي د افغانستان د ابادۍ لپاره باید ډېرې پیسې هغه هېوادونه ورکړي چې په تېرو شلو کلونو … نور ولولئ

افغانستان

روسیه: طالبان د همه شموله حکومت په جوړولو سره بریا ته رسېدلی شي

روسیه وایي طالبان د همه شموله حکومت په جوړولو سره بریا ته رسېدلی شي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي دوی ددې غوښتونکي دي چې طالبان یو پیاوړی او همه شموله حکومت جوړ کړي. دده په خبره طالبان هغه مهال بریا ته رسېدلی شي چې همه شموله حکومت جوړ کړي او د افغانانو خبرو ته غوږ کېږدي. دده په وینا د افغانستان راتلونکی حکومت چې څومره پراخ وي او … نور ولولئ

ادبیات

لنډۍ څه ته وایي؟

لیکنه: هلال شینواری عموماً د پښتو شفاهي منظوم ادبیات په دوو ډلو ویشل کېږي. (عامې سندرې او خاصې سندرې) د عامو سندرو ویوونکي نه دي معلوم خو برعکس په ټول ولس پورې اړه لري. څو مثالونه یې: لنډۍ، سروکی، نارې، د ښادۍ بدلې… خاصې سندرې د نالوستو ولسي شاعرانو لخوا جوړې شوي. لکه: چاربیتې، بګتۍ، بدلې، کسرونه، داستان، مقام… لنډۍ په کُلي شکل د جوړښت له زاویې اوله مسره نهه سېلابه او دوهمه یې دیارلس … نور ولولئ

افغانستان

هند: نړۍ باید له افغانستان سره بشري مرستې ډېرې کړي

هند وایي، د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې پکار دي. د مسکو په غونډه کې د هند استازي ویلي، افغانستان له سخت وضعيت څخه تېرېږي او لاسنیوي ته اړتیا لري. د هند استازي ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او له نورې نړۍ هم غواړي چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ودرېږي او له دغه هېواد سره بشري مرستې ډېرې کړي. د یادونې ده … نور ولولئ

افغانستان

چین: نړۍ دې افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو ملاتړ وکړي

چین وايي په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ له نوي حکومت سره ګډ کار ته ادامه ورکوي. د مسکو په غونډه کې د چین استازي په خپلو خبرو کې ویلي چې د سیمې هېوادونه باید د دایمي ثبات او امن راوستلو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي. دده په وینا له افغانستان سره په مرسته ټولې سیمې ته امن او ثبات راتللی شي. هغه همدا راز پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په وروستیو … نور ولولئ

افغانستان

حنفي: نړۍ دې زموږ حکومت په رسمیت وپېژني

د رییس الوزرا مرستیال د مسکو په غونډه کې له نړیوالو غوښتي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني. د راپورونو له مخې د رییس الوزار مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د مسکو په غونډه کې وینا کړې ده او په خپلو خبرو کې یې ټینګار کړی چې د نړۍ هېڅ راز فشار ته به تسلیم نه شي. نوموړي ویلي افغانان له اوږدو کلونو وروسته د یوه پیاوړي او مرکزي حکومت خاوندان شوي دي او دا … نور ولولئ