خواړه

هغه خواږه چې د ناروغۍ لامل نه کېږي

دا خبره موږ ټولو ته څرګنده ده، چې د خوږو یا قندونو زیاته کارونه د روغتیا له پاره بېلا بېل زیانونه لري او موږ په بېلا بېلو ناروغیو اخته کوي؛ خو ستونزه دا ده، چې ډېری کسان نه شي کوی، چې د خوږو له خوراک څخه ډاډه وکړي، ځکه دوی خواږه خوښوي او هره ورځ زیاته اندازه خواږه خوري، چې د دې خوږو له امله بیا په بېلا بېلو ناروغیو اخته کېږي، دا چې هغه … نور ولولئ

افغانستان

المان: که چېرته طالبان واک ته رسېږي؛ نو موږ به یو سینټ هم ورته ونه لیږو

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په یوه تازه مرکه کې ویلي، طالبان په دې پوهېږي چې د افغانستان تکیه پر نړیوالو مرستو ده او په خبره یې که چېرته طالبان واک ته ورسېږي؛ نو المان به یو سینټ هم دغه هېواد ته ونه لېږي. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، هایکو ماس څرګنده کړې چې هېواد یې له افغانستان سره په کال کې د ۳۴۰ ميليونه یورو مالي مرستې په … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د ځوانانو مسوولیتونه، خو په لاره کې پراته خنډونه څه دي؟

ليکنه او راټولونه افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو او کورنیو نا خوالو له امله نه یوازې په سیاسي، اقتصادي او ټولیز ډګر کې زیانمن شوي، بلکې په دې موده کې د هېواد تر ټولو ستره پانګه یانې ځوانان مو هم له هر پلوه زیانمن شول چې له هغې ډلې د ځوانانو بې سوادي، بې کاري او ډله ډله بهر ته کډوال کېدل د دوی په ژوند کې یوه ستره ستونزه بلل کېږي. ځواني د … نور ولولئ

افغانستان

دفاع وزارت: د کابل امنیت ته هیڅ ګواښ متوجه نه دی

وروسته تر هغه چې پنټاګون له یوې تر درېیو میاشتو پورې د طالبانو لاس ته د کابل د لوېدو راپور ورکړ، دفاع وزارت وایي چې دا ډول څرګندونې په هیڅ صورت د منلو نه دي او طالبان نه شي کولی چې کابل ښار امنیت ته ګواښ پېښ کړي. د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي، لکه څنګه چې رویټرز راپور ورکړی دی وضعیت هماغسې نه دی. د نوموړي په وینا، افغان ملي امنیتي او … نور ولولئ

ادبیات

متلونه څه ډول وېناوې دي؟     

ليکنه او راټولونه متلونه هغه لنډې ویناوې دي چې بنسټ یې تجربه وي او د ریښتیولۍ، پوهې او اخلاقو څرګندویي وکړي. متلونه همدارنګه د یوه قوم کلتور او دودونه انځوروي چې له یوه نسل څخه بل نسل ته پاتې کېږي. د لنډیو او متلونو ویونکي په مشخص ډول معلوم نه دي، هر څوک متلونه او لنډۍ اجتماعي او د ټولنې مال او حصول بولي. ارواښاد عبدالروف بینوا چې زموږ په ټولنه کې یو نامتو لیکوال … نور ولولئ

ژوند بڼه

له خپل خاوند او مېرمنې سره بد چلند مه کوئ!

له خپل/ې خاوند/مېرمنې سره مو چلند ستاسو پر ګډې اړيکې په مستقیم ډول اغیز لري. ځکه چې کله کله د ځينو کلمو په ويلو سره کولائ شئ چې خپله اړيکه له خپل خاوند او يا مېرمنې سره پيکه او يا له منځه یوسئ. کېدای شي احساس مو کړی وي چې ځينې خبرې پر انسان ډېره بده اغېزه کوي او انسان ډېر دردوي. ځينې خبرې انسان له دننه نه خوري او کلونه کلونه د انسان په … نور ولولئ

ژوند بڼه

د دغو کړنو ترسره کول ستاسو د خاوند د ښه توب لامل کېږي 

که احساس کوئ چې له تاسو سره ستاسو د خاوند چلند ښه نه دی، د ځينو کړنو په ترسره کولو کولای شئ هغه دې ته اړ کړئ چې له تاسو سره ښه چلند وکړي او مینه يې درسره ډېره شي. يوازې مېرمن کولای شي چې له خپل خاوند سره د هغه د رویې په مثبت بدلون کې مرسته وکړي. هره ښځه غواړي چې خاوند یې د ټول عمر لپاره د هغې او د هغې د … نور ولولئ

افغانستان

نیویارک ټایمز: ښایي امریکایي ځواکونه بېرته افغانستان ته راوګرځي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو وروستي چټک پرمختګ ته په اشارې ویلي، چې ښایي په دغه هېواد کې د عراق تجربه تکرار شي. د ورځپاڼې په خبره، طالبان په ډېرې چټکۍ د پرمختګ په حال کې دي او دا چاره ښایي د دې باعث شي، چې امریکایي ځواکونه بېرته دغه هېواد ته ستانه شي. ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته هم ورته پېښه … نور ولولئ

افغانستان

د افغانستان د راتلونکې مسوولیت یې د مشرانو په غاړه دی

امریکا وایي د افغانستان د راتلونکې مسوولیت ددغه هېواد مشرانو او رهبرانو پر غاړه دی. د سپينې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی له افغان حکومت سره هر ډول مرسته کړې ده، دغه هېواد منظم پولیس او اردو لري؛ خو دا چې د هېواد راتلونکې ته څه پېښېږي ددغه هېواد په رهبرانو او ولسمشر پورې اړه لري. د نوموړې په خبره د افغان مشرانو مسوولیت … نور ولولئ

افغانستان

امریکا: د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته را بولو

امریکایي استازي وایي ژر به د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې ناسته راوبولي. نیوز ویک د امریکایي استازو په حواله لیکلي، چې په افغانستان کې له روان وضعیت خبرېږي نو له همدې امله په دغه هېواد کې جګړو او تاوتریخوالي ته اندېښمن دي. د سرچینې په خبره بلخوا دا چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او پر ښارونو یې بریدونه پيل کړي دي، نو ځکه باید امریکايي استازي په دې اړه … نور ولولئ