د ماشوم نړۍ

د کوچنیانو د سالمې روزنې مسؤل څوک دي؟

د کوچنیانو له پاره تر ټولو اړینه خبره د هغو له پاره ښه او سالمه روزنه ده؛ ځکه که کوچني ته له کوچنیوالي څخه ښه او سالمه روزنه ورنه کړل شي، هغه بیا د عمر تر پایه نه سمېږي. دا چې د کوچنیانو د روزنې مسؤلیت څوک لري او د دوی په روزنه کې باید کومو ټکو ته پام وشي په دې لیکنه کې یې ولولئ. د کوچنیانو د روزنې مسؤلیت په لومړی سر کې … نور ولولئ

افغانستان

مجاهد: ترکي سرتېرو ته اړتیا نشته، حضور یې نه منو

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دوی ترکیې ته د دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي چې پیاوړې اړیکې ورسره ولري؛ خو د دغه هېواد پوځي حضور نشي منلی. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې دغه راز وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د ملا تېر دی او دوی غواړي چې افغانستان یوه قوي اردو ولري نو د وضعیت … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په ښځو لګول شوي محدوديتونه!

  د افغان ښځو په وړاندې اوس هم خنډونه پراته دي، او وېره شته چې د پخوا په پرتله يې نور هم د ژوند ورځې تيارې نشي. او يو ځل بيا ورباندې ۲۰ کاله مخکينی تاريخ تکرار نشي. څه ناڅه د مېرمنو په وړاندې ستونزې حل شوي یا د حل کېدلو په حال کې وې، خو اوس يو ځل بيا ښځې د دې لپاره په وېره کې دي چې بيا د غلطې عقيدې ښکار نشي. … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د مطالعې ارزښت!

لیکنه: شمله نادري هر انسان غواړي چې په ژوند کې پرمختګ وکړي؛ له نورې نړۍ خبر شي؛ له ژونده خوند واخلي؛ خلک ورته درناوی وکړي او په سلګونو داسې نور کارونه شته چې هر انسان یې د ترلاسه کولو هیلې لري. دا ټول هغه کارونه دي چې موږ یې د علم او تعلیم له لارې حاصلولای شو. علم انسان ته د خوشبختۍ لاره پرانیزي او د یوه لارښود په توګه موږ ته د روښنایۍ لارې … نور ولولئ

په زړه پورې

ولې ماشومان په خوب کې خاندي؟

ستاسو په اند، ايا د هغه ماشوم له لیدلو نه چې د خوب پر مهال خاندي په نړۍ کې بل ښکلی او اغېزناک احساس شته؟ ستاسو ځواب به ارومرو نه وي. د نړۍ تر ټولو ښکلی او اغېزناک احساس د هغه ماشوم ننداره ده چې د خوب پر مهال خاندي، له همدې امله د نوي زېږېدلي ماشوم خندا ته د پرښتې خندا وايي. د نوي زېږېدلي ماشوم د خندا لیدل، د هر مور او پلار … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

هره ستونزه حل لري!

موږ مسلمانانو یو او د مسلمانانو عقیده او قوت په دې کې دی، چې هر غم ته د صبر په پټۍ ملا تړي… په صبر سره نه تنها چې غم یې کمېږي، بلکې ایمان یې قوي او الله تعالی ځنې راضي کېږي. ثواب و اجر یې ورکولی کېږي. خو دا د صبر پټۍ ته د غم په وخت کې چې تنګ او په ډېر سرعت سره انسان باندې راځي څنګه لاس اچول او ملا پرې … نور ولولئ

سپورټ

پاکستان کې د افغان لوبډلې د لوبو ګټې

  په یو ناڅاپي ډول د پاکستان پي ټي وي سپورټ او کرېک اېنفو اعلان وکړ، چې افغان لوبډلې د سریلانکا پر ځای د لوبو لپاره پاکستان انتخاب کړ. اوس به د افغان لوبډلې درې یو ورځنۍ لوبې د پاکستان په کراچۍ نېشنل لوبغالي کې ترسره شي. د افغان کرکټ بورډ اجرایوي رئیس حامد شینواري هم په پاکستان کې د لوبو ترسره کېدل تائیدکړل. که څه هم دا لوبې د افغانستان په کوربتوب ترسره کېدې؛ … نور ولولئ

سپورټ

د افغانستان او پاکستان درې لوبې ۲۰۲۲ کال ته وځنډول شوې

  د افغانستان او پاکستان د درېیوو یو ورځنیو لوبو په اړه په درې ورځو کې درې ډول، ډول خبرونه خپاره شول. لومړی خبر داسې و چې افغان کرکټ بورډ له بي پلان څخه ګټه اخلي. پلان یې دا و چې لوبډله به لومړی پاکستان ته ځي، له هغه ځایه به دوبۍ ته ځي او بیا به سریلانکا ته B ځي؛ خو دا پلان یې د اګسټ په ۲۳ مه د دوشنبې په ورځ په … نور ولولئ

سپورټ

عثمان خواجه؛ د اسټرالیا روزونکی له شا نه په خنجر ګوزار کوي

  عثمان خواجه چې د اسټرالیا د لوبډلې کیڼ لاسی مسلمان لوبغاړی دی، له ۲۰۱۹ کال راپدېخوا یې لوبډله کې شتون اغېزمن شوی دی. د ویسټ انډیز، بنګله دېش خلاف او د نړیوال جام لوبډلو کې نه و اخیستل شوی. همدارنګه له ۲۰۱۹ کال راپدېخوا د اسټرالیا په لوبډله کې نه دی اخیستل شوی او له همغه وخته یې د اسټرالیا د کرکټ بورډ غوراوي کمېټه په دوه ګوني چلند تورن کړی دی. دا چې … نور ولولئ

افغانستان

چين: افغانستان یو خپلواک هېواد دی، امریکا باید محتاطه اوسي

د چین بهرنیو چارو وزارت وایي چې افغانستان یو خپلواک او حاکمیت لرونکی هېواد دی، امریکا او ملګري هېوادنه یې باید د دغه هېواد له تاریخ څخه په زده کړې د افغانستان د مسئلې په اړه پر خپلو ناوړه کړنو له سره کتنه وکړي او باید ډېر محتاط عمل وکړي. د چین نړیوالې راډیو د وانګ ون بين له قوله ویلي، د اوو هېوادونو ډله به د اګسټ پر ۲۴مه د افغانستان د مسئلې په … نور ولولئ